مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی

اکسفورډ انسايټس يوه څيړينيزه اداره ده، چې هر کال د هېوادونو په ځانګړي ډول د حکومتونو مصنوعي ځيرکتيا يا ارټيفيشل انټليجنس (ای آی) لپاره چمتوالی په بنسټيزه توګه له دريو اړخونو، يعنې د حکومت (ليد، حکومتداري، قوانين، عياريدنې)، ټکنالوژئ سکتور (بشري ځواک، پوخوالی، د ابتکار ظرفيت) او معلومات او زيربنا (د معلوماتو شتون، زيربنا او معلوماتو استازيتوب) له مخې ارزوي.

په ۲۰۲۴م کال کې دغې ارزونې ۱۸۸ هېوادونه راونغاړل او په پورته ذکر شوو درې ساحو کې يې د څلويښتو ۴۰ شاخصونو له لارې د بیلابيلو هېوادونو چمتوالی وڅيړه. اکسفورډ انسايټس په نړيواله توګه معتبر راپور بلل کيږي او د ملګرو ملتونو ادارو په شمول د نړۍ شل پرمختللي هېوادونه يې هم د خپلو کړنلارو جوړولو او نورو لپاره کاروي.
د دغې څيړنيز راپور له مخې په مصنوعي ځيرکتيا کې د امريکا متحده ایالات، سنګاپور او جنوبي کوريا په څير هېوادونه تر ټولو وړاندې او افغانستان او يمن د ټولو په پای کې دي.


په دغه راپور کې ذکر شوي درې اړخونه په لاندې ډول تعريف شوي دي.
حکومت Government
حکومت بايد د مصنوعي ځيرکتيا ودې او مديریت لپاره يو ستراتيژيک اوږدمهاله ليد ولري، چې ملاتړي تنظيمي او اخلاقي چوکاټونه پکې شامل او اړوند ريسکونو ته يې هم پاملرنه کړي وي. ورسره، بايد د اړوند مهارتونو او تمرينونو په شمول غښتلې داخلی ډيجيټل ظرفيت هم ولري چې له نوو راتلونکو ټکنالوژيو سره ځان عيار کړای شي.
د ټکنالوژئ سکټور – Technology Sector
عامه سکتور د هېواد د ټکنالوژۍ سکټور د مصنوعي ځيرکتيا پر وسيلو متکی دی، د ټکنالوژۍ سکتور بايد دومره پوخ او پرمختللی واوسي چې وکولای شي حکومت ملاتړ کړي. دغه سکتور بايد د ابتکار ظرفيت ولري، داسې کاروباري چاپيريال وي چې تشبث هڅوي او پر څيړنه او پرمختګ پانګونه وکړي. لدې سره ښه بشري ځواک هم حياتي ارزښت لري، چې د مصنوعي ځيرکتيا پرمختللي محصولاتو او حلونو جوړولو توان ولري او پر دې باوري وي چې د حکومتونو بدليدونکو اړتياوو د پوره کولو وړتيا لري.
معلومات او زيربنا
د مصنوعي ځيرکتيا وسيلې د ښه کيفیت بې خرته ډيرو معلوماتو ته اړتيا لري، چې بايد د تمايلاتو او اشتباهاتو مخنيوي لپاره د هېواد د اوسيدونکو مناسب استازيتوب وکړای شي. همداسې، د دغو معلوماتو اصل ارزښت د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو د غوره استعمال لپاره ضرورو زيربناوو له شتون پرته نه شي راڅرګنديدای، داسې زيربناوې چې د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو غوره استعمال ممکن کړي او ګټه یې هېوادوالو ته ورسوي.

د راپور موندنې

د راپور اساسي موندنې په لاندې ډول دي
يو: د مصنوعي ځيرکتيا ستراتيژيو جوړول ډير شوي دي، په ځانګړي ډول د ټيټ او منځني عايد په هېوادونو کې
د ۲۰۲۴م کال راپور ښيي چې د تيرو کلونو په پرتله چيرې چې د ای آی تګلارو او کړنلارو جوړول کم شوي وو، تير کال دغو ستراتيژيو ته پاملرنه ډيره شوې ده، په ځانګړي ډول د ټيټ او منځني عايد درلودونکو هېوادونو لخوا.
په ۲۰۲۴م کال کې په نړيواله توګه د مصنوعي ځيرکتيا ۱۲ نوې تګلارې اعلان شوې چې له ۲۰۲۳م کال څخه درې چنده ډيروالی ښيي، او په دوی کې له نيمايي ډيرې يې د ټيټ يا منځنۍ کچې عايد درلودونکو هېوادونو لخوا وی، چې په اقتصادي توګه وروسته پاتې هېوادونو لخوا په مصنوعي ځيرکتيا کې د پانګونې په لور خوځښت ښيي. د بيلګې په ډول ايتوپيا (حبشه) له روانډا وروسته چې په ۲۰۲۳م کې يې خپله ستراتيژي جوړه کړې وه، د ټيټ عايد دوهم هېواد شو چې د مصنوعي ځيرکتيا لپاره ملي تګلاره لري. همداسې ګانا، نايجيريا، سري لنکا، ازبکستان او زامبيا دې کال د مصنوعي ځيرکتيا لپاره خپل لید نهايي کړ، چې له تير کال راهيسې د پرمختګ په حال کې وو.
لدغه تګلارو بريښي چې په نړيواله توګه هېوادونه احساسوي چې مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې د ملي پرمختګ يوه بنسټيزه وسيله شي، څرنګه چې په نړيواله کچه د معلوماتو او پوهې شريکول سره ډيريږي، دغه امکان هم مخ په ډيریدو دی چې هېوادونه به وکولای شي په خپلو منځونو کې د مهارتونو او تجاربو شريکول وهڅوي، او په ګډه وکولای شي مصنوعي ځيرکتيا په غوره توګه وکاروي.
دوه: په نړيواله کچه د لوړ عايد هېوادونه د مصنوعي ځيرکتيا په ساحه کې مخکښه دي، په ځانګړي ډول د ټکنالوژۍ په سکتور کې يې له منځنيو او ټيټ عايد هېوادونو سره دغه توپير ډير څرګنده او پراخه دی.
درې: ډيرو ټيټ عايد هېوادونو په ملی کچه د مصنوعي ځيرکتيا ستراتيژيو خپلول پيل کړي دي، خو د زيربنا او بشري ځواک له سترو ننګونو سره مخ دي.
څلور: ډيجيټل واټن يا وروسته پاتې والی ستر خنډ دی، چې په بيوزله هېوادونو کې يې د مصنوعي ځيرکتيا ښه کيفيت معلوماتو او ټکنالوژۍ زيربناوو ته لاسرسی محدود کړی دی.
پنځه: د مصنوعي ځيرکتيا اخلاقي او مسؤل مديريت او کارونه د دغو وسيلو ناوړه تمايلاتو، کارولو او تاوانونو مخنيوي لپاره ډير مهم دي، خو اکثره هېوادونه په دغه ساحو کې له سترو ننګونو سره مخ دي.
شپږ: په سيمه ييزه او نړيواله کچه د مصنوعي ځيرکتيا په ساحه کې د هېوادونو او ادارو تر منځ همغږي او همکاري مخ په ډيريدو ده، چې ټول غواړي له دغو وسيلو غوره ګټه واخلي.

وړانديزونه

راپور هغه هېوادونو لپاره چې غواړي ملي پرمختګ لپاره لدغو وسيلو ښه ګټه واخلي، ځينې وړانديزونه لري:
د مصنوعي ځيرکتيا لپاره بايد يو ستراتيژيک اوږدمهاله لید واوسي، چې ملي پرمختيايي اهدافو سره همغږی وي او پر حکومتدارۍ، اخلاقو او د ټولنې پر ټولو اړخونو يې تمرکز کړی وي.
پر ډيجيټل زيربنا او انټرنيټ ته لاسرسي پانګونه وکړي تر څو د معلوماتو راټولولو او مصنوعي ځيرکتيا خپلولو لپاره بنسټيزه ظرفيتونه رامنځ ته شي.
بشري ځواک وروزي، چې د ساينس، ټکنالوژۍ، انجينرئ او رياضياتو (STEM) پوهه، د مصنوعي ځيرکتيا روزنې او د ای آی نړيوالو ټولنو سره همکاري يې هڅولی وي.
په اساسي عامه خدمتونو لکه عامه روغتيا، کرهڼه، روزنه يا بشري مرستو او نورو کې د مصنوعي ځيرکتيا امتحاني پروژې پيل شي تر څو يې ارزښت وښودل شي او د زده کړې له يوه پړاوه تير شي.
د معلوماتو تنظيم او مديريت لپاره کړنلارې ولري چې د معلوماتو کيفیت ښه کړي، له هر چا معلومات راټول کړي او د تمايلاتو او ناوړه استعمال مخه يې نيولي وي.
د مصنوعي ځيرکتيا او ټکنالوژۍ په ساحه کې سيمه ييزه او نړيواله همکاري وهڅوي، ټکنالوژي او پوهه سره شريکه شي او په ګډه د مصنوعي ځيرکتيا پرمختګ لپاره کار وشي.


(ماخذ: https://oxfordinsights.com/ai-readiness/ai-readiness-index/(

ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ذکاوت ټولنيز اړخ لري، د معلوماتو واکداري ، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه ، ټکنالوژي او ملي کړنلارې


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

5 responses to “مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی”

  1. د ستونزې بيان او معلومات – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، مشري: مشوره، وخت او مطالعه، تدبر او تمرکز، په […]

    Like

  2. د مصنوعي ځيرکتيا زمانې مشري  – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او […]

    Like

  3. پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او […]

    Like

  4. آنلاين هر څه رښتيا نه وي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او […]

    Like

  5. د نجونو او ميرمنو ډیجيټل آزار او ترې ځان ساتنه – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] دروغ خبرونه او د معلومولو يې ۹ لارې چارې، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، وخت، […]

    Like

Leave a reply to پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟ – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading