د رښتياوو زغملو کچه

د نن په ګړنديوالي بدليدونکی زمانه کې د بریاليتوب يو اساسي لامل د بدليدونکو واقعيتونو درک او پرې پوهيدل دي. د دغې چارې کلیدي برخه شخصي وده او د هغو رښتياوو او واقعيتونو زغمل دي چې ښايي د اوريدونکي پر طبعه برابر نه وي.
هالنډي لیکوال ليلاند وال وان ډي وال به ويل د انسان وده مستقيماً دې پورې اړه لري چې دغه شخص د ځان په اړه د څومره رښتياوو زغملو توان لري، مخکې لدې چې مجلس پریږدي.

په تاريخي توګه د سترو برياليو کاروبارونو، اشخاصو او آن امپراطوريو راپرځيدو يو ستر لامل د رښتياوو نه ليدل او منل وو. دغه د رښتياوو نه ليدل دوه اړخه لرلای شي.
لومړی، پخپله په داخلي توګه د دې شخص د رښتياوو ليدلو توان ژوبل شوی وي، يعنې د پخوانيو لاسته راوړنو، بریاوو او پرمختګونو په رڼا کې له ځان سره فکر کړي، چې تر اوسه مې هر څه پخپله کړي، او پکې بریالی وم. هغه وخت مې هم نړۍ مخالفت کاوه خو زه پرې بریالی شوم، نو ولې بل ته غوږ ونيسم. اوس که حالات بدل وي، دا په فردي يا ډله ييزه توګه د دغو رښتياوو منلو توان نه لري يا يې نه مني.
دوهم، بيروني رښتيا ويونکو نشتوالی دی، هغوی چې مشر ته رښتيا وويلی شي يا د دې نظر وننګوي. عموماً هر څومره چې يو څوک وده او پرمختګ کوي، شاوخوا يې رښتيا ويونکي کميږي.
په خپله پر خپلو رښتياوو پوهيدل ستونزمن دي. د برياليتوب په ارزونه کې د ايکارس پاراډوکس ياديږي. له پاراډوکس څخه هدف تضاد دی، يعنې يو څه چې په خپل ذات کې خپل خلاف روزي. د ايکارس کيسه له پخوانيو روميانو راپاتې ده، او څه داسې ده، چې يو څوک له خپل زوی ايکارس سره بندي وو. دوی چې هر څومره هڅه وکړه، پر تيښته بریالي نه شو. نو پلار يې وويل که وزرې ولرو له دغه ځايه تښتيدلای شو. نو ځکه د ځان او ځوی لپاره يې له موم څخه وزرې جوړې کړې. او دواړه له زندانه والوتل.
خو، ايکارس پر خپلې دغې بريا دومره ډاډمن وو چې همداسې مخ په لوړه روان وو، او لمر ته ډير نږدې شو، چې له کبله يې وزرې ويلې او سړی بحر ته راپریوت او غرق شو. له کيسې څخه هدف دادی چې اکثره وختونه دغه بريا په خپله د شخص د ناکامۍ سبب ګرځي.
ښايي په داخلي توګه د رښتياوو درک به ستونزمن وي، خو موږ دغه نيمګړتيا بيا د بهرنيو رښتيا ويونکو پر ډاډ پوره کوو. خو بدبختانه، څومره چې شخص بريالی کيږي، د هغې شاوخوا خلک همدومره ورته د رښتياوو په ويلو کې احتياط کوي. يوازې هغه څه وايي چې دی يې غواړي واوري.
جاپانی الاصله امريکايي ليکوال هایاکاوا به ويل چې د وينا يا ټکو معنا په حروفو کې نه وي، بلکې په موږ کې وي. يعنې ارزښت د ټکو نه دی، ارزښت د هغه غبرګون دی چې موږ يې د دغې وينا په وړاندې ښيو. خلک د رښتيا خبرې له بيانه ډډه نه کړي، بلکه هغه غبرګون نه غواړي چې د دغې خبرې له کبله ښايي راپيدا يا دوی ورسره مخ شي.
د وينا په وړاندې د غبرګون عادت له ماشوموالي راځي، کله چې د کورنۍ مشران د کوچنيانو د تربيې د مسؤلينو په توګه، دغه ماشومان پر وينا او خبرو د ښو او بدو تر منځ پر توپير پوهوي. نو دغه ماشومان د دې مشرانو وينا او کړو وړو ته ګوري. که چيرې دغه مشران ونشي کړای په ښه توګه خپله خبره ورسوي، او ورسره دغه زغم ونه لري چې د ماشومانو خبره واوري، نو په داسې صورت کې ماشومانو لپاره هم د سختې خبرې اوريدل او زغمل سختيږي.
د مشرانو عادتونو خپلوي او ورسره خبرې سختيږي، په ځانګړي ډول د ناخوښو خبرو په صورت کې د ناوړه غبرګون ښودو فيصدي يې لوړيږي. بیلابيلو څيړنو ښودلې چې کشران که هغه د کورنۍ وي يا ادارې عموماً په غير ارادي توګه د مشرانو عادتونه خپلوي.

د مشر په توګه، بايد هغوی ونازوو چې موږ ته د رښتيا ويلو زغم لري. هر چا چې هر کله د رښتياوو زغملو توان پيدا کړی، د هغې د ودې او پرمختګ مزل ګړندۍ او منزلونه ورته آسان شوي دي. داسې چاپيريال رامنځ ته کړئ چې د رښتياوو ويل او لټول وهڅوي.
د مشر په توګه د داسې چاپيريال رامنځ ته کول، چې خلک د هغوی د نظرونو او ويناوو لپاره ونه رټل شي، پخپله د ادارې او د مشر د پرمختګ او ودې سبب ګرځي. هر څوک باید وکولای شي چې خپل نظر بيان کړي، او بايد پوه شي، چې د وينا له کبله به ګواښ سره نه مخ کيږي.

ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

2 responses to “د رښتياوو زغملو کچه”

  1.  Avatar
    ناپیژنده

    hi

    Like

  2. وخت او مطالعه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] لولئ، کوم معلومات مصرفوئ، د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې، د رښتياوو زغملو کچه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، ساعت تيره پوهه   ، د بې وسئ زده […]

    Like

Leave a reply to ناپیژنده ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading