نن د خلکو ځوابونه ګړندي وي، ډيرو غونډو کې برخه اخلي، هر ډول معلوماتو ته لاسرسی لري او د خپلو ټکنالوژئ وسيلو له کبله هر وخت حاضر وي، خو بيا هم ورسره دا احساس وي چې مصروفيت يې ګټور نه دی، پرمفهومه او معنا داره پرمختګ نه کړي.
زموږ فعاليتونه او مصروفيتونه ورځې تر بلې ډيريږي، خو اغيزمنتيا او ارزښت مو پر همدغه اندازه نه لوړيږي.
د مصروفیت دود
د نن زمانې کاري دود فعاليت هڅوي، د ګړندي ځواب غواړي، له هر چا هر څه غواړي او دا تمه وي چې تل بايد د لاسرسئ وړ او حاضر وی.
لکه پيغام يا بريښناليک راغی، نو دې ته به نه ګوری چې څه وخت دی، چيرې ياست، بايد سمدلاسه يې ځواب کړئ، تمه دا وي چې يوازې دوه دقيقې وخت نيسي، د يو پيغام ځوابول به څه وي. هرې دوهمې خبرې لپاره جلسې/غونډې دايريږي او هغه خبره چې پر دوو نفرو حليږي هغې لپاره يې لس کينولې وي.
هر څه مستنديږي، هره ورځ راپورونه ليکلې او ليږل کيږي، خو پریکړې بيا هم نه وي. او لدې هر څه سره بيا د ټولنيزو شبکو او ټليفونونو غږونه او پيغامونه وي، چې خلک له دې هر څه وزګار شي، نو بيا له دوی سره مصروف وي.
موږ مصروفيت پر کار اړولی دی، فکر کوو چې مصروفه شخص ګټور شخص دی.

ټکنالوژي مصروفيت ډيروي، خو ضرور نه ده چې د شخص ګټورتيا هم لوړه کړي
د ټکنالوژيو له کبله اړيکې آسانه شوي دي، هر چا سره هر وخت اړيکه نيولای شئ، د لاسرسئ سرعت ښه شو، ژوند پر سمدلاسه ځواب واوښتو، پوښتنه لرئ، سمدلاسه يې آنلاين موندلای شئ، يا يې پر يوه زنګ يا پيغام حلولای شئ.
خو، همدا ټکنالوژي بيا د بې ځايه اخلال او پریکون سبب ګرځي، خلک ژور فکر او پاملرنې ته نه پریږدي، کارونه سرسري شو، ځکه چې فکر نه وي نو هلته مهم بیا د کار خلاصول دي، نه دا چې کار څرنګه دی. ورسره خلکو په يوه وخت کې څو سرونه خيشته کړي وي، په دوامداره توګه د چارو تر منځ اوړي رااوړي.
د ډيرو خلکو ورځ پر حاضرئ او ځوابولو تيريږي، نه دا چې يوه ګټوره چاره سر ته ورسوي.
ادارې پخپله د خپلې نااهلئ سبب ګرځي
کاروبارونه/ ادارې غواړي چې خلک يې دوامداره بوخت وي، بې ځايه يې د هرې چارې تائيد/منظورئ لپاره پروسيجرونه رامنځ ته کړي وي، هرې کوچنۍ خبرې لپاره غونډې دايريږي، خلکو ته اختيارات او د پریکړې واک نه ورکول کيږي، لومړيتوبونه ورک وي او په هره معنا او طريقه د فردي ابتکار مخه نيول کيږي او هر څه لپاره د همغږئ بحثونه وي.
له کارکوونکو تمه وي چې د سيسټم او پروسو په منځ کې کار وکړي، هغوی سره همغږي ورته د خپل کار له ارزښته مهمه وي. ښه کارکوونکی هغه وي چې پر اصولو برابر وي، نه داسې څوک چې ګټور او باارزښته کار وکړي.
چې له کبله يې مصروفيت خپل قدر پيدا کوي، هغوی چې دوامداره مصروفه وي، فکر کوي مهم دي، ادارې ته ګټور او ارزښتمن دي، او ورسره لدې لارې ځان هم له ستونزمن او ډوب کار څخه ساتي، چې خبره سخته شي، فوري ځواب يې وي چې بيګا هم تر ناوخته ناست وم، هیڅ فکر ته نه وزګاريږم.
ځينې وخت دا مصروفيت شخص ته حسي او رواني ارامتيا ورکوي، چې که چيرې ګټور کار نه کړم، دوامداره خو مصروف يم.
ډوب او ارزښتمن کار مخ په کميدو دی
د نن زمانې کاري چاپيريال کې ډوب او دوامداره کار کم دی، خلک له ځان سره د فکر او ارزونې وخت نه لري، او دې ته نه ګوري چې کال دوه وروسته به د دې کار له کبله چيرې وم، يوازې نن ورځ تيره کړه، سبا سره به سبا ګورو.
ګټور او ارزښتمن کار عموماً تمرکز، ژورتيا او څرګندتيا غواړي، يعنې داسې يو ځای چې خپل فکر ته وزګار اوسئ، پر شتو موضوعاتو او ننګونو ژور او ډوب فکر وکړئ، او د څرګندتيا او روښانتيا سبب شي، چې زه او اداره مې چيرې روان يو او څرنګه هلته ورسيږو.
د ګټورتيا او مصروفيت تر منځ
له دوامداره بوختيا/مصروفيت څخه هدف هر وخت هر پيغام ته ځواب ورکول دي، هرې غونډې ته حاضريدل دي، په يوه وخت کې څو کاره پر مخ وړل دي او هر څه ته غبرګون يا پکې نظر ورکول دي.
خو، ګټورتيا د ستونزو او ننګونو د حل پر معنا ده، په يو څه کې پر اغيزمنه توګه برخه اخيستنه ده، د چارو ختمول او سر ته رسول دي او د يوه نوي محصول، خدمت يا نتيجې رامنځ ته کول دي.
د مشرئ مسؤليت
خلک د مشر سلوک تعقيبوي، که يو څوک هر څومره ځان بې ازاره وبولي، بيا هم يې ملاتړي د هغه هر عمل او کړه وړه څاري او هغه تعقيبوي.
مشران ځينې وخت په غير شعوري توګه د منډې دود رامنځ ته کوي، يعنې هر څه بايد فوراً حل شي، څوک ژور کار ته نه پریږدي په دوامداره توګه هر څه اخلاليږي، د هرې خبرې راپور او سند غوښتل کيږي او ورسره دوامداره جلسې وي.
ادارې د مشر سلوک خپلوي.
څه کولای شو؟
سره لدې چې دا ننګونې دوامداره شکل لري، خو لانديني وړانديزونه ګټور دي:
- له بې ځايه غونډو څخه بايد ډډه وشي، هر څومره چې امکان وي، فردي خپلواکي وهڅوئ او د مشورې او پریکړې دود رامنځ ته کړئ.
- متمرکز او ډوب کار هڅه بايد وشي، ورته وخت وټاکل شي، داسې کار چې شخص پکې ورک شي، او اخيره کې يوه لاسته راوړنه، نوې فکر او ابتکار ولري.
- نتيجې او لاسته راوړنې بايد له حاضرئ او ځان ښودنې مهم وي، ضرور نه ده چې هره غونډه کې دې هر څوک حاضر وي.
- د تمرکز خنډونو مخه ونيسئ، هر څومره چې مو په کار کې خنډونه او اخلالات کم وي، کار به مو ښه وي.
- ګټور او پرمفهومه پرمختګ وارزوئ، داسې ميکانيزمونه رامنځ ته کړئ، چې له تاسې سره خپلو اهدافو ته په ګټوره توګه رسيدو کې مرسته وکړي.
د نن کاري چاپيريال خوځښت او حرکت هڅوي، خو دې ته نه ګوري چې پر کومه روان ياست، خلک په دوامداره توګه په اړيکه کې وي، خو ډيرې خبرې تکراري وي، فعاليت ډير خو پرمختګ سست وي.
هر مصروفيت ګټور نه دی، ضرور نه ده يو څوک چې په دوامداره توګه بوخت او تر نيمې شپې په دفتر کې مصروفه وي، هغه دې په هماغه اندازه ادارې او کار ته هم ګټور او ارزښتمن وي.
ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply