ولې ډير خلک پوهيږي، خو عمل نه کړي؟ 

نن زده کړه د ژوند يوه منل شوې برخه ده، خلک کتابونه لولي، روزنيزو پروګرامونو ته ځي، که هيڅ نه وي آنلاين زده کړه ييزه محتوا ويني/ لولي او يا يې اوري، خو بيا هم له خپلو حالاتو خوښ نه وي او بدلون پکې نه احساسوي.

پوښتنه دا ده، پداسې حال کې چې دا نسل د پخوانيو په پرتله ډير پوه او باسواده دی، ولې عمل نه کړي؟ ولې له دومره پوهې او مطالعې سره عملي ګام نه اخلي؟

ستونزه د پوهې نه ده

هر څوک پوهې ته لاسرسی لري، د نړۍ د نامتو پوهنتونونو درسي مواد آنلاين وړيا موندل کيدای شي، اکثره پوه خلک او عالمان آنلاين حضور لري. معلومات هر چيرې شته، د زده کړې فرصتونه ورځ تر بلې ډيريږي.

خو نتايج بيا په همدې سرعت نه ډيريږي، هغه څه چې موږ تمه لرو، هغې ته پر همدې ګړنديوالي نه رسیږو.

ستونزه د پوهې نه ده، بلکې د عمل ده.

تيار نه يم

عمل له تيارئ پيليږي، خلک فکر کړي چې هر کله زه تيار وم، نو بيا به يې پيل کړم، يا يو څو پوښتنې لرم، کله چې مې دا حل کړی، بيا يې پيلوم. يو څه نورو معلوماتو او څيړنې ته اړتيا لرم، کله چې هغه معلومات راغلل بيا يې شروع کوم.

خو، واقعيت کې ځان تيارول د ځان تير ويستل دي، په دغه فکر ځان قانع کوي چې ما خو ډير څه ته تکل کړی وو، خو تيار نه وم، يا مې اړوند وسايل نه لرل. اکثره خلک ټول عمر د همدې تيارئ په حالت کې پاتې شي.

هیڅکله په هیڅ وخت کې له هیڅ چا سره د يوې چارې پيل لپاره کافی منابع نه وي، يعنې يو څوک دې دا تمه نه لري چې زه کال وروسته ځان يو ځای ته رسوم، د هغه ځای تياری، منابع او وسايل دې نن له ما سره وي.

که یو څوک د هدف لپاره ټول وسايل او تياری په لاس کې ولري، نو په واقعيت کې يې هدف کوچنی او خپلې ودې، زده کړې او پرمختګ لپاره هیڅ يا ډير کم ځای پریښی دی.

هر کله چې مو عمل ته لاس واچاوه، منابع يې په لاره کې پر لاس درځي، يو څوک چې لمبا ته سيند ته ورکوز شو، نو بيا دا لاس پښې وهل يې له سينده باسي، خو تر څو چې ورکوز شوی نه وي، دا تمه دې نه لري چې لمبا ته تيار دی.

silhouette photo of man jumping on body of water during golden hour

د ناکامئ ويره

دا يې اصل لامل دی چې خلک عمل ته لاس نه اچوي. پدې ويريږي چې اشتباهات به وکړي، که چيرې چارې يا نوي کار يې نتیجه ورنه کړه، ناکامه شو، نو بيا به څه کړم. دا خلک به څه وايي.

او که دې هیڅ کار ونه کړ، نو دا دومره وخت او پیسې چې مې پرې ضايع کړی، له دې سره به څه کړم؟

چې کبله يې تل په فکر کې پاتې وي، د بهترين حالت لپاره پلانونه نيسي، هغه معلومات لټوي چې ده ته هر څه باوري کړي او د ناکامۍ امکان له منځه يوسي، خو چې ژوند بې اعتباره او نامعلومه شو، نو موږ د ژوند له چارو ولې د باور او اعتبار تمه لرو.

هيڅکله معلومات پوره او پلان اعلی نه وي، تل به يو څه ابهام او ناڅرګندوالی منئ، راتلونکی به له عمل سره روښانوئ. تر څو چې چارو ته عملي شکل ور نه کړئ، د پلانونو له لارې شيان نه روښانيږي.

د نه عمل يو ستر لامل د اشنا او خوندتيا په لور فکر هم دی، خلک هغه څه خوښوي چې دوی ته اشنا وي او ځان ورسره راحته او آرامه احساسوي. زموږ اړيکې، کاروبارونه، مسلکونه، ژوند او نور ټول له همدې اصله راتاوو دي چې اشنا او راحته څه پسې ګرځو.

خو، عمل بدلون غواړي، د نن سخته به زغمئ چې سبا مو بدل شي، هڅه به کړئ چې له نوي بدلونه ګټه واخلئ، ځان به نن له نارامئ تيروئ چې سبا مو آرامه وي، سبا به بيا نارامي قبلوئ چې د هغې سبا مو آرامه وي، او دغه دوران او جريان ته به دوام ورکوئ، تر څو چې مو د ژوند برخه شي، او هوسا اوسئ.

راحت به مو هملته ساتي، چيرې چې ياست.

بدلون له کومه راځي

پيل مو له دې وکړ چې پوهه عامه ده، خو عمل نه شته، چې د هغې يو ستر لامل د هڅونې بحث دی. لنډمهاله هڅونه له مطالعې راځي، که هغه کتاب وي، ويډيو وي يا نوره محتوا وي، خلک لنډ وخت لپاره وهڅوي، فيسبوک او ټولنيزو شبکو کې ملغلرې وشیندي، بیا خیر او خيريت وي، تر څو چې بله وينا او خبره پيدا کړي.

پرمختګ له نظمه راځي، يعنې په دوامداره توګه د ځانګړو عادتونو، سلوکونو او اعمالو ښودل چې ګام په ګام مو خپل هدف ته لنډ کړي. هدف ته پر رسیدنه به د نتيجې خوند څکئ، له هغې مخکې به يوازې کړاوو وي.

فکر وکړئ، يو څوک ښه صحت لري، هغه دغې روغتيا ته رسيدنې لپاره پرهيز کړی، فزيکي فعاليت لري او له بې ځایه عادتونو، نشو او نورو عبثياتو ډډه کړي، دا ټول خپل کړاوو لري، هره ورځ له دغه تکليفه تيريږي، خو ده ته هغه نتيجه او خپل صحت لدې ټولو ډير مهم دی.

که څوک بدلون غواړي، هغه به په دوامداره توګه پر ځان ځينې محدوديتونه مني، ځکه هغوی چې کړاوونه مني هغه وړاندې دي، هغوی چې نه يې مني، هغه په خپل اوسني حالت کې دي، او هر کله چې مو پر دغو کړاوونو سترګې پټې کړی، بدلون او پرمختګ مو هم هملته دریږی.

موږ مخکې هم تيرو ليکنو کې بحث وکړ، چې خلک زده کړه کوي، خو عملي کوي يې نه. کاروبارونه تر يوه حده وده کړي خو بيا يې مسلکي مديريت ته نه سپاري، نو ځکه هملته ولاړ وي. ادارې ښه کارکوونکي لري، خو هغه پر ښو مشرانو نه شي بدلولای او ورسره مو له مصنوعي ځيرکتيا مو هم يادونه کړې چې څرنګه کولای شئ په خپل پرمختګ او وده کې يې وکاروئ. 

ستاسې برياليتوب او بدلون به له نورې پوهې نه وي، بلکه پر هغه پوهه به وي چې له وړاندې يې لرئ، او له عمل وروسته يې لاسته راوړئ.

له کومه يې پيل کړو

عمل ضرور نه دی چې ستر او پراخه ګامونه دې وي، کوچني او دوامداره ګامونه واخلئ، مخکې لدې چې ځان درته تيار معلوم شي، عمل وکړئ.

– له کوچني ګامونو يې پيل کړئ، څه چې درته آسانه ښکاري، هماغه عملي کړئ.

– پر هر څه ډير فکر مه کړئ، د ډيرې پوهې يو ستر نقص د هر څه تلل او ارزول دي. پر توکل يې پيل کړئ.

– له اشتباهاتو او نيمګړتياوو مه ويريږئ، دا د ژوند او پرمختګ برخه ده، تر څو چې يو نوي څه عملي نه کړئ، نو اشتباه مو نه وي، د نيمګړتياوو لرل پدې معنا دي چې دومره وده او پرمختګ مو وکړ، چې خپلې نيمګړتياوې پيژنئ.

– له پوره والي زيات پر دوام تمرکز وکړئ، عمل چې هر څومره نيمګړی وي بيا هم له پوره والي او فکر ښه دی.

– هر څه چې زده کوئ عملي يې کړئ، زده کړې ته عملي جامه ورواغوندئ.

يوازې له پوهې بدلون نه راځي، پوهه به عمل ته اړوئ، هغه څه چې کار کړي هغه به خپلوئ، څه چې کار نه کړي، له هغې به تيريږئ، او بيا به همداسې زده کوئ، او عملي کوئ.

خلک فکر کړي چې نه ختمديدونکی وخت لري، زحمت بايد سمدلاسه ثمر ته ورسیږي، نتيجې ته زغم نه کړي او بيې پرې کولو ته تيار نه وي، مسؤليت نه اخلي.

خو وخت ختميږي، ژوند د پای نيټه لري، څه چې نن وينئ هغه ستاسې د پرون د پریکړو او اعمالو نتيجه ده، د خپل پروني راحت بيه نن پرې کوئ، نو که ښه سبا غواړئ، نن به يې پر خولو او کړاوونو بنا کوئ، د خپل ژوند که هغه ښه وي يا نيمګړی، د هغې پوره مسؤليت به اخلئ.

ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading