په ژوند کې موږ ټول ځيني وختونه له لويو پريکړو سره مخ کيږو، او د هغو پريکړو پر مهال د هر بديل غلطو ويره مو ځوروي، لدې ويرې خلاصون نشته خو کولای شو چې قانع کوونکي دلايل ورته پیدا او په واک کې يې کړو.
له هر څه وړاندې لويه پريکړه څه ته وايي، که له رسمي اړخه ورته وګورو نو نوې دندې ته تلل، نوي دفتر ته تلل، مسلک بدلول، بل هېواد کې دندې ته تلل، او همداسې ډېرې بیلګې يې شته ده، هر څوک د پريکړې کولو خپل ځانګړي قالبونه لري خو د پريکړې لويوالې يا اهميت تر ډيره پردې دی چې د شخص پر زيرمو او افکارو څومهر اغېزه لري، هر څومره چې دا اغېزه لوييږي همدومره به پريکړه لويه وي.
په شخصي ژوند کې هم ډيرې لويې پرېکړې شته، چې دلته به يې یادونه زموږ بحث ډير اوږد کړي، خو پريکړه چې په هره نامه وشي، په پای کې انسان اغېزمنوي او پر شخص يې تاثير کوي په هر چاپيريال يا چوکاټ کې چې موږ پريکړه وکړو هغه بيا هم شخصي او شخص ته راجع کيږي.
د دفتري مامور اقتصاد اصل محور د هغه دنده ده، مهمه نه ده چې موږ څومره معاش اخلو، خو خبره بیرته هماغه د مياشتې پای تنخواه ته راځي، که معاش ډير وي ورسره زموږ لګښتونه هم ډيريږي او که لږ وي نو بيا هم د هغه معاش په انډول لګښت ډير وي، او په غير شعوري يا غیر عمدي توګه زموږ معاش زموږ د کور چلوونکی شي، او چې پدې ډول زموږ د کورونو اختيار هم په غير مستقيم ډول دفترونو يا د دفتر چارواکو ته ولاړ شي.
زه د دندې يا دفتر خلاف نه يم، خو په ننني ژوند کې، چې زموږ پريکنده اکثريت له خپلو پلرنيو ټاټوبو بهر په ښارونو کې اوسيږو او ژوند مو پر پيسه ولاړ دی، پدې صورت کې زموږ اقتصاد زموږ د ژوند اصل محور ګرځيدلی دی. د نوي زيږيدلي ماشوم له پمپر نيولي زموږ تر ساعتيرئ او کور کرايو پورې هر څه په پيسه دي، پخوا چې خلکو به خپلو اولادونو ته د بهر تګ آزادي ورکوله او هڅول به يې چې ټولنيز واوسي، او د لوبو لپاره به له ملګرو سره تلل، نن هر څومره چې ماشوم په کور رالوی شي ښه ګڼل کيږي، او همدا په کور رالوییدل د هغې د لوبو وسايلو او نورو لګښتونه لوړوي، داسې ډيرې بيلګې شته چې ښيي موږ څومره پر پيسه متکي يو او دا اتکا مو مخ په لوړيدو ده.
له کلونو راهيسې انسان سره په خپلو وسايلو کې د ژوند پوښتنه شته، هر کله چې د زيرمو له کمښت سره مخ شوې دی د خپلو لګښتونو پر راکمولو يې فکر کړی خو د دې پوښتنې ځواب چې زما کوم لګښتونه اساسي او کوم نه دي د هر چا لپاره توپير کوي، او ډير پر دې ده چې له چا پوښتنه کوی، هغوی چې پيسه په سخته ګټي ممکن اقتصادي اړخ وسنجوي خو هغوی چې نور اړخونه ورته ګران وي له بل اړخه به يې وڅيړي.
دا بحث مې ځکه دومره پراخه کړ، چې دا ټول اړخونه زموږ پر پريکړه کولو اغيزه کوي، له اقتصادي اړخه پرته شخصي اصول هم مهم دي ځيني وختونه به يوه پريکړه ډير ښه اقتصادي لاسته راوړنه له ځان سره ولري خو له شخصي پرنسيپو سره برابر نه وي.
د پوهنځي ټاکلو له پريکړې نيولې د ژوند لوري ټاکلو پورې موږ بېشماره پريکړو سره هره ورځ مخ کيږو، چې هره پريکړه موږ د خپلو شخصي پرنسيپونو، اقتصادي ارزښتونو او راتلونکي بدلون په رڼا کې بيلابيل ډول ارزوو. هر څومره چې يوه پريکړه ستاسې له شخصي پرنسيپونو سره په تضاد، اقتصادي ګټه کمه او بدلون لوړه ماده ولري همدومره د هغې پريکړې سره اختلاف آسانيږي.
موږ له بدلون سره ښه نه يو، عادي حالات مو خوښيږي او کله چې له پريکړې سره مخ کيږو نو په اصل کې بدلون سره مخ يو چې عادي حالات بايد د پريکړې له لارې بدل شي هر څومره چې پريکړه د مجهول په لورې ځي همدومره ورسره زموږ ويره يا نه غوښتنه لوړيږي.
هر هغه څه چې زموږ اقتصاد، شخصي ژوند، نوم، دنده او نورې مهمې چارې اغيزمنوي له ځان سره به ويره ولري، آيا لدې ويرې د خلاصون لاره شته؟ د دې پوښتنو ځواب تر ډيره پدې دی چې موږ له ځان سره څومره معلومات لرو او ورسره څومره خپلو چارو ته ارزښت ورکوو.
تل به له لويو يا مهمو پريکړو سره مخ کيږو، مخکې لدې چې پريکړه وکړو، مهمه ده چې لاندينيو ټکو ته پام وکړو:
– معلومات راغونډ کړئ، د هغې په اړه ښه ډير معلومات راغونډ کړو يا څومره معلومات چې امکان لري بايد راټول کړو،
– سلا وکړئ، له هغوی سره چې لدې لارې تير شوې وي سلا وکړو هغوی کولای شي ډير ښه نظر درکړي مهمه نه ده چې ستاسې لپاره دې بل څوک پرېکړه وکړي يا دې هغه شخص په هر څه کې هوښيار وي، له ځان سره خپله پوښتنه مشخصه کړئ او وټاکئ چې څه ډول معلومات مو پکار دي او بيا سلا وکړئ.
– راتلونکې وسنجوئ، وګورئ چې دا پريکړه ستاسې راتلونکي لپاره څومره مهمه ده، که چيرې ښه آینده لري او ستاسې راتلونکې لپاره ارزښتمنه ده نو بايد هغه وخت په نظر کې نيولو سره نن پريکړه وکړئ.
– پرېکړې ارزښت وسنجوئ، آيا له پرېکړې مو چاره شته، که چيرې دا پريکړه نن دی که سبا بايد وکړئ، نو بهتره ده چې ژر يې وکړئ که ځانګړيو معلوماتو ته اړتيا لرئ يا يو څه ته ځنډ ياست هغه بايد ژر تر ژره ترلاسه کړئ، هر څومره چې ځنډ کوئ ستاسې ژوند اغېزمن کيږي نه د هغوی چې تاسې ورته ځنډ ياست.
– ملکيت، تر ټولو مهمه داده چې په پريکړه کې بايد ښه فکر او زغم وشي، خو يو ځل چې مو پريکړه وکړه نو هغه خپله او پرې ودريږئ
– توکل، په پای کې او تر ټولو مهم له پاسنيو ټکو سره سره پر الله توکل هم مهم دی، انسان تر خپله وسه پړ دی، خپله هڅه وکړئ او پر الله له توکل سره مخ په وړاندې ولاړ شئ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ