د بشر د تاريخ پراخه برخه کې د پوهې لاسته راوړلو زحمت غوښت. کتابونه ګران وو، کتابتونونه په نشت حساب وو، او پوهانو او ښوونکو او تعليمي ادارو ته رسيدنه محدوده وه.
نن يو څوک د انټرنېټ له يوې ساده اړيکې سره کولای شي د نړۍ ممتازو پوهنتونونو او مدارسو درسونه واوري، ډيجيټال کتابتونونو ته ولاړ شي، څيړنې وکړي، پر هره موضوع ځان ورسوي او پر څه چې بيا هم پوه نه شي، مصنوعي ځيرکتيا يې ورته څيړلی شي.
خو، آسانه او پراخه لاسرسی د پراخه مينې او شوق په معنا نه دی. يو څوک به څو ساعتونه مزل کړي تر څو خپل د خوښې کتاب پيدا او مطالعه کړي، خو په مقابل کې به يې يو بل څوک د خپل ټليفون يا ځيرکې وسيلې له لارې زرګونو کتابونو ته لاسرسی لري، اما يو به يې هم نه لولي.
د دوی توپیر به د ذکاوت او عقل نه وي. بلکه هڅه، شوق، حالات، لومړيتوبونه، عادتونه او تر ټولو مهم د زده کړې پر ارزښت پوهيدل غواړي.
پوښتنه دا ده: چې که چيرې پوهه په اسانه د لاسرسۍ وړ ده، نو موږ ټول ولې ډيره پوهه نه حاصلوو او پوهان کيږو نه؟
خلک هغه څه ته ډير ارزښت ورکوي، چې لاسته راوړل يې ستونزمن وي. خو، لاسرسی او ارزښت بيا يو شی نه دی. يو څه به هر چا ته د لاسرسۍ وړ وي، خو ډير زيات به ارزښتمن او مهم هم وي. خو، يو څه ته به لاسرسی سخت وي، اما هیڅ ارزښت به هم ونه لري.
کله چې معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن وي، نو خلک لاسته راوړل شوو معلوماتو ته ارزښت ورکوي او پرې پام کوي. کله چې معلوماتو ته لاسرسی اسانه وي نو بيا يې خلک نه يادوي، نه ارزوي او نه يې زده کوي. اما، آسانه لاسرسی بيا دا هم کولای شي چې معلومات ډيرو خلکو ته ورسوي، هغوی یې زده او ترې ګټه واخلي.
ممکن اصل ارزښت به د معلوماتو هم نه وي، بلکه د هغه فکر به وي چې خلک يې ځانګړو معلوماتو ته ورکوي. ټول معلومات او پوهه هر چا ته يو ډول ارزښتمنه نه وي، دا موږ يو چې د پوهې په شمول شيانو ته ارزښت ورکوو.
يو څه ته آسانه لاسرسی د هغې د استعمال د ارزښت په معنا هم نه دی. کتابتون کې به په زرګونو کتابونه وي، خو لوستونکي ورته نه شي راوستلای. پوهنتون به وړيا تدريس کوي، خو په زده کوونکي کې د زده کړې شوق نه شي پيدا کولی. ځيرکه ټليفون او نورې وسيلې به د نړۍ بهترينو ته لاسرسی آسانه کړي، خو د وسيلې په څښتن کې د زده کړې شوق نه شي راپيدا کولی.
دغه لاسرسی د فرصت، شوق او وړتيا له اړخه راسپړل کيدای شي:
فرصت: آیا هغه شخص پوهې ته لاسرسی لري؟
شوق: آیا دا شخص غواړي چې حاصل يې کړي؟
وړتيا: آیا دا شخص هغه بنسټيزه پوهه، اساسي مهارتونه، وخت او نظم لري چې دغې زده کړې ته دوام ورکړي؟
دا شرايط پر يو بل متکي دي. لاسرسی مهم دی، خو دا يې يوازې يوه برخه ده.
د عامه کړنلارو او پاليسيو له نقطې نظره اکثره وختونه تمرکز پر لاسرسی وي. د انټرنيټ له لارې زده کړو کې د انټرنيټ پر اړيکه، وسيلو او تعليمي محتوا تمرکز کيږي او مهم دي، خو د زده کړو ښه والي او لاسته راوړنو لپاره د زده کړې شوق، ښوونې کيفیت، بنسټيزه پوهه او ملاتړی چاپيریال هم مهم دی.
هر څه چې ډير شي هغه د پاملرنې ستونزه پيدا کوي. يعنې څه چې ډير وي هغې ته موږ پام نه کړو. نن معلومات محدود نه دي. بلکې بشري پاملرنه، وخت او د معلوماتو ارزښت ارزونه محدوده ده. يو څوک به په زرګونو تعليمي ويډيوګانو ته لاسرسی ولري، خو په ښه توګه نه ټولې ليدلی او نه مطالعه کولای شي.
د نن زده کوونکی يا پوهې لټوونکی نه یوازې چې د پوهې په لټه کې دی، بلکه پوهنيزه محتوا مستقیما د ساعتيرئ له محتوا سره په ټکر کې ده، سمه ده چې لاسرسی به آسانه شوې وي، خو ورسره همدا لاسرسی بيا د بنده وخت هم خوري، کله چې آنلاين شوې، نو بیا نه پوهيږې چې وخت مو چيرې ولاړ.
هغوی چې غواړي دغه د لاسرسۍ وړ پوهه ټولو ته په زړه پورې کړي، نو:
- زده کړه بايد اړوند ارزښت ولري: د پوهې په ډيروالي کې مهمه پوښتنه د هغې اړوند ارزښت دی. هر معلومات هر چا ته ارزښتمن نه وي. بايد پوه شو چې چې څه موږ ته ارزښتمن دي او هماغه لاسته راوړو.
- تجسس ښه دی، نن له ځواب زيات پوښتنه مهمه ده. داسې حال کې چې معلوماتو ته لاسرسی آسانه شوی دی، بايد پوه شو چې د کومو پوښتنو ځواب پسې وګرځو.
عملي يې کړئ: ښوونځي، استخداموونکي او ټولنې بايد هغوی ته ارزښت ورکړي چې خپله زده کړې پوهه عملی کولای شي. پر هره موضوع هر څوک ساعتونه غږيدلای شي، خو آیا عملاً ترې ګټه اخيستای شي. - د زده کړې عادت رامنځ ته کړئ: لوست، فکر، بحث، تجربې او تمرين دغه پوهه پر ګټوره زده کړه او پوهيدنه بدلولای شي.
- ويې ارزوئ او نورو ته يې وښاياست: پداسې زمانه کې چې درواغ بې خرته ډير دي، هر څوک بايد پر دې پوه شي چې څرنګه معلومات وارزوي او کوم څه د باور وړ دي.
ممکن داسې نه وي چې د نن نسل د پخوانيو په پرتله د پوهې پر قدر نه پوهيږي. بلکه د دې ټول بحث لنډيز دا درې پوښتنې دي:
۱. آیا نن پوهې ته لاسرسی آسانه شوی دی؟ هو، ډير خلک ورته لاسرسی لري.
۲. آیا لدې سره د خلکو له پوهې سره شوق ډير شوی دی؟ له اثارو داسې نه ښکاري، خو خپله يې ځواب کړئ.
۳. آیا دغې لاسرسي د پوهې ارزښت کم کړی دی؟ نه، ممکن د پوهې او مهارتونو شکل او اهميت يې بدل کړی وي، خو پوهه په خپل ځای کې ارزښتمنه ده.
ورته ليکنی: له بهترينو زده کړه، له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، ننګونې چې د زده کړې او تدبر مخه نيسي، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل






ځواب دلته پرېږدئ