ژبه او مصنوعي ځيرکتيا

ژبه او ذکاوت مستقيمه اړيکه لري، د ذکي شخص ژبه، ويناوې او کړه وړه له نورو سره توپير لري، دغه اړيکه له پخوا څخه څرګنده وه، خو د نن زمانې د مصنوعي ځيرکتيا يا ای آی له پرمختګ سره دغه اړيکه له نورو اړخونو هم روښانيږي.
انساني ذکاوت ډير پراخه دی، ژبه يې د څرګندولو يوه وسيله ده. ژبه هم بيا خپلې پيچلتياوې لري، خو د ځيرکتيا بيلابيلو اړخونو لکه ځان پوهول، يعنې مناسبو پوښتنو مطرح کول؛ له احساساتي کيدو پرته پر منطق بنا بحث کول او له بیلابيلو لارو د خپلې پوهې ښودل د ژبې ځينې کمالونه دي.
پوښتنه د ذکاوت کلي ده، هوښيار بنده له پوښتنې ښکاري، او دغه هوښيارتيا له ماشوموالي هم څرګنده وي کله چې ماشوم پوښتنې کړي او هر څه ته متوجه وي، د لټون له لارې زده کړه کړي. د مصنوعي ځيرکتيا په زده کړه کې هم همدا جوړښت کاريږي، چيرې چې د ژبې دغه ارزوونکي پروګرامونه ميلياردونه کرښې ويناوې او ليکنې ارزوي او د دوی تر منځ اړيکه او د پوښتنو ځوابونه لټوي.
د ژبې او ذکاوت تر منځ پر اړيکه لدې اړخه هم بحث روان دی چې آیا دغه د نن زمانې ماشينونه رښتيا هم ځيرکه دي، يا يوازې د بشر ورکړل شوي معلومات په ثانيو کې ارزوي او بشر ته ځواب برابروي، ځينې يې ځيرکه بولي، ځکه د بشر ځيرکتيا هم لدې اړخه ارزول کيږي چې څومره پوهيږي او څرنګه دغه پوهه نورو ته ښيي، خو نور يې بيا ځکه ځيرکه نه بولي، چې دغه ماشينونه ښايي ډيرې باريکه اشتباوې او غلطيانې وکړي چې بشر ترې د خپل چاپيريال له مطالعې او سمدستي ارزونې له لارې ځان ساتي.

د مصنوعي ځيرکتيا اوسنيو جوړښتونو پریکنده برخه د ژبې سترې ذخيرې کاروي چې دوی يې (لارج لينګويج ماډلز يا ايل ايل ايم) بولي. دغه سترې ذخيرې د ژبې بيلابيلې کوچنۍ ذخيرې سره نښلوي، د هغوی اړيکې څيړي، هر اړخيزه معناوې ترې اړخلي او هڅه کړي چې پر چاپيريال او پس منظر يې پوه شي.
هر څومره چې يوه بشري ژبه آنلاين شوې وي، همدومره به يې ای آی ډيره وکاروي، نو که نن څوک د مصنوعي ځيرکتيا دغه وسيلې کاروي، دا په اصل کې د انګليسي ژبې ژباړل شوې محتوا ده چې د پوښتونکي په ځواب کې يې د هغې ژبې لپاره عياروي.
خو، دغه ماشينونه د ژبو دغو سترو ذخيرو له ارزونو ځان په دوامداره توګه ځيرکه کوي، دوی کولای شي چې د هر ډول پوښتنې لپاره له خپلې ذخيرې پرمفهومه او معناداره ځوابونه برابر کړي، دغه ځيرکتيا له بشري ځيرکتيا سره توپير لري، خو ځيرکتيا ده، يعنې د يو بل ځای نه نيسي، خو يو بل غښتلی کوي.
معلومات په يوه چاپيریال کې ارزښت او مفهوم لري، که څوک په افغانستان کې انګليسي وايي، دا به د افغانستان معلومات په انګليسي ژبه مطرح کوي، ژبه به انګليسي وي خو معلومات به افغاني شکل ولري، همداسې که د بلې سيمې خلک ستاسې په ژبه غږيږي، نو هغه له خپل نظره او چاپيرياله معلومات او پوهه ستاسې په ژبه تاسې ته رسوي، نو ځکه د پوهې لپاره د هغې چاپیريال ډير مهم دی، ورسره دغه اهميت د دغه پوهې په معنا کولو کې هم ونډه لري.
يو څوک به د مصنوعي ځيرکتيا يا ګوګل په مرسته تاسې ته کتابي ځواب درکړي، په هر څه به پوه وي، خو حل يا بحث به يې ذکي نه وي، ځکه چې دغه ذکاوت او ځيرکتيا سيمه ييزه عملي پوهه او تجربه غواړي، او هغه له دغو وسيلو نه راځي.
د مصنوعي ځيرکتيا دغه موډلونه مخ پر وده دي، او ورځ تر بلې ځيرکه کيږي، هره هغه ستونزه چې تاسې يې د دې ماشينونو په مرسته حلوئ، هره پوښتنه چې پرې ځوابوئ، يا هره بله ګټه چې ترې اخلئ، راتلونکي موډلونه روزي، يعنې يو لوري ته د معلوماتو پراخه ذخيره لري، بل لوري ته يې د دوی دوامداره استعمال بله ذخيره برابروي چې د دې ماشينونو د دوامداره ځيرکتيا سبب ګرځي، يا په بله معنا هر څومره چې تاسې دغه ځيرکه وسيلې ډيرې کاروئ، همدومره ستاسې له طبعې او تمې سره برابريږي، ستاسې په ژبه او له خوښې سره سم مو ځوابونه برابروي.
د بشري ذکاوت په څير ماشيني ځيرکتيا هم مخ پر وده ده، د هر بشري نسل خپله ژبه وي، او دغه ژبه د هغوی ځيرکتيا او پوهه ښیي، اوس دغه معيار د ماشينونو لپاره هم صدق کوي، چې څرنګه بشر کولای شي په خپله روانه عادي ژبه ماشين ته قومانده ورکړي او هغه يې هم د بشر له تخنيکي عيارونې پرته عملي کړي.

ذکاوت ټولنيز اړخ لري، ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي، پر ټکنالوژئ میین ، ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي ، د معلوماتو واکداري 


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “ژبه او مصنوعي ځيرکتيا”

  1. مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د معلوماتو واکداري ، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه ، ټکنالوژي او ملي کړنلارې […]

    Like

  2. مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د معلوماتو واکداري ، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه ، ټکنالوژي او ملي کړنلارې […]

    Like

  3. د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين […]

    Like

  4. پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ذهني ستړيا، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين […]

    Like

  5. آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په […]

    Like

  6. د نجونو او ميرمنو ډیجيټل آزار او ترې ځان ساتنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، وخت، لومړيتوبونه او ذهني […]

    Like

Leave a reply to مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading