بديل نه لرل ښاييد ظرفيت، وړتيا، وفادارۍ او ارزښت نښه وګڼل شي. خو که چيرې هر څه يو بنده ته محتاج شي، نو دا ډير ژر هم هغه شخص او هم کاروبار او ادارې ته پر نيمګړتيا او ضعف بدليږي.
فکر وکړئ د يوه کاروبار مشر وايي چې دلته هیڅ هم له ما پرته مخکې نه ځي. هره تاديه د هغه لاسليک غواړي، هر مهم مشتري هغه ته زنګ وهي. هر قراردادي دا پيژني. هر مامور پريکړې له ده غواړي. تر اوسه خو هر څه سم ښکاري، اما د دوو اونيو لپاره ناروغه کيږي يا پر رخصت ځي.
ناڅاپه، کاروبار پر ټپه دريږي. څوک پریکړې نه کړي، تاديات نه کیږي. مشتريان ځنډ کړي، قرارداديان ولاړ وي، او نور ټول کاروبار هیڅ پر مخ نه ځي.
دلته کاروبار نه يوازې چې غښتلی څښتن درلود، بلکې يوه غښتلې اتکا او آن روږدتيا يې درلوده. چې له هغې پرته هیڅ هم حرکت نه کوي.
ښه مامور بايد د هغې د قضاوت، تجربې، اړيکو او ظرفيت له کبله ارزښتمن وي. خو، که چيرې يوازې يو کس مهمې دندې پر مخ وړي، کليدي سيسټم ته لاسرسی لري، له مهمو مشتريانو او مراجعينو سره په اړيکه کې وي، مهمې پريکړې کوي، نو دلته اداره يا کاروبار د مهم شخص له ګواښ سره مخ ده.
هدف دا دی چې هڅه وکړئ ارزښتمن شئ، ظرفيت او وړتياوې پيدا کړئ. خو، ځان بې بديله مه ګرځوئ.
هر څه پر ځان راتاوول ممکن تکبر او خودخواهئ ته ښه وي، خو په اداره او کاروبار کې د ظرفيت جوړونې مخه نيسي. فکر وکړئ يو کاروبار چې پلار يې له کلونو راهيسې چلوي، هر قراردادي پيژني، مهمو مشتريانو سره په اړيکه کې وي، له ګټې او تاوانه خبر وي، هره پریکړه پخپله کوي.
يوه ورځ دا کاروبار خپلې لور يا زوی ته سپاري. اما په دومره موده کې يې کاروبار چلولو ته نه وي روزلي، معلومات يې ورسره نه وي شريک کړي، پريکړو کې ورسره مشوره نه وي شوي. خو، څه موده وروسته چې کاروبار له ننګونو سره مخ شي، نو بيا وايي چې له ما پرته هیڅ نه کيږي.
هر څه کې ځان ځای کول، ممکن په لنډ مهال کې شخص ته د ارزښت احساس ورکړي، پر ځان يې هم ميين کړي، اما په اداره کې د ظرفيتونو او وړتياوو د رامنځ ته کيدو مخه نيسي.
خلک له ابتکاره ډډه کوي، هره پریکړه بل ته سپاري، ستونزې نه حلوي، مسؤليت نه اخلي، او په دوامداره توګه له ځان سره دا احساس لري، چې هغه بل يا مشر شته، هغه به يې مسؤلیت اخلي، موږ يې يوازې د عملي کولو يا ورځ تر بلې چارو مسؤل يو.
هر څومره چې يو څوک په خپل کار کې ماهر وي، همدومره پرې خلک ملا تړي. سختې ستونزې هغې ته راجع کيږي، جنجالي مشتريان له هغې سره غږيږي. ستونزمن کار هغه سر ته رسوي او اکثره پریکړې هم د هغې پر مشوره کيږي.
دا مهارت د کار ډيروالي او اوږدوالي سبب ګرځي. د خلکو او ادارې اتکا پرې ورډيريږي. له يوې زمانې وروسته هماغه مهارت او ظرفيت چې دا يې دغې مقام ته رسولی وو، د اتکا او ملا تړنې سبب ګرځي. همدلته يې پاتې کوي.
دا له ضرورته زيات اتکا او ملاتړل د ده د پرمختګ او ودې مخه نيسي. دوه مثاله يې دي، مثلاً تاسې غواړئ پر رخصت ولاړ شئ، آیا اداره درسره دا مني چې اوږدمهاله مثلاً يوه مياشت رخصت واخلئ؟
دوهم يې د ترفيع موضوع ده، کله چې يو شخص په اوسنۍ دنده کې بې بديله شي، هغه ته ترفيع نه ورکول کيږي، دليل يې دا وي چې که چيرې دا موږ بلې چارې ته واړوو دا اوسنی کار به څوک کړي، لدې ښه يې څوک سر ته نه شي رسولای.
د بديل نه لرل بيا مشرۍ کې تر ټولو ډير احساسيږي. پر ښه مشر بدليدل عمر نيسي، او مشرۍ لپاره د يوې سلسلې روزل هم دوامداره پروسه وي. نو کله چې مشر بديل ونه لري، د هغې له تګ وروسته دا خلا تر هر څه ډيره احساسيږي.
له همدې کبله د مشريو په بحث کې يو تر ټولو مهمه موضوع په دوامداره توګه د راتلونکو مشرانو روزنه ده. که هغه د کاروبارونو بحث وي يا د ادارو او يا هېوادونو. هر کليدي مشر بايد بديل ولري، داسې بديل چې په يوه ورځ کې د هغه ځای ونيولای شي. او بيا دا مشر هم بايد بديل ولري.
په داسې يوه چاپيریال کې چې هر څه پر يوه مشر متکي وي، ممکن دغو مشرانو سره دا ګيله وي چې هیڅ څوک مسؤلیت نه اخلي، خو دې ته نه ګوري چې دوی پخپله دغه ډول دود رامنځ ته کړی دی، چې هر څه ده ته راجع شي. هیڅکله يې بل ته واک نه دی ورکړی چې پخپله له ځانه د مشرۍ ځانګړتياوې وښيي.
دا نه ده چې هر څوک ښايي بديل ولري، يا سبا دې ټول ځان لپاره بديل پيدا کړي. خو مهمه دا ده چې د امکان تر حده د اتکا مخه ونيول شي، مهمې پروسې مستندې شي، راتلونکي مشران يا ځای ناستي وروزل شي، روزنې هر څه راونغاړي، مسؤلیتونه سره وويشل شي، معاونين واوسي او مهمو دندو لپاره د ځايناستو يوه لړۍ وي.
ښه مسؤل تل د خپل کاروبار يا ادارې په اړه فکر کوي، پوهيږي چې دا به تل دلته نه وي. څرنګه کولای شي چې په خپل شتون کې داسې حالات رامنځ ته کړي چې د ده په نه شتون کې کار ونه دريږي.
د بديل لرل نه يوازې چې ادارې او کاروبار بلکه شخص لپاره هم ښه ده، کولای شي چې پرمختګ وکړي، رخصت واخلي او تر ټولو مهم کار په کارځای کې پريږدي.
له ځان څخه بايد دا وپوښتئ، چې:
- زما په نه شتون کې کوم کار دريږي؟
- کومه پوهه او معلومات دي چې يوازې له ما سره شته؟
- آیا زه بل داسې څوک روزم يا خبروم چې که احیاناً زه ونه اوسم، هغه مې ځای ونيسي؟
- آیا مسؤلیتونه شريکوم يا يوازې نورو ته دندې سپارم، او هغوی خبر نه وي چې ولې؟
- آیا زما شاوخوا خلک زما له کبله غښتلي کيږي يا پر ما يې اتکا ډيريږي او هر څه لپاره ما ته راځي؟
هر څومره چې يو څوک په يوه دنده يا مسلک کې نوی وي، احساس کړي چې بايد بديل ونه لري. خو، د وخت له تيريدو سره پوهيږي چې ارزښت پدې کې نه دی چې هر څه د دې دا وکړي، بلکه دا دی چې څرنګه نور وروزي، اړيکې ټينګې کړي او داسې سيسټمونه رامنځ ته کړي چې د ده په نه شتون کې کار وکړي او د ده لخوا ادارې او کاروبار لپاره يو تلپاتې ميراث وي.
ورته ليکنی: د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، د برياليتوب اوږد مزل، د برياليتوب تعريف که معیار، ټولنيزه دايره، سلوکونه او برياليتوب






ځواب دلته پرېږدئ