پر فيسبوک د مخابراتو وزير وايي چې نه پوهيږي امريکا سفارت ټليفونونه ثبتوي يا نه، خو دلته لدې څخه څوک دا پوښتنه نه کوي چې کله د همدې مخابراتي شبکو هره لاسته راوړنه په خپل نامه ثبتوی نو هغه وخت ولې ترې ځان نه خبروی، ټليفون که ثبتيږي يا نه دا د شرکتونو ستونزه نه ده هغه خپلې پيسې راغونډوي خو دا د ولس او دولت لپاره جدي سر دردی جوړولی شي.
په افغانستان کې د مخابراتو پرمختګ يو د برياليتوب له بيلګو څخه ګڼل کيږي، او که ګاونډ هېوادونو ته وګورو نو رښتيا هم مخابراتو په ځانګړي ډول ګرځنده ټليفونونو په ولس کې ډېر ترويج کړی دی، خو د دې ترويج لاملونه د دولت کمال نه وو بلکې د بديلونو نه شتون او چاپيريالي محدوديتونه وو.
په افغانستان کې د ټليفون منظم سيسټم نشته، سيم لرونکي ټليفونونو زيربناوې له لومړئ څخه کمې وې او جګړو دا هر څه نور هم تباه کړل نو ورسره کله چې مخابراتي شبکې راغلی دلته يې يو ښه بازار ولره، ورسره ولس ځوان دی او څيړنو ښودلی چې ځوانان د بدلون او نوي شي قبلولو سره ډيره مينه لري، همدا او داسې نور لاملونه د دې باعث شو چې بې سيمه مخابرات وده وکړي، ورسره په سياسي لحاظ ولس وهڅول شو چې د دولت له چوکاټه بهر مخابراتي خدمتونه وکاروي، تر څو په آسانه وڅارل شي، چې په نتيجه کې يې په عمدي يا غير عمدي توګه د دولت مخابراتي زيربناوې تر اوسه نسبتاً ضعيفه وساتل شوي، او غير دولتي زيربناوو وده وکړه او نن نږدې هر وګړی دوه درې سيمکارډونه او ټليفونونه لري.
نن که موږ د مخابراتو پرمختګ وينو نو تر ډېره د شخصي مخابراتي شرکتونو او بهرنيانو پټ سياسي ملاتړ برکت دی، لکه څرنګه چې تجاربو ښودلی استعمار د هر هېواد نيولو سره د هغوی مالي/ اقتصادي چارې تر خپل واک لاندې راولي، همداسې له موږ سره هم زموږ بانکي سيسټم ډير منظمه شو تر څو له هېواده هره تلونکي او راتلونکي افغانئ او ليږدوونکی او رانيوونکی يې وڅارل شي، ورسره مخابراتي شرکتونه او خدمتونه هم په جدي توګه څارنی لاندی راغلل او داسې ډير شواهد شته چې مخابراتي مکالمې د دولت له پوهې سره ثبتيدی او نن که ويکي ليکس دا ادعا کوي نو لدې څخه خو د مخابراتي سکتور ډير مسلکيان له اوله خبر وو، او سپين سترګي يې لا پدې چې د مخابراتو وزارت وياند په څرګنده توګه په ټلويزون کې وايي چې موږ د انګلستان او امريکا مخه نشو نيولای چې زموږ مکالمې يا ټليفونونه ثبت کړي، لږ تر لږه کې ريښتونې هڅه وشي هيڅ ستونزه نه ده چې مخه يې ونيولای شي او که نه پوهيږي يا ترې خبر نه وي نو بيا دې هغه چا ته دا چاره پريږدي چې پرې پوهيږي.
نن که زموږ مخابرات پرمختګ کوي نو د هغې اساسي دليل سياسي لوبغاړو وغوښتل چې هر وګړي ته د څارنی يوه وسيله ورکړي، نن زموږ وزير پدې نه پوهيږي چې زموږ ټليفونونه ثبتيږي يا نه، ورسره زموږ انټرنېټي ارتباطات څارل کيږي (هغه اړيکه چې افغان ټليکام يې ويشي) آن پاکستان يې هم څاري او ځيني وختونه چې يوه ویبپاڼه هلته بنده وي پر موږ يې هم بندوي، او هغوی چې د سټيلايټ او نورو لارو په هېواد کې انټرنيټ ويشي هغه نه د دولت قوانين مني او نه يې فلټرونه پرې عملي دي، بلکې هغه هېواد څخه چې دوی (انټرنيټ برابروونکي) ترې اړيکه اخيستی د هغوی فلټرونه او قوانين پرې عملی کيږي.
زموږ مخابراتي سيسټم وښو او مرخيړو ته ورته وده وکړه، يعنې هر چيرې په ګړنديوالي سره راوختل، خو د وښو بوټي په توګه يې هيڅکله منظمه وده ونه کړه، او نه يې د ملا تير پيدا کړ، ځکه اړونده قانوني چوکاټ، فزيکي آسانتياوې، ماهر کاري ځواک، دولتي ملاتړ او نورې لارې چارې ورته تر اوسه برابرې نه شوی او په نږدې راتلونکې کې يې هم د برابريدو څرک نه لګيږي.
دولت تر اوسه ولس لپاره د مخابراتي خدمتونو کارولو قانون نه لري، سره لدې چې شرکتونو ته يې د کار اجازه ورکړې ورسره هغه مواد چې واردوي پر هغې ماليه اخلي چې هغه هم د قانون له مخې نه ده بلکه هر مورد لپاره بيل لارښودونه عملي کيږي، خو لدې هر څه مهم د دې خدمتونو کاروونکي د خوندتيا هيڅ قانون نشته، که زما له دې شرکت سره ستونزه پيدا شي، لکه زما محرمه مکالمه ثبت کړي، مالي زيان راورسوي، يو دم خدمت راباندې بند کړي، زما شخصي معلومات چا ته ورکړي، يا داسې نورې ډيرې بيلګې نو پدې صورت کې زه چا ته ورشم او کومې محکمې ته دوی د کوم قانون له مخې راوغواړم او څنګه يې ثابت کړم.
هر خدمت برابرولو لپاره د مخابراتو شرکت خپلې فزيکي زيربناوې جوړوي، له انټن نيولي تر ځمکې او اړونده سيم غځولو لپاره هر څه دوی پخپله کوي، هر شرکت خپل انټنونه نصبوي، که دولت جدي وای نو کولای شو چې څو شرکتونه يو انټن کارولو ته وهڅوي نه لکه اوس چې فکر کوې افغانستان انټنونه کرلي دي هرې ټليفوني، انټرنېټي او نورو شرکتونو خپل فزيکي چاپيريال جوړ کړی دی، ورسره د دې انټنونو نصبولو لپاره به لومړی شخصي ځمکه پيدا کوی بيا به اداره په اداره ګرځې تر څو اجازې تر لاسه کړې، او د دې ټولو ساتنه هم د شرکتونو په غاړه ده، په زړه پورې يې داده کله چې دا انټنونو د دښمنانو له لورې راچپه کيږي نو دولت يې د مخابراتي شرکت مسؤليت ګڼي خو کله چې د مخابراتی خدمتونو پرمختګ موضوع راشي نو همدا چارواکي په هر کنفرانس کې د دې يادونه کوي چې موږ دومره ځمکه د سټيشنونو د پوښښ لاندې راوستې ده.
کله چې موږ د مخابراتو په اړه غږيږو نو دلته د زيربناوو، خدمت، قوانينو او څارنې موضوع راځي، د زيربناوو جوړول د دولت کار دی هغه ځکه چې شرکت به نن وي سبا به نه، هغوی ګټې پسې ګرځي او کله چې دولت زيربنا جوړه کړي نو دا باوري کوي چې ټول ترې مساوي ګټه واخلي او دولت ته يې ماليه پاتې شي د مخابراتو زيربناوې اوس هم ډيرې محدودې دي د فايبرآپټيک مزی دی چې هره ورځ ترې يادونه کيږي خو په اونئ کې هره دوهمه ورځ خراب وي يا په تورخم کې چا پرې کړې وي او يا له سيلاب سره بهيدلې وي.
د خدمتونو وړاندې کول د شخصي شرکتونو کار دی، او دا يو له هغو ساحو څخه ده چې جدي څارنې ته اړتيا لري، موږ د مخابراتو پراخه خدمتونه لرو خو کيفيت او بيې جدي ستونزې لري، کيفيت يې خراب او بيې يې لوړې دي، د کيفيت ساتلو لپاره نړيوال قوانين شته چې د هغې په رڼا کې څارونکې ادارې دا تضمينوي چې مخابراتي شرکت پر خپلو وسايلو بې ځايه بار وانه چوي او هر مشتري ته لوړ کيفيت وړاندې کړي، ورسره بيې ځکه لوړې دي چې دې شرکتونو د دولت د بې کفايتئ له برکته له ځان څخه مافيا جوړه کړې او هر کله چې د يو غوږونه تاو کړې نو ټول رابرګ شي د بيو يو مصنوعي لوړوالې په بازار کې شته چې اساسي دليل يې دولت ونشو کړای د مخابراتو لپاره داسې بديل راوړاندې کړي چې دا شرکتونه پرې وننګوي.
د مخابراتو پدې څلورو چارو کې چې موږ ترې يادونه وکړه، زيربناوې، قوانين او څارنه يوازې او يوازې د دولت کار دی، غښتلې قانوني چوکاټ بايد واوسي چې د دې شرکتونو او کاروونکو چارې پرې وڅارل شي، موږ پدې درې واړو چارو کې له جدي ننګونو سره مخ يو، مخابرات او ټکنالوژي چې کولای شي هېواد لپاره د ګټې او پرمختګ يوه ډيره ښه زيرمه واوسي د ناقصو کړنلارو او مبهمو قوانينو له کبله له رکود او يو ډول دريدلي حالت سره مخ دی، موږ يوې جدي او غښتلې هڅې ته اړتيا لرو تر څو وکولای شو د ټکنالوژي سکتور په پښو ودروو او ځوان نسل ته د دندې او ګټې يوه دوامداره سرچينه رامنځ ته کړو.
پدې لسو کلونو کې تعليمي ادارو لوړه شمېره فارغين ورکړل، د دې فارغينو تعليمي سويې باره کې به بل وخت وغږيږو، خو پراخه شمېره باسواده يې ټولنې ته وړاندې کړل، چې په هغې کې د کمپيوټر ساينس او معلوماتي ټکنالوژئ فارغين هم شامل دي. ځيني سکتورونه تخصصي کاري ځواک غواړي چې په هغې کې مخابراتي سکتور هم شامل دی. لدې پوهنتونونو فارغيدونکي ځوانان تر ډېره پر کمپيوټري ټکنالوژئ بلد وي خو زما تر پوهې تر اوسه موږ د مخابراتي يا ټليکام سکتور ډير محدود کاري ځواک لرو، او که تاسې واياست چې د کاري ځواک روزل ولې بايد د مخابراتو وزارت مسؤليت واوسي نو بايد د مخابراتو انسټيټوټ وتړي که نه نو بايد له ټولو پوهنتونونو يا اړونده ادارو سره د بازار له اړتياوو سره سم تعليمي نصاب په برابرولو کې تخنيکي مرسته وکړي يا لږ تر لږه يې وڅاري.
په عمومي توګه د مخابراتو پرمختګ د دولت زحمتونو يا کړنلارو برکت نه دی بلکه سياسي او ټولنيز چاپيريال دا زمينه برابره کړه چې دا شرکتونه راشي او ښاماران ترې جوړ شي دلته که دولت وای يا نه دا کار شونې وو، آن د طالبانو په وخت کې هم ځيني شرکتونو فعاليت لپاره هڅه کوله او که چيرې د امريکا غوبل نه وو راغلې نو امکان يې هم ډير وو چې په هماغه رژيم کې کار پیل کړي. دلته اساسي ستونزه داده هغه څه چې د شرکتونو کار دی د هغې خپلولو لپاره دولت او په ځانګړي ډول مخابراتو وزير بډې رانغاړلی او لالهانده دی خو خپل کار ترې پاتې او په خپلو چارو کې ناکام دی او هر څومره چې دا ناکامي او وروسته والی دوام مومي همدومره زموږ زيربناوې ژوبلې او د ټکنالوژئ پرمختګ سفر مو ټکنده کيږي.
ټولي:Telecom مخابرات
ځواب دلته پرېږدئ