مشري او ابتکار

د مشرۍ يوه تله د مشر ابتکار او فکر د شتو رواجونو تر منځ تلل هم دي، چيرې چې يو ډول مشر ځان ته دا وياړ ورکوي چې ما ابتکاري چارو ته لاس واچوه او نوي شيان او کړه وړه مې په يوه اداره يا ټولنه کې رامنځ ته کړل. خو د دې په وړاندې بیا بل مشر به وايي چې زه د خپلو اجدادو او نيکونو کړو وړو ته وفاداره پاتې شوم او ټولنه مې د نوې زمانې له خرافاتو وساتله.

د بشر په تاريخ کې له هرې نوې مفکورې او چارې سره مخالفت شوی دی. که دغه مخالفت د بريښنا له راتګ سره وو او که د الوتنو يا د درملو کارولو سره، له ټولو سره په دې نامه اختلاف شوی دی چې دا زموږ د پخوانيو فکرونو او شته رواجونو سره مخالف دي او ټولنه تباهۍ ته بيايي.

white paper plane on white background

خو، وخت بدليږي، نن چې څه موږ ته نوي ښکاري، هغه د سبا لپاره زاړه دي. هغه څه چې سبا کيږي له هغې څخه موږ نن ناخبره يو. د بدلون مخه نه نيول کيږي، يوازې هغه بدلونونه چې له زموږ له طبعې سره سم نه وي، له هغې سره مخالفت کړو. ابتکار او د نوي څه رامنځ ته کيدنه څو پړاوونه لري.

لومړی پړاوو يې له ناپوهۍ راوتل دي، پر دې پوهيدل دي چې يو څه بدلون ته اړتيا لري. ناپوهي بده نه ده، ځکه انسان پر هر څه نه پوهيږي او تر هغې به ده ته د ناپوهۍ احساس نه کيږي تر څو چې له هغې ستونزې سره مخ نه شي. فکر وکړئ يو څوک کوڼ دی، څه نه اوري، د ده کار به روان وي، که چيرې دا په داسې يو ځای کې اوسيږي چې ټول کاڼه وي، نو هلته ده ته د کوڼوالي احساس نه کيږي، خو که چيرې له داسې يو چا سره مخ شي، چې هغه خبرې کړي او دا يې اوري نو هلته به پوه شي چې هلکه کوڼ يې.

دغه کوڼوالی ضرور نه ده چې يوازې فزيکي يا روغتيايي شکل ولري، يو څوک چې په بله ژبه نه پوهيږي، او مقابل لوری ورته په هغه ژبه اخته وي، دا خپله کوڼوالی او نه پوهيدنه ده.

نو هر کله چې دغه شخص له يوې ستونزې سره مخ شو، او دا يې درک کړه چې دغه ستونزه حل غواړي، نو فکر کړي او د ستونزې له منځه وړلو يا اغيزې راکمولو ابتکار ته درومي. دغه حل هم ضرور نه دی چې ډير نوی او د پخوا هر څه له منځه وړلو پر معنا دی وي. فکر وکړئ همدې د کوڼوالي په بحث کې دغه شخص کولای شي مقابل لوري ته وايي هر څه ورته وليکي، يا ورته ووايي چې د ده په ژبه وغږيږي، يا ژباړن ونيسي او يا ورته ووايي چې هغه بل شخص پوه کړه چې هغه ما په اشارو پوه کړي.

او يا پخپله لاړ شي د خپل کوڼوالي درملنه وکړي يا د مقابل لوري ژبه زده کړي، يا د دې ټولو په رڼا کې يو بل مختلط او ګډ حل ولټوي.

د فکر او ذهن د ارتجاعيت په يوه ازميښت کې دا کتل کيږي چې شخص څومره پراخ ذهنه او مبتکر دی، دغه ازميښت کې شخص ته يو عادي توکی ورکول کيږي، او ورته وايي چې په ټاکلي وخت کې موږ ته وواياست چې له دغه توکي د خپل عادي استعمال پرته نورې څه څه ګټې اخيستلای شئ.

لکه، دغه شخص ته عينکی ورکول کيږي، دوه دقيقې وخت ورته ټاکل کيږي، بيا ورته وايي چې له عينکو د نظر غښتلي کولو پرته څه څه نور کارونه اخيستلای شئ، يا نور يې چيرې کارولی شئ، هر څومره چې تاسې له عادي استعمال اخوا دغه توکي په اړه فکر وکړ، همدومره مو فکر مبتکره کيږي. لکه ښایي وواياست چې له عينکو په چای کې د بورې حلولو، د لمر رڼا غښتلې کولو او نورو په توګه هم کار اخيستلای شو.

Hand holding a bright light bulb on lot of blue light bulbs coming out of cardboard box on blue background. different creativity outstanding idea thinking outside box. 3D render illustration.

هر څه بدليږي، خو هر بدلون بيا د منلو وړ نه وي. موږ ټول خپل فکرونه لرو، هر هغه بدلون چې زموږ له فکر سره سم وي هغه منو او نور چې پر دا فکر برابر نه وي، هغې ته د مخالفت دلايل لټوو. مشر هم بشر دی، هغه هم دا فکرونه لري. هغه مشران چې فکر کړي پخواني فکر او طريقو ته بايد وفاداره پاتې شي، هغه اصلاً هغه څه عملي کوي چې پخوا يې کار کړی وي او داسې حدس وهي چې په راتلونکي کې به هم کار وکړي.

خو دې ته نه ګوري، هغه څه چې دوی ته له پخوا را پاتې دي، هغه هم په خپل وخت کې يو ستر ابتکار وو. هیڅ ابتکار له هوا څخه نه راځي، هغه پر پخوانيو بنسټونو ولاړ وي، او د ابتکار يوه طريقه دا هم ده چې خپل پخوا مطالعه کړئ او پر دې ځان پوه کړئ چې يو څه ولې کار نه کړي، هر کله چې پر ولې پوه شوئ، هغه وڅيړئ او نوې طريقې ته ولاړ شئ.

ممکن د يوه پخواني رواج او کړو وړو بيرته راژوندي کول هم ابتکار وي، ممکن د هغه کار په نوی طريقه اجرا هم ابتکار وي، مهمه خبره دا ده چې هر څه بدليږي، اوس که د دغه بدلون د مشرۍ ابتکار تاسې واخلئ، نو خبره به مو پر طبعه برابره وي، خو که چيرې دغه مشري بل څوک واخلي او پر تاسې يې تحميل کړي، نو ښايي خپلو پخوانيو طريقو ته د وفادارۍ په بهانه ورسره مخالفت وکړئ.

ورته ليکنی: د فکر تپل، د بې وسئ زده کړه، د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد تمې، فرصت، پر کومه بيه، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

4 responses to “مشري او ابتکار”

  1. د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: مشري او ابتکار، د فکر تپل، د مشرۍ درس – ناکاميو منل، هر څوک دی خپل […]

    Like

  2. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د […]

    Like

  3. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] تعريف که معیار، شخصي وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د […]

    Like

  4. د مشرۍ تسلسل – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشري او ابتکار، مشري: پريکړې او پوهه ، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، سپين فيل […]

    Like

Leave a reply to د مشرۍ تسلسل – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading