دا بحث به مو څومره اوريدلی وي که زه د هغې په ځای وای ما به هېواد ته څومره خدمت کړی وای، يا که ما سره دومره پيسې وای دا کاروبار به مې کړې وای يا که ستا په څېر مهارتونه ما درلودای زه به اوس چېرې ناست وای، او همداسې ډېرې نورې بيلګې چې يو شخص خپله لټي او ناکامي په يوه نه موجود څيز وراچوي.
زموږ فولکلور له ډېرو داسې کيسو ډک دی چې هما يا تخيلي عقاب راغی او په سر يې ورته د بادشاهئ تاج کيښود، او هغه ډېر باانصافه او ښه باچا شو، يا په لاره روان وو يا يې پټي کې بيلچه وهله او خزانه يې وموندله، يا د علي بابا کيسه او نورې داسې په زرګونو کيسې شته چې خلکو ته دا ښيي چې تياره مړئ درته له آسمانه راغورځيږي په تمه يې کينه او د بل د ژوند ښه والي هوس کوه.
د انسان د ژوند آراموالي او بډاينه پر زيار او زحمت ولاړه ده، ژوند په يوه ورځ نه ښه کيږي او نه خرابيږي، دا يوې دوامدارې هڅې او هاند پايله ده چې انسان يې په خپل ژوند کې ويني، برياليتوب، هوساينه او پرمختګ د يوې ورځ سفر نه دی بلکه دوامداره مزل دی چې د يو لوړ هدف په لور وي خو په لاره کې کوچنئ برياوې ورسره مل وي.
بيلابيلو څيړنو ښودلې هغوی چې لاټري (قرعه کشي/پچه اچونه) يې ګټلې ۷۰ فيصده يې په لومړيو پنځو کلونو او دا فيصدي لوړيږي او له ۸۰٪ تر ۹۰٪ ګټونکي يې په لسو کلونو کې بيرته هملته ولاړ وي په کوم ځای کې يې چې لاټري ګټلې وه، يعنې ټولې ګټلې پيسې يې بيرته له لاسه ورکړې وي، خو ژوند يې له لومړې ډېر بد وي ځکه چې د مالدارئ خوند يې ليدلې وي او اکثريت يې له رواني ستونزو رنځ وړي، يعنې پيسه په آسانه راغلی او په آسانه لاړی.
پيسه او د ژوند آراموالی نسبتي دې، په نړئ که به تل داسې خلک وي چې له شخصه به مالداره وي او تل به داسې نور وي چې موږ فکر کوو ژوند يې آرامه دی، د بل ژوند تل انسان ته آسانه او آرامه ښکاري، او دا يو له اساسي دلايلو څخه دی چې د نړۍ پراخه فيصدي خلک د غرب او پرمختلليو هېوادونو په لور د خپل ژوند او مال په بيه د آرام او هوسا ژوند په تمه ځغلي.
دا ولې، راځئ چې يو څه دلايل يې وڅيړو!!
غېر ريښتوني توقعات؛ لومړی نه پوهيږي چې څه غواړي هوساينه خو د څه په بيه يا له هوساينې يې هدف څه دی، شهرت هغه خو د ټلويزون خبريالان له ټولو مشهور وي خو يوازې ډېره محدوده شمېره يې آرامه يا مالداره وي، پيسه، زموږ په هېواد کې قوماندانانو، لوټمارانو، دولتي غلو او داسې نورو ډېرو له هرې روا ناروا وګټلې څومره به دې ته زړه ښه کړي چې د پيسو ګټلو لپاره همدا لاره ونيسي، آرامه/ پرسکونه ژوند، ژوند خو په ځنګله يا يوه ليرې پرته سيمه کې پرسکونه وي هیڅ غږ غوږ نه وي ټول کلی پيژنې خو څومره خلک ښار پريږدي او هلته ځي. تر ټولو وړاندې بايد شخص پوه شي چې څه غواړي.
ناپوهي، د بل له حاله ناخبري، اکثره خلک د بل د ژوند له ښو خبر وي، خو دا نه ګوري هغه ځای ته رسيدو لپاره له څومره ستونزو تير شوي دي، ولسمشر، وزير، پيسه دارو تجارانو او نورو ټولو ژوند تل پوړ په پوړ لوړ شوی دی، داسې بې شمېره شواهد شته چې همدا تجاران چې نن يې په هېواد کې لوی بانکونه او نومونه دي يوه وخت د سرک په غاړه خوراکي او نور توکي خرڅول، يا پاک ريښتوني سياستمداران چې د خپلې نظريې او خدمت لپاره د خپل ژوند له تهدید سره مخ وو، هغه تهديدونه يې تير کړل او نن د هماغې نظريې عمل لپاره وسايل لري.
نه قناعت، ډېر داسې خلک وي چې په هيڅ نه قانع کيږي، خوښي، قناعت او داسې نور ورته يو تخيلي څه وي، چې مړښت نه پيژني، د رحمان بابا په وينا خدای پيدا کړې سر دپاسه سر دی، انسان بايد پوه شي چې د جومات مانځه په توګه ستاسې سر به تل د وړاندې صف د پښو ځای ته برابريږي او امامت د هر چا په برخه نه وي، او د امام هم امام وي.
هدف نشتوالی، ژوند بې هدفه نه کيږي، انسان بايد پوه شي چې چيرې ځم او څومره وخت کې بايد هلته ورسيږم، دلته ځينې شيان دي هر څوک يې کوي لکه هر څوک خپل اولاد ښوونځي ته ليږي يا لږ تر لږه درکوي چې ښوونځي ته د اولاد ليږدول ښه دي، خو څومره چې ژوند مخکې ځي او پريکړې ستاسې پر اوږو راځي همدومره د ژوند ټاکنې سختيږي.
د انسان ژوند په کراره بدليږي، چې د هغې اساسي دليل له چاپيريال سره د شخص ذهني او فزيکي وړتيا برابرول دي، لکه څرنګه چې ماشوم ورو لوييږي او ورو ورو په خپل قدرتونو او توانونو پوهيږي، د خپلې خبرې په قدر او د ځان ارزښت درکوي، او پوهيږي چې څه وخت له خلکو د خواخوږئ څخه د درناوي په لور ولاړ شي، همداسې زموږ نور امکانات هم ورو ورو بدليږي، ډېر خلک به وي چې له پوهې او ظرفيت پرته ورته يو څه رسيږي خو ډېر ژر يې له لاسه ورکوي.
يو رسام له يوه پنسله څومره کار اخلي، ليکوال له قلمه کار اخلي، ولسي مشران له ويناوو/ خبرو کار اخلي، کمپيوټر کار له کمپيوټره کار اخلي، موټروان موټر چلوي، او همداسې نورې ډېرې بيلګې چې نږدې ټول ورته لاسرسی لري خو د ځينو مسلک او د ځينو د ساعتيرئ وسيلې دي، مهمه داده چې زه څه غواړم، وسيله چې هر څه وي پيدا کيږي شخص خپل هدف ته رسوي، خو مهمه داده چې خپله اړتيا بايد وپيژني.
دوکتورا، میراثي نوم، فزيکي توان، چوکئ، پيسه، وخت، مليت، کمپيوټري مهارتونه، ژبه او نور کولای شي ستاسې لپاره د برياليتوب يوه وسيله شي خو پخپله برياليتوب يا اخيري هدف نه دی دا هر څه کولای شي ستاسې په منډه کې مرستندوی واقع شي، تر هر څه مهمه داده چې شخص پوه شي زه څه غواړم، کله يې غواړم او څه کولای شي ما سره پدې هدف کې مرسته وکړي، تر ټولو ستونزمن اړخ يې پدې پوهيدل دي چې له ژونده څه غواړم هر کله چې موږ دا ځواب واخيست وسيلې بيشماره دي چې تاسې سره پدې هدف کې مرسته وکړي.
ټولي:Social
ځواب دلته پرېږدئ