داسې انګيرل کيږي چې تير حکومت په تيره لسيزه کې د معلوماتي ټکنالوژئ په ساحه کې پراخه پرمختګونه کړي دي او حکومت په دوامداره توګه هڅه وکړه چې همدا تصور د ولس په وړاندې وساتي پداسې حال کې چې پرمختګونه په پريکنده توګه شخصي سکتور او په ځانګړي ډول مخابراتي شرکتونو د خپلې ګټې او پانګونې پر بنسټ وکړل خو حکومت په ځانګړي ډول د مخابراتو وزارت چارواکو دوامداره هڅه وه چې دا هر څه په خپل نامه ثبت کړي.
سره لدې چې افغانستان د بې سيمه ټليفون د ترويج په ساحه بې ساري توګه پراخه کړه او آن د سيمې هېوادونو په پرتله موږ بې سيمه ټليفون ته پراخه لاسرسی لرو، خو ورسره په عمومي توګه د ټکنالوژئ سکتور د حکومت د ناقصو کړنلارو، ناپوهئ او لرليد نه شتون له کبله په ځای ولاړ او رکود سره مخ دی.
بيلابيلو څيړنو ښودلې چې د معلوماتي ټکنالوژئ پرمختګ په پريکنده توګه پر زيربناوو ولاړ دی او د زيربناوو جوړول د حکومتونو کار دی، په تيره لسيزه کې يوازې همدومره پرمختګ وشو څومره چې د زيربناوو نه شتون له کبله شونی وو، او شخصي سکتور يې توان درلود، لدې وړاندې تګ غښتلېو زيربناوو او کاري ځواک ته اړتيا لري.
پدې ليکنه کې هڅه شوې ځينې هغه ساحې په ګوته شي چې ممکن د معلوماتي ټکنالوژئ او مخابراتو دوامداره پرمختګ کې مرسته وکړي او وکولای شي ريښتونې او آزاد پر سالمې سيالئ ولاړ بازار رامنځ ته کړي چې د هر چا ګټې او استعدادونه پکې خوندي وي.
قانوني چوکاټ:
افغانستان تر اوسه د ټکنالوژئ عملي قانون نه لري داسې څه چې د ټکنالوژئ اړونده چارې تر پوښښ لاندې راولي، سره لدې چې د ټکنالوژي اړونده موارد په هېواد کې پراخه استعمال لري خو تر اوسه حکومت ونشو کړای داسې قانوني چوکاټ برابر کړي چې د خدمت کاروونکي او برابروونکي دواړو حقوق وساتي.
د نوي حکومت رامنځ ته کوونکي سياسي جوړجاړي يو کليدي ټکې د الکټرونيکي تذکرو ويشل وو خو دا پروژه د ضعيفه مديريت او سمو اړتياوو نه معلومولو او پيژندلو له کبله له ډيرو ننګونو سره مخ ده چې په هغې کې د اړونده قانوني چوکاټ نه شتون هم شامل دی، هغه څه چې پارلمان د تذکرې قانون په نامه تير کړي هغه يوازې د نفوس احوال ثبتولو کړنلارې او لارښودونه دي چې د نفوس احوال پخواني قانون سره ضميمه کيږي، پدې قانون کې د ټکنالوژئ اړونده موارد د نش برابر دي.
سره لدې چې نوې تذکرې ويشل به ولس او هم حکومت ته د آسانئ ډير زيري راوړي او د هېواد په پرمختګ او ټولنيز خدمتونو برابرولو کې به کليدي رول ولري خو ورسره د ولس پراخه احوال به د څو محدودو دولتي چارواکو په لاس کې ورکړي، چې دلته د قانون نشتون او کمزوری چوکاټ د دې احوالو ناوړه استعمال جدي ننګونه رامنځته کولای شي.
کله چې موږ له ټکنالوژئ يادونه کوو نو دلته معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي دواړه ياديږي، او د قانون نشتون دواړه ساحې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي، سره لدې چې حکومت د مخابراتو لپاره ځينې لارښودونه لکه په روغتونونو يا ښوونځيو کې د انټنونو نه نصبول، او نور خپاره کړي دي خو دا يوازې لارښودونه دي چې نشي کولای د قانون ځای ونيسي.
ستراتيژي:
دولت تر اوسه ټکنالوژئ لپاره اغېزمنه ستراتيژي نه لري، سره لدې چې څو ځل هڅه وشوه چې دې پرمختګ ته يو ستراتيژيک لورې ورکړي خو تر اوسه ونه توانيده د يو لرليد پر بنسټ يو لوري ته حرکت ورکړي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ وزارت د دولت د ټکنالوژئ مخکښ په توګه د ستراتيژئ جوړولو مسؤل دی، خو څرنګه چې دا يو عمودي او افقي وسيله ده يعنې ټکنالوژي ټول کاروي او يوازې يوه اداره آن يوازې دولت نشي کولای چې په کلي توګه ټکنالوژي وړ او ټکنالوژي هوښيار چاری او ستراتيژئ عملي کړي، نو لدې کبله فکر کوم سره لدې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژئ وزرات پدې اړه خپلې هڅې وکړې خو د دولت لوړ پوړو چارواکو په ځانګړي توګه ولسمشرئ ماڼئ هغه ملاتړ برابر نشو کړای چې داسې يو مسلک ورته اړتيا وي، د نوي حکومت لپاره به دا يو ښه فرصت وي د دولت تر ټولو لوړ اجرايوي مقام څخه د ټکنالوژئ ترويج وهڅول شي، ښاغلي اشرف غني څو ځل د ټکنالوژئ په ملاتړ ويناوې کړې او ځوانان يې هڅولي دي هيله ده چې د ولسمشر په توګه وکولای شي د خپل دفتر اغېز پدې چاره کې وکاروي، او موږ وکولای شو د ټکنالوژئ ترويج او دولتي چارو کې د ښه استعمال لپاره روښانه ستراتيژي ولرو، ورسره ټليکام او ټکنالوژي سکتور په افغانستان کې يو تر ټولو غښتلې او منظم سکتور دی، دوی هم کولای شي چې دولت سره پدې چاره کې همغږي شي.
کاروونکو خوندتيا:
ټکنالوژئ خدمتونو ډېره ګړندئ وده وکړه، خو لکه چې مو يادونه وکړه ورته ډول ورسره قوانينو او لارښودونو وده ونه کړه چې له کبله يې د کاروونکو خوندتيا لپاره منظم ميکانزمونه رامنځ ته نه شول، نن د افغانستان د ټکنالوژئ کاروونکې تر ټولو ژوبل دی، مهمه نه ده چې دا شخصي استعمالوونکی وي يا دفتري، ټکنالوژي يو خدمت دی او د خدمت په ډول وړاندې کيږي هغوی چې لدې خدمتونو ګټه اخلي روښانه واحدونه نه لري، لکه ټول د مخابراتو له ټيټ کيفيت سر ټکوي، يا د افغان ټليکام انټرنېټ چې کله دې پکار وي کار نه کوي، دا ټول او داسې نورې بيلګې روښانه ميکانيزمونو ته اړتيا لري چې کاروونکي او برابروونکي دواړو ګټې پکې خوندي وي.
ظرفيتونو لوړوالې:
افغانستان په نړئ کې يو تر ټولو کم کاري ځواک لري، د هېوادونو اقتصادي پرمختګونو په واحداتو کې د دريم پوړ (له ثانوي ښوونځي لوړ) تعليم هم ارزول کيږي آن دا کتل کيږي چې په هېواد کې څومره دوکتورا لرونکي لرو، ورسره د ځانګړي مسلک خلک کتل کيږي، د ټکنالوژئ مسلک پوهه او مهارت خرڅوي، د نن ټکنالوژي پر خدمت ولاړه ده د فزيکي توکو جوړولو وخت تير دی ځکه له چين سره به يې هيڅوک ونشي وهلې او نه بندر ته لار لرو، زموږ د ټکنالوژئ پرمختګ د خدمتونو برابرولو په ساحه کې دی، او دولت بايد هڅه وکړي چې دلته ظرفيتونه لوړ کړي.
تر اوسه د ظرفيتونو لوړولو هڅې څه دومره ګټورې تمامې نشوې او نتیجه يې د بحث وړ ده، تر اوسه د ټکنالوژئ مشران مخصوصاً دولتي چارواکي هغه لرليد او مهارتونه نه لري چې داسې يو سکتور ته چې په ګړنديتوب سره بدليږي یو لورې ورکړي، مناسب ظرفيتونو لوړولو ته بايد جدي پاملرنه وشي.
ټکنالوژئ ګڼوالی، محلي پرمختګ:
په افغانستان کې تجارتي ټکنالوژئ پرمختګ کړی يعنې هغه وسايل يا خدمتونه چې شاته يې لویې څوميليارد ډالره شرکتونه ولاړ دي، لکه د مايکروسوفټ پيداوار او نور پراخه کاروونکي لري او هېواد ترې ډک دی، چې اساسي دليل يې د هغې شرکتونو غښتلې او بريالی بازار موندنې ستراتيژئ او مهارتونه دي.
لدې سره هغه تجارتي ټکنالوژي چې دلته کاريږي اکثره پروګرامونه يې غير قانوني شکل لري يعنې د جوړوونکي له اجازې پرته کاريږي، په شخصي استعمال کې ممکن څه ستونزه نه وي، خو دولتي او رسمي استعمال لپاره بايد له جوړوونکي اجازه/لايسنس واخيستل شي چې ډيره ګرانه تماميږي، او څرنګه چې افغانستان د WTO غړی دی نو ځکه مجبور دی چې دا اجازې راونيسي.
د دې چارې يوازينې اوږدمهاله حل محلی ټکنالوژي خدمتونو پياوړي کول دي، په ځانګړي ډول د سوفټويرو (پروګرامونو) جوړولو پر ساحه تمرکز دی، چې اوسمهال دا چاره په صفر کې ضرب ده.
مناسب تعليمي نصاب:
داسې يو مسلک چې د يو پيداوار نسل ټول ژوند يې له دوو کالو کم وي او هره ورځ په زرګونو ويبپاڼې، او هره مياشت نوي ټليفونونه او پيداوار بازار ته وړاندې کوي همداسې نوي او د بازار پر اړتياوو ولاړ تعليمي نصاب ته اړتيا لري، په دولتي پوهنتونونو کې تر اوسه کوبول او بيسيک تدريسيږي چې د ۱۹۹۰ د زمانې وسيلې دي او شخصي پوهنتونه پر پريزنټشنونو قاريان فارغوي، دلته يو نوي او پر اړتياوو ولاړ تعليمي نصاب ته اړتيا ده چې د کاروبارونو او دولت له اړتيا سره سم د مناسب مسلک فارغين ورکړي چې هم دوی ته د کار زمينه وي او هم تجارتونو ته ماهر کاري ځواک ارزانه او پريمانه موجود وي.
فساد او اقربا پرورئ مخنيوې:
پدې کې به څه نه وايم، دې خو ټول وطن بدنامه او غرق کړ، د ټکنالوژئ پروژې او ساحه هم له اقربا پرورئ او فساده خالي نه ده، اکثره استخدامونه د يوې خاصې ډلې له خوا کيږي يا لږ تر لږ د هغوی ملاتړ ورسره وي، داسې ډيرې ادارې به وګورې چې نږدې خپلوان په يوه رياست کې کار کوي، دا چاره په هر مسلک کې زيانمنه ده خو ټکنالوژي چې پر لوړ تخنيکي مهارت او نوې پوهه ولاړه ده زيانونه يې څو چنده لوړ وي.
ورسره داسې ډيرې بيلګې شته چې ډېرې حياتي پروژې پر خپلوئ او فساد ورکړل شوي چې پايله يې ډيره ناقصه او هماغه پروژه له سره اعلان يا ناکامئ سره مخ شوې ده.
اوسنی ولسمشر د هېواد په پرمختګ او اقتصادي وده کې د ټکنالوژئ په ونډه ډېر ښه پوهيږي او په څو ويناوو کې يې د هغې ارزښت روښانه کړې دی، بهتره به وي چې اوس د ټکنالوژئ او مخابراتو پر دوامداره پرمختګ تمرکز وشي او داسې زيربناوې برابرې کړي چې وکولای شي زموږ ځوان نسل او د ټکنالوژئ مسلکيان د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې پراخه ونډه واخيستلای شي.
ټولي:Technology ټکنالوژي
ځواب دلته پرېږدئ