داسې فکر کيږي چې عامه خدمت عموماً وړیا وي، يا د ځينو خدمتونو لپاره ټاکلی فیس وي، خو پوښتنه دا ده هغوی چې دا خدمت حاصلوي او ترې ګټه اخلي، ورته دا خدمت په څو پريوځي.
فکر وکړئ يو څوک يوې ادارې ته د سند تائيد، ټاپې، لاسليک، ثبت، طبي مرستې يا تصديق لپاره مراجعه کوي. دغه کار ممکن ټول نيم ساعت هم ونه نيسي، خو دا شخص دې ادارې ته له کوم ځایه راغلی دی، څومره ورته منتظر پاتې شوی دی، څو ځل ورته ويل شوي دي چې اسناد دې پوره نه دي، څو ځل له دروازې ستون شوی دی.
د خدمت فيس ممکن دومره دروند نه وي، خو دغې خدمت حاصلولو لپاره يو څوک څو ځل دې ادارې ته مراجعه کړي، څو ساعته ورته منتظر پاتې کيږي، څومره په ټکسيانو او کراياوو کې ورکوي او څومره وخت يې ضايع شوی او له خپل عايد څخه پاتې شوی دی.
هغه چې د کور مصرف د ورځې په حساب ګټي، هره ورځ چې کار ته نه ځي، هره ورځ چې اداره په اداره ګرځي، هغه ښايي د خدمت فيس ته دومره وارخطا نه وي، لکه څومره چې د دې له کبله خپل عايد له لاسه ورکولو او له کاره پاتې کيدو ته په انديښنه کې وي.
اصل پوښتنه دا نه ده، چې د خدمت وړاندې کول ادارې ته په څو پریوزي، بلکې باید له دې اړخه ورته وګورو، چې مراجعينو ته او هغوی چې له دې خدمت ګټه اخلي، هغوی ته دا خدمت په څو پریوزي؟
وړيا خدمتونه دې ضرور نه وي چې رښتيا هم وړيا وي. هغه څه چې وړيا بلل کيږي، هغه د راتګ، انتظار، عايد له لاسه ورکولو او تکراري مراجعې په صورت کې خپل لګښتونه لري.
وخت يې ییل مصرف دی. وخت اقتصادي واحد دی. موږ د عايد لپاره وخت تبادله کوو. که چيرې پر يو څه له ضرورته ډير وخت مصرفوئ، او عايداتي اړخ ونه لري، نو تاوان دی. لدې بيا تر ټولو ډير د ورځني عايد کارکوونکي، کوچني کاروبارونه، زده کوونکي او بيوزله کورنئ مستقيماً متاثره دي.
د خدمت پيچلوالی يې بل اړخ دی. هغه خدمتونه چې وړاندې کول يې بیلابیلې پروسې ولري، هغه مستقیماً پيسه دارو ته آسانه وي، هغوی کولای شي هر وخت راشي، کار ورته پریږدي، پر پيچلو پروسو ځان پوه کړي يا بل څوک وګماري چې دوی لپاره کار راخلاص کړي، خو هغوی چې دا توانونه ونه لري، له پيله په تاوان کې دي.
خدمتونه عموماً درې ډوله بيې لري، لومړی يې د زده کړې بيه ده، هغوی چې غواړي لدې خدمته ګټه واخلي، لومړی يې بايد زده کړي، يعنې پر دې بايد پوه شي چې څرنګه ترې ګټه واخلي، شرايط يې پوره کړي. دوهم يې د تطابق يا ځان ورسره د عيارولو بيه ده، که غواړي دا خدمتونه وکاروي نو ځانګړې پروسه يا فورمونه بايد ډک کړي. درېيم يې رواني او فکري بيه ده، هر خدمت چې مراجعينو ته تشويش او انديښنې پيدا کړي، دا له پيله هغې ته ګران دی.
د عامه خدمتونو اصل خو دا دی چې ټولو ته بايد يو ډول وي، همدې لپاره د دوی ټولو ته د رسولو لومړی پوړ د دوی آسانول دي. اکثره وختونه د ډيرو تمرکز پر ټکنالوژیو وي، سیسټمونه او نور ورته جوړوي، خو تر څو چې خدمت له ټکنالوژئ پرته آسانه نه شي، په اوسني حالت کې ټولو ته د لاسرسۍ وړ وي، ټکنالوژي کار نه کړي.
اصل حل يې د مراجعينو تجارب ښه کول دي. داسې يو حالت کې د هېواد هر وګړی، د عمر، اقتصادي حالت او سواد کچې له قيد پرته وکولای شي، عامه خدمتونه په اسانه او ښه توګه وکاروي.
عامه خدمت ته بايد د مراجعينو له نظره وکتل شي، که چيرې روغتون ناروغ ته آسانوونکی نه وي، که تحصيلي سند زده کوونکي ته ګټور نه وي، که د تذکرې اخيستنه يو معلول هېوادوال ته آسانه نه وي، که د تجارتي پاسپورټ اخيستل يو کوچني تجار ته ګړندی نه وي، که د ماليې ورکړه دوکاندار ته بې تکليفه نه وي، او داسې نور ډير مثالونه، نو بیا هم خدمت ستونزمن دی.
پدې ټولو کې مهم ټکی دا دی چې د مراجعه کوونکي يا خدمت کاروونکي تجربه څه وايي، هر هغه خدمت چې خلک ترې راضي وي، هغې ته به خلک ښه وايي، ورڅخه به ګټه اخلي او کاروونکي به يې ډير وي، مهمه نه ده چې وړاندې کوونکو ته دا خدمت څومره مهم او حياتي ښکاري.
ورته ليکنی: مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه بدلوي، د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






ځواب دلته پرېږدئ