فکر وکړئ يو څوک کابل لس کاله وروسته راستنيږي، هغه نوې ودانۍ ويني، پراخه چم ګاونډ، بازارونه، پاخه سرکونه، او بې خرته ډيرې موټرې. ښار بدل شوی دی، خو له هغې سره نورې پوښتنې دي:
- آیا ماشومان په آرامه او خوندي توګه بهر لوبيدای شي؟
- آیا سپين سري/ سپين ږيري، ميرمنې او ماشومان په آسانه په دغه ګاونډ کې ګرځيدای شي؟
- آیا د ګاونډي د پيژندنې او تګ راتګ هغه پخوانی رواجونه اوس هم شته؟
- آیا يو څوک چې ډير ستر عايد ونه لري، د اوسيدنې ښه ځای موندلای شي؟
- ایا داسې وړيا او ټولنيز ځايونه اوس هم شته چې خلک پکې راټول شي، يو بل سره وويني، او تر ناوخته کيسې او بنډارونه وکړي؟
- کار يا بل چيرې تګ څومره آسانه دی؟ ډير وخت خو مو له کار زيات پر سرک نه تيريږي؟
بحث دا نه دی چې ښار څومره ودانۍ او سرکونه لري، مهمه دا ده چې د دې ښار اوسیدونکو د ژوند تجربه څنګه ده؟
د ښاريتوب په اړه يو اساسي بحث د ولس ډيریدل وي. کله چې خلک له کليو يا کوچنيو ښارګوټو سترو ښارونو ته کډه کيږي، نو له ځان سره مهارتونه، رواجونه، تمې او د ژوند طريقه راوړي. دا يوازې فزیکي بدلونونه نه دي، بلکه اقتصادي، ټولنيز او دوديز اړخونه لري.
د ملګري ملتونو هبيتات په ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان ښاري نفوس د ولس ۲۷٪ برخه ګڼلې وه. يعنې په هرو دريو افغانانو کې يو په ښار کې اوسيږي. د ښارونو له پراختيا او ودانيو پرته پوښتنه دا ده چې:
- خلک ولې ښارونو ته سره لدومره بيروباره او ګرانوالي راځي؟
- آیا ښارونو کې هغه کوم فرصتونه شته چې په کوچنيو سيمو يا کلیو کې ښايي ونه اوسي؟
- څرنګه د کډوالئ له کبله د ښار پيژندنه او دود بدليږي؟
ښارونو ځکه پراخيږي چې خلک پکې ځان لپاره فرصتونه ويني. او دا فرصتونه دې ضرور نه وي چې د ښارونو د ودانيو او پراختيا له لارې ټولو ته څرګند شي.
ښار به له خلکو ډک وي، هره کوڅه او ګاونډ کې به د پښو ايښودو ځای نه وي، خو بيا به هم خلکو لپاره د يوازيوالي ځای وي، ځان به يوازې او تنها احساسوي. په کوچنيو ټولنو او کلیو بانډو کې خلک له خپل ګاونډ سره بلد وي، ټولنيزې اړيکې يې غښتلې وي. ښاري ژوند ښايي خلکو ته به پراخه فردي خپلواکي او محرميت ورکړي، خو د غښتليو پيژندنو مخه نيسي.
فکر وکړئ د اپارتمانونو په يوه ودانۍ کې به څومره خلک اوسيږي، څومره به يې يو بل پيژني، دا له کلي سره پرتله کړئ، چې هلته به يوه ګاونډکې څومره خلک يو بل وپيژني.
ښار کې هم ملګرتوبونه شته، مسلکي شبکې وي، ټولنې وي چې يو خاص هدف يا شوق لپاره سره راټوليږي، په ملي کچه خلک د يو بل له دود او راواجونو څخه خبريږي، خو بيا هم ځينو لپاره د يوازيوالي احساس لري.
ښار کې بیا اوسيدنه هم ده. ډير کورونه يا ودانۍ د ډيرو کورونو پر معنا نه دي. د ۲۰۲۶م کال د فبروري په مياشت کې د اروپايي اتحاديې د کډوالۍ اداره وايي چې کابل او هرات د اوسيدنې مناسب ځای له ننګونې سره مخ دی چې په هغې کې لوړې کرايې او د مناسب ځای موندلو ستونزې شاملې دي.
کور يوازې ديوالونه نه وي. هغه د څښاک مناسبې اوبه، پاکوالې، ښوونځيو او درسي مراکزو ته لنډوالی، د تګ راتګ آسانتيا، لمر او طبعي چاپيريال، خوندتيا او کار ځای ته آسانه تګ راتګ ټول غواړي. يو ګاونډ چې سترې او لوړې ودانۍ ولري، به پرمختللی ښکاري، خو ښايي د ډيرو له وسه بهر وي.
له کوره بهر کوڅې يوازې د موټرو لپاره نه دي. څرنګه چې ښار پراخيږي، سرکونه پراخيږي او ډيره ساحه موټرو ته ځانګړی کيږي. خو يو څوک چې پياده ګرځي، د هغې تجربې ته وګورئ.
آیا يو سپين سرې مور له يوه بيروباره ډک سرکه په آسانه او خوندي توګه تيریدای شي؟ آیا ماشوم ښوونځي ته پياده تګ کولای شي؟ آیا يو معلول پر پياده رو تللای شي؟ بايسکل چلول پکې څومره امکان لري؟
هغه ښار چې موټر چلولو لپاره آسانه وي، ضرور نه دی چې پياده تلونکي خلک دې هم پکې همدومره راحته وي.
پوښتنه دا ده چې د ښار طراحي يا جوړښت بايد د چا اړتياوې په پام کې ونيسي او ورته لومړيتوب ورکړي؟ د موټرو آسانوالی يا د اوسيدونکو اړتياوې؟
ښارونه محدودې ځمکې لري، له پراختيا سره يې د همدې ځمکو بيې لوړيږي، چې له کبله يې هغه ځمکې چې تجارتي نه وي، له منځه ځي، پدې کې د چم ګاونډکوچني بازارونه، پارکونه او د ناستې ځايونه، په عموم کې د ولس د راټوليدنې هغه ځايونه چې خلکو به پکې جرګې مرکې کولی، کميږي.
هر څومره چې ښار پراخيږي، د داسې ځايونو ارزښت ډيريږي، خو شتون يې کميږي. دا د ماشومانو لپاره د لوبو ځایونه دي، اوسیدونکو لپاره د تمرين فرصت دی، کورنۍ پکې سره ويني او خلک چې له بيلابيلو دودونو او اقتصادي حالته راځي کولای شي دلته سره کيني او کيسې وکړي.
ښايي د بازارونو، جوماتونو يا تجارتي پارکونو بيلګې څوک ورکړي، خو دا د ځانګړي هدف لپاره جوړ ځايونه دي، هلته عمومي ټولنيزې اړيکې نه ټينګيږي او دوامداره نه وي.
لدې سره ښاري ژوند کې د تګ راتګ بحث هم شته، يو څوک به ښار ته له راتګ سره په اقتصادي توګه ښه شي، عايد به يې لوړ او پيسې به ولري، خو د وخت ستره برخه به يې په سرکونو تيریږي. دغې پاتې وخت کې څومره له کورنۍ، خپلوانو او کاروبار سره تيروي.
ښاري ژوند دا نه دی چې ټولې ننګونې او ستونزې وي، دلته خلک پوهنتونونو، تخصصی روغتونونو، دندو، سترو بازارونو، دوديزو او ساعتيريو فعاليتونو او مسلکي شبکو ټولو ته لاسرسی پيدا کوي. له بيلابيلو خلکو او مفکورو سره بلديږي، او همدا فکرونه د بدلون او ابتکار سبب ګرځي.
ښايي ښار لپاره تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا نه وي چې څومره خلک پکې اوسيږي، څومره سرکونه يې جوړ دي يا ودانۍ يې څو پوړيزه دي؟. اساسي پوښتنه دا ده هغوی چې په دې ښار کې اوسيږي څومره راحته، خوندي او عزتمن دي؟ څومره دا ځای خپل ګڼي او راتلونکي ته هيله من دي.
ورته ليکنی: مسؤلیت، صلاحيت هم غواړي، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، اصول په يوازې سلوک نه بدلوي، د برياليتوب نښې او شرايط، خلک يې نښې نقلوي، خو نه د هغه شرايط، ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي، ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، مشري: مشوره، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






ځواب دلته پرېږدئ