ټکنالوژي د نن شی دی، ټکنالوژي يو راښکون لري، ټکنالوژي له ځان سره د چارو آسانولو زيرې راوړي، خو دا ټکنالوژي په خپل ذات کې هيڅ نه ده تر څو چې اړونده قوانين، کړنلارې، چاپيريال او مسلکيان ونه لري، لکه څرنګه چې هر حل د ټولو لپاره صدق نه کوي همداسې يوه ټکنالوژي د ټولو لپاره نه وي.
نن که امریکا يا غرب کومه ټکنالوژي کاروي نو ضرور نه ده چې هماغه ټکنالوژي او وسيلې دې زما هم پکار شي، زموږ د ټکنالوژئ مسلکيانو او ځانګړي ډول دولتي ادارو ټکنالوژئ مسلکيانو فکري تمرکز تل پدې دی چې د نورو ساحو مسلکيان په ځانګړي ډول د دولت پخواني مامورين د هېواد په وده او ځانګړي ډول ټکنالوژئ ترويج کې ستونزه ده.
د هېواد پرمختګ يوازې په ټکنالوژئ کې نه وي، د هېواد پرمختګ د قانون په برلاسي کې وي چې ټکنالوژئ د دې قانون په نور توانمند او وړ کولو کې سهم اخيستی وي. له اقتصادي پرمختګ نيولې تر امنيت او سياسي او قانوني بقا پورې په ټولو کې ټکنالوژي د يوه ښه وړ او توان بښونکي توکي په توګه کار کوي، ټکنالوژي پخپل ذات کې هيڅکله حل نه دی بلکې دا ټکنالوژي بايد له اړونده قوانينو او پروسو سره عملي شي چې په کلي توګه يو حل وړاندې کړي.
د نړئ د ټکنالوژيو پروژو د ناکامئ فيصدي نږدې ۸۰ په سلو کې ده چې يو تر ټولو اساسي دليل يې د مناسبو قوانينو، پروسو او کړنلارو نشتون يا ورته نه پاملرنه ده. ټکنالوژي ځوان مسلک دی، يا په بله وينا چې د ټکنالوژي مسلکيان پريکنده توګه ځوانان وي او ورسره د ځوانانو دوامداره هڅه دوی ډير باارزښته کوي او ورسره ټکنالوژيکي وسيلې هم نوې يې ښې ګڼل کيږي، خو دلته يوه موضوع چې تل له نظره غورځول کيږي هغه ټکنالوژي بايد د حل لپاره عياره شي د ټکنالوژي په اصطلاح کې بايد customize شي چې د همدې بې تجربه ګئ له کبله دا عياريدنه له نظره غورځول کيږي.
له يو څه سره بې اختياره مينه ښه خبره ده، لږ تر لږه د مسلک په چوکاټ کې دا مينه تاسې ته د بريا او پرمختګ زيرې راوړي، او ټکنالوژي دا کمال له ځان سره لري چې مسلکيان او کاروونکي پر ځان روږدي کوي، خو د دې بې اختياره مينې نيمګړتيا پدې کې ده چې د خپلې مينې نواقص له سترګو پټيږي، د ټکنالوژئ پروژې عموماً يوازې د يو کاروونکي پر اړتياوو او له ټکنالوژئ څخه د ګټې اخيستنې پر چارو متمرکز وي او لوی تصوير ترې ورک وي، چې له کبله يې اکثره پروژې د انټګريشن يا نغښتنې او عامه/ ولسي استعمال له ستونزې سره مخ کيږي.
د ټکنالوژئ پروژو تر ټولو آسانه توکی ټکنالوژي ده، او تر ټولو ستونزمن او جنجالي برخه يې د مشتري/ استعمالوونکي پر اړتياوو پوهيدل دي، کله چې پر ټکنالوژئ ولاړې پروژې طراحي کيږي نو هلته اساسي هدف د ټکنالوژئ اخيستل نه وي بلکه پر ټکنالوژئ ولاړ حل رامنځ ته کول وي، نن له کمپيوټرونو څخه تر ډيره حده د ليکنې/ ټايپنګ ماشين په توګه کار اخيستل کيږي، خو دا وسيله لدې څو زره ځله لوړ کمالات او توانونه لري او که څوک ترې ګټه نشي اخيستلې نو زما په فکر هغه د هغې شخص د ټکنالوژئ ناپوهي نه ده بلکه د هغې په اړونده چارو يا دفتري کړنلارو او قوانينو کې د ټکنالوژئ وړتيا بښونکي توانونو سترګې پټول دي، فکر کوم خبره مې ډيره پيچلې کړه، يوه بيلګه يې درکوم.
لکه په هېواد کې فيسبوک ډير پراخه کاروونکي لري مخابراتي شرکتونو د هر ټليفون استعمالوونکي لاسته ورسوله داسې بزګران پيژنم چې بې سواده دي خو عکسونه آنلاين پوسټ کوي، يا دولتي چارواکي دي چې فيسبوک د رسمي چارو لپاره کاروي دلته د دې استعمالوونکو د ټکنالوژئ ناپوهي مطرح نه ده ځکه هغوی يې ګټه وليده او کاروي يې ځان يې پرې پوه کړ، که چيرته يوه اداره له ټکنالوژئ سمه ګټه اخيستنه په خپلو کړنلارو او قوانينو کې ځای کړي هر څوک يې کاروي ځکه هر څوک غواړي ښه کار وکړي او د دې ښه کار لپاره به د هرې وسيلې ګټه اخلي.
پر قوانينو د ټکنالوژئ غښتلتيا د کوچنيو ادارو لپاره آسانه ده او په ګړنديوالي سره کولای شي چې ټکنالوژي استعمال ته قانوني او اپراتيفي چوکاټ برابر کړي، د دولت لپاره ممکن دا چاره يو څه اوږدمهاله واوسي خو کولای شي چې ټکنالوژي استعمال ته قانوني چوکاټ ورکړي، او وکولای شي د ډيرو اضافي لګښتونو او ځنډونو مخه ونيسي.
هر هغه څه چې د قانون په چوکاټ کې نه وي، د هغې د بې قانونه استعمال مخه نشي نيول کيدای ځکه تاسې له چا نشئ پوښتلای چې څه ډول يې وکاروي، ښه استعمال د قانوني استعمال په معنا نه دی، نو ځکه مخکې لدې چې يوه اداره او په ځانګړي ډول دولتي ادارې د ټکنالوژئ د ترويج چيغې ووهي بهتره ده قانوني چوکاټ او لارښود ورته برابر کړي، ځکه قانون جوړول د دولت لومړنئ دنده ده ټکنالوژي که هغه وغواړي يا نه ترويجيږي.
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ