د ژوند که د بدلون تکليف

د يوې دقيقې زغم به تاسې هغه وخت نارامه کړي، ځان به درته بې غيرته ښکاره شي، خو هغه تعلق له مقابل لوري سره یې لرئ، هغه به درته تلپاتې کړي.
يو څوک به له ضعيفه صحت څخه ګيله من وي، نارامه به وي، خو په اونۍ به څو ساعته ورزش او منظم خوراک ته نه ورکوي. ټول عمر به له ټيټ معاش څخه ګیله کړي خو د نوي مهارت زده کړې لپاره به هره ورځ نيم ساعت زحمت نه ګالي. تعليمي سند لپاره به واسطې او پیسې لټوي خو هره ورځ به يو څو دقيقې پر کتاب نه پریوځي او نه به صنف ته حاضري ورکوي تر څو په سمه توګه سند ترلاسه کړي.
د ټولنيز بدلون لپاره دعاوې کړي او هيلې به لري، زړه به خوري خو د هغې لپاره به اړوند عملي زحمت نه کاږي.
په ژوند کې هر څه بيه لري، يوازې د پریکولو طريقه يې فرق کړي، که تاسې له چا سره سيالي وي، نو که غواړئ له هغې مخکې شئ، نو لږ تر لږه به هومره زحمت باسئ چې هغه يې کاږي، نو دغه ستاسې صفري نقطه شوه، له دغه ځايه به يې پيلوئ، که چيرې ستاسې سيال يوازې د ژوند د بدلولو هيله لري، او تاسې عملاً هغې لور ته کار کړئ، نو طبعاً يې نتيجه وينئ.
يو څوک له بيوزلۍ کړيږي، او د هغې تکليفونه به ګالي، او يا به د خپلو حالاتو بدلولو او کاروبارونو او پيسو ګټلو چمونه زده کوي، يا به د پيسو ګټلو زحمت کاږي او يا به بيوزلي زغمي، د منځ لاره نه شته.
په بدلون کې يو بحث دا هم دی چې نړۍ نه دريږي، هغه په دوامداره توګه بدليږي، که تاسې ودريدئ، معنا دا نه ده چې هر څه دريږي، يوازې دومره ده ځان مو له منډې وويستو يا ځان لپاره مو نور اهداف وټاکل.

يا به هره اونۍ د خپل ښه صحت لپاره ورزش کوئ، يا به سبا د ناروغتيا تکليفونه ګالئ. موږ د نړۍ د مشاهيرو مثالونه ورکوو، د هغوی ژوندليکونه لولو، هغه مهمه نه ده چې څوک دي، هر څوک چې تاسې ته نامتو ښکاري، موږ د هغوی د ژوند اخيري شيبې لولو يا د هغوی د بریاليتوبونو ذکر کوو، خو دې ته نه ګورو چې دغلته رسيدو لپاره دوی څومره زحمت کاږلی وو، کومې سختې تنګی يې تيرې کړی چې دغه ځای ته یې رسولی دی.
انسان د خپلو حالاتو د بدلولو توان لري، رب تعالی هغه پر حرکت مامور کړی دی، د وسايلو پر لټولو يې مامور کړی، يوازې دومره ده چې دغه شخص دغه حالاتو بدلولو لپاره د بيې پريکولو توان لري که نه، دغه ښايي د عادتونو بدلول وي، زده کړه وي، له نورو د مرستې غوښتنه وي، هر څوک چې په نړۍ که تاسې بريالی بولئ، هغه له نورو مخکې دی، او له نورو مخکې کيدو معنا يې دا ده چې په اړونده چاره کې يې له نورو ډير زحمت کاږلی دی.
که خپل سبا له نن څخه بدلوئ، نو نن به هغه څه کوئ، چې پرون مو نه دي کړي، او سبا به مو له نن څخه بدل وي.
څه چې غواړئ هغه به تعريفوئ، وسايل به یې پيژنئ، د ورتګ لاره به يې معلوموئ، هغه به لټوئ، نو که بدل سبا ته درومئ، بدل وسايل او عادتونه به له ځان سره لرئ.
هغه څه چې نن ته رسولي ياست، سبا به مو هم نن ته ورته وي، که بدل سبا غواړئ، نو د نن له بدلون څخه به بدل سبا ته درومئ.

د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري،  


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

5 responses to “د ژوند که د بدلون تکليف”

  1. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر […]

    Like

  2. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: ټکنالوژي او بشري سلوک، د ژوند که د بدلون، پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر […]

    Like

  3. سپين فيل – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د مهارت تشه ،مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب ،د ژوند که د بدلون تکليف […]

    Like

  4. څه لولئ، کوم معلومات مصرفوئ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] واکداري ، آنلاين معلوماتو اعتبار، متضاد – Paradox، د ژوند که د بدلون تکليف، ټکنالوژي او ذهني […]

    Like

  5. آیا زده کړه يوازې مالدارو ته پاتې ده – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، د ژوند که د بدلون تکليف ، د زده کړې – ولې ، د ناپوهۍ […]

    Like

Leave a reply to متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading