(Five Deadly Communication Mistakes)
ښه مفاهمه يو ډېر کليدي مهارت دی، هم د ويناوال لپاره چې څرنګه وکولای شي خپله خبره په مناسه او احسنه توګه ورسوي او هم د اوريدونکي لپاره چې له فلترولو، جانبي کولو او ملامت پرته خبره واوري او درک يې کړي.
اکثره وختونه موږ يو کتاب خبرې وکړو، خو چې ګورو په اخيره کې هماغه خبره شي، چې ليلا نر وه که ښځه، مفهوم چې څرنګه بايد درک شي هغه ډول نه درکيږي او له ځان سره نور جانبي ستونزي زيږوي.
مفاهمه د اغېزې لپاره صورت نيسي او د اغېزې ښندلو تر ټولو لومړی شرط اعتبار دی، خو د اعتبار له لاسه ورکولو تر ټولو لوی دليل هم مفاهمه ده، د افهام او تفهيم ناقصه او کمزوري مهارتونه کولای شي شخص ته هم په مسلکي او هم په شخصي توګه ډېر زيان ورورسوي، او ورسره يې اعتبار هم خام کړي چې نشي کولای په ښه توګه يو څوک پوه کړي چې دا ترې څه غواړي.
که يو څوک نشي کولای چې په ښه توګه يې بيان کړي نو لدې په څرګنده توګه ښکاري چې نه پوهيږي څه غواړي، تر څو چې ستاسې اوريدونکی پوه نه شي چې تاسې څه غواړئ نو هغه به څه پوه شي چې څه وکړي.
مفاهمه يو زده کيدونکی مهارت دی چې په دوامداره توګه ښه کيږي، دلته زموږ بحث پر پنځو عمومي خطاوو دی چې اکثره مفاهمې زيانمنوي، ورسره يې ولې څيړو او په پای کې د مفاهمې درې مهم باورونه يادوو.
۱. د دقت او عجلې نشتون
کله چې مفاهمه صورت نيسي دقيق او د وخت چوکاټ نه لري، وايي چې که چيرې يو څه اندازه کيدونکی واحد او وخت قيد ونه لري نو په ريښتيا يې نه غواړئ. هر هغه څه چې غواړئ بايد اندازه کيدونکی واحد ولري، لکه درې پاڼې راپور غواړم، همداسې بايد د وخت قيد ورسره مل وي، درې پاڼې راپور نن دوه بجې غواړم، دلته مقابل لوری پوهيږي چې څه وکړي او کله يې تاسې ته درواستوي.
۲. پر مشخص او غوښتل کيدونکي سلوکونو نه تمرکز
څومره به مو اوريدلي وي “والله پلانکی مې چندان ښه نه ايسي”، ولې، همداسې “دلم، بايسکلم”، خو مفاهمه داسې ګونګه او مجهوله نه کيږي، هر څومره چې يوه موضوع پراخيږي همدومره يې ارزښت کميږي، نو ځکه بايد ډېره مشخصه واوسي، د همدې ښه نه ايسيدنې په بيلګه کې شخص ممکن له يوه ځانګړي سلوک يا کړنې سره ستونزه ولري چې دا شخص بايد پوه شي هغه بل لوری ته يې په ګوته کړي.
که له يوه شخص غواړئ چې دفتر ته پر وخت راشي نو ورته وواياست، که غواړئ پر وخت مو ايميل ته ځواب درکړي ورته وواياست، که له جامې، عطر، ټوکو، ژبې، بې ځايه ځان ښودنې هر څه سره چې يې ستونزه لرئ ورته وواياست او ورسره په ګوته يې ورته کړئ چې څه غواړئ، آن له ډېرو مشرانو به مو اوريدلي وي چې ما ته يې ووايه چې څه وکړم.
۳. د لور/ استقامت نشتون
د څه لپاره؟ ولې؟ څرنګه؟ داسې او نورې د استقامت پوښتنې بايد ځواب کړي، هغه بحث چې لور ونه لري هغه بې ګټې دی، که مفاهمه يوې ټاکلې نتيجې ته رسيدو لپاره سر ته رسيږي نو ټول بحث بايد پر هماغه استقامت وي، که چېرې مفاهمه د يوه توافق لپاره کيږي نو لوری بايد څرګند وي.
داسې ډېر بحثونه به مو ليدلي وي چې دايروي شکل خپلوي او بيرته هماغه ټکي ته راستنيږي، تر څو چې لورې معلوم نه وي بحث، مفاهمه يا نورې داسې چارې خپل ځای ته نه رسيږي.
۴. د مناسب غږ او بااحترامه انکار نشتون
له ځان سره دا تجربه کړئ، يوه جمله په ټيټ، مناسب او لوړ غږ وواياست، د جملې ټول مفهوم او هدف بدليږي، دلته به ټکي يو وي خو د غږ ډول د جملې يا ټکو ټوله معنا او هدف بدلوي، مهمه ده چې موږ پوه شو له چا سره په کومه لهجه او غږ وغږيږو، ورسره ځينې وخت زموږ د سپين سرو پر وينا “له سلو هو څخه يو نه! ښه وي”، يا زما د يوه ملګري پر وينا افغانان چا ته مخامخ نه! نه وايي خو پر کار دې دومره وکړوي چې بل ځل ورته د کار ويل, وړاندې زر ځلې فکر غواړي، مهمه ده چې کوم کار ته مو زړه نه وي مخامخ نه وواياست، يا هغه بل لورې ته مو دومره جرت او اعتبار ورکړې وي چې په آرامه زړه نه وويلای شي.
۵. متمرکزې پاملرنې نشتون
څومره به مو ليدلي وي، چې مړئ يې په لاس وي او د “پولاد المدار” له کبله ترېنه شخوند پاتې وي، يا په لار روان وي سر تاته خوځوي خو په بله کې يې سترګې خښې کړې وي يا پر تاسې راشي او يا کومې کندې ته ځان برابر کړي.
د مفاهمې لپاره دوه اړخيزه پاملرنه ډېره مهمه ده، هغه شخص چې څه وايي يا د مفاهمې مشري په غاړه لري بايد خپلې خبرې ته متوجه وي ورسره هغه چې اوري يې يا د مفاهمې مخاطب وي بايد په سمه توګه ځان پوه کړي، وايي کنه “د تورې ټپ جوړيږي خو د ژبې نه” داسې څه ونه واياست چې سبا پرې پښيمانه ياست.
ولې، دا خطاوې
د مفاهمې لټ عادتونه
مفاهمه تياری غواړي، ډېر تکړه ويناوال دي چې له وينا وړاندې خپله وينا څو ځل تکراروي، له ملګرو سره يې شريکوي، همداسې پر خپله خبره څو ځلې فکر کوي، بې فکر او بې تيارئ مفاهمه اکثراً ناقصه وي، د مفاهمې لټ عادتونه د دې خطاوو يو له اساسي دلايلو څخه دی.
له ښه سلوکونو ناخبري يا نشتون
وايي “نرمه غاړه توره هم نه پريکوي” په سړيتوب او انسانيت خبره تر اوږده پاتې وي، ويناوال قصداً يا سهواً خبره پر دا ډول کوي چې پر مقابل لورې بده لګيږي، په مفاهمه کې مهمه ده چې اړونده سلوکونه هم موجود وي، که خبره هر څومره ښه شي، خو پر مناسبې “باډي لينګويج” ملاتړ نه شي بيا هم “خبره سمه ده، خو لکئ يې کږه ده”
هغه څوک چې غږيږي هغه اکثراً خپله خبره يا موقف سم ګڼي، خو مهمه دلته داده چې مقابل لوری دې باره کې څه فکر کوي، د ويناوال سلوک د هغې د نيت ډېر ښه ښکارندوی دی.
بدنيتي/ بدبيني
که د دواړو لورو تر منځ بدنيتي يا بدبيني موجوده وي نو سمه خبره کږيږي، ځکه دا ډېره مهمه ده چې د دواړو لورو تر منځ د باور فضا موجوده وي، خو که چيرې داسې فضا رامنځ ته کول شوني نه وي، نو بيا د مفاهمې ميتود او کړنلاره بايد له فضا سره عيار شي، لکه د لوړ باور په فضا کې شفاهي او غېر رسمي مفاهمه همدومره ارزښتمنه وي څومره چې ليکلي او شفاهي وي، خلک لاسليکونو او بيوروکراسئ پسې نه ګرځي، خو بې باوره فضا کې بيا موږ اړ يو چې پر ليکلې او رسمي مفاهمې ډېره اتکا وکړو.
مفاهمې درې مهم باورونه
ښه مفاهمه کوونکي پر درې طلايي ټکو باور لري:
لومړی باور: د مفاهمې ارزښت او معنا په هغه غبرګون کې ده چې تاسې ترلاسه کوئ
مفاهمه د غبرګون زيږولو لپاره کيږي، که زه اړونده غبرګون نه ترلاسه کوم نو مهمه نه ده چې ما دې کومه ژبه يا کوم ټکي کارولي وي، مفاهمه اغېزمنه نه ده، خو که چيرې ډېره ساده خبره يا يوه موسکا تاسې لپاره اړونده غبرګون زيږوي نو هدف مو تر لاسه کړ.
دوهم باور: تل خوشبينه اوسئ/ له مقابل لورې د ښه نيت تمه ولرئ، تر څو چې بل څه ووينئ
غږيدونکی بايد تل له اوريدونکي د ښه نيت تمه ولري، او پخپله هم دا اعتبار ورکړي چې د دواړو نيت يو بل ته پاک دی، خو که چيرې د بدنيتئ پريکنده اثار واوسي، ډېر مهال به مو ليدلي وي چې وايي پلانکی لټ دی په سر يې ونه دريږې کار نه کوي، يا دلته پوره پوره ادارې پر لټئ او بېکارئ ملامته کيږي چې پخپله يې ونه کړې څوک دې کار نه کوي، او همداسې نور…، يعنې مخکې لدې چې مفاهمه صورت ونيسي يا کار پيل کړي له ځان سره يې د منفي فکر او بدنيتئ يو بار روان کړی وي چې تر ډېره د مقابل لوری سره د هغوی معامله او اړيکې تر اغېزې لاندې راولي.
درېيم باور: د اوسمهال پر څېر هيڅ وخت نشته، يعنې که د مفاهمې اړتيا وي نو همدا اوس يې وخت دی
“ځه، بيا به ورته سبا زنګ ووهم”، “چې کله وزګار شم، نو ورسره وبه غږيږم”، د مفاهمې لپاره له اوس ښه وخت نه شته، هر څومره چې خبره ځنډنئ کيږي همدومره نورې جانبي ستونزې زيږوي، ورسره که تاسې اوس وغږيږئ نو ممکن له بې ځايه ځنډ مخنيوې به مو کړی وي، اکثره وختونه مقابل لورې ستا په تمه او ته د هغې په تمه ناست يې. وخت مشکل نه حلوي، که مفاهمه نن سخته ده سبا به هم سخته وي.
مفاهمه يو زده کيدونکی مهارت دی، چې دوامداره هڅې او ارزښتونو پيژندلو ته اړتيا لري، زه داسې ډېر خلک پيژنم چې د لنډې ګټې يا نږدې تير ويستلو لپاره خپل اوږدمهاله اعتبار له لاسه ورکوي، موږ ټول غواړو چې پوه شو او پوه کړو، خو لومړې بايد پخپله پوه شم چې بل په څه پوه کړم!!!
ټولي:مديريت Management
زه غواړم یو څو ټکی ووایم اول دا چی مفاهیمه باید تدریس او زده شی لکه څنګه چی علم زده کیږی د مفاهیمی علم په افغانانو کی شتون نه لری زه به لنډه درته ووایم کله چی یو کشر په یو ځای کی غږیږی نو اول خو ورته غوږ نه نیسی وای دا نه پوهیږی شاید ده هغه خبره یا مفکوره یوه ژوند ته ژغورنه هم ورکړی او بل په اداراتو کی چی هریو ځان ته من وای نو ده خپل لاس لاندی څوک په انسانانو کی هم نه شمیری خبری یا مفکوره یی پریږده زه ده خپل سترګو لیدلی حال درته ووایم یو چا بل ته د درس موضوع باندی بحث کوه خو بل له غرور نه ورته غوږ نه نیوه نو په امتحان کی ناکامه شو او که چیری له امتحان نه مخکی د هغه چا خبروته غوږنیولی وه نو اوس به کامیابه وه ډیرموضوعات شته چی اوس به یی رنګ بدل وه که مفاهمه سمه او د هرچا خبری اوریدل کیدی خو افسوس چی دا اصل زمونږ په چاپیریال کی نشته لکه په افغانانو که یوه بله درته ووایم امید چی زما لیکنی ولولی او وخت ورته ولری زمونږ په وینا خارجیان به ورته ووایو چی ټولو ته آسانه ده دوی خپل لاس لاندی تشویقوی او د هغو له مفکورو ګټه هم اخلی او مهمه دا چی وخت ورکوی مجلس ورته نیسی او وای نن زمونږ دا همکار تاسو ته سه ویل غواړی خو افسوس خبره داده چی مونږتر اوسه باید ډیر څه زده کړو چی نه مو دی زده البته د مفاهیمی پربڼسټ
LikeLiked by 1 person
هجران صيب! همداسې ده، د ښې مفاهمې مهارتونو ډېر کم خلک لري او دا يو عام رواج دی چې د چوکئ، موقف او عمر پر اساس پوهه او مفاهمې توانونه ويشل کيږي، نه د لياقت پر بنسټ، چې بايد دا رواج هڅه وکړو بدل شي!!، مننه له نېک نظر څخه مو!
LikeLike