پلان يعنې هغه څه چې غواړم وکړم يا زما د شته پوهې او معلوماتو په رڼا کې د خپلو چارو لپاره يوه وړاندوينه کوم، ضرور نه ده چې زما دا پلان دې څومره سم وي خو مخکې لدې چې يوې چارې ته لاس واچوو بايد پوه شو چې څه کوم، څرنګه يې کوم او تر ټولو مهمه د څه لپاره يا کومې پايلې تمه لرم.
په پلانونو کې دوه برخې ډېرې مهمې وي، لومړی: هغه اهداف چې بايد لاسته يې راوړم، او دوهم: دې اهدافو لاسته راوړلو لپاره بايد له کومې کړنلارې کار واخلم.
په لومړی برخه کې چيرې چې تاسې د پروژې يا چارې لپاره اهداف ټاکئ، نو دلته هڅه کيږي چې د ادارې عمومي ستراتيژي او اهداف وکتل شي او بيا همدا اهداف په کوچنيو واحدونو چې د بودجې، وخت او هڅې محدوديتونه ولري پر هغې ويشل کيږي، که چيرې زما د ادارې په اهدافو کې لس زره کيلومتره سرک جوړول وي نو زه ممکن دا ټول سرک په يوه مياشت کې پوره نشم کړای خو که چيرې يې د ټول کال لپاره هدف کړم او بيا هره مياشت لپاره يې د اندازې، وخت او بودجې واحد وټاکم نو کولای شم په پای کې له ځان سره اندازه کيدونکي واحد ولرم چې هم زما پرمختګ او هم زما ننګونې را په ګوته کړي.
په دوهمه برخه کې هڅه کيږي چې وکتلای شي دا اهداف څرنګه کولای شم لاسته راوړم او ورسره دا هم کتل کيږي چې دا اهداف په خپل منځ کې څه اړيکه لري، که چيرې همدې د سرکونو بيلګه راواخلم، نو سرکونه کولای شي يوه اداره آباده کړي يا کولای شي چې په څو ادارو، وسايلو او اشخاصو وويشل شي، ورسره هغه مواد، وسايل، طريقې او ميتودونه چې په دې چاره کې کاريږي هم سره ممکن توپير ولري، نو ځکه ممکن دوه پروژې يا ادارې ورته اهداف ولري خو د اجرا چاره، کړنلاره او ميتودونه به يې توپير ولري.
ورسره دا هم مهمه ده چې ستاسې په دې پلانونو کې کومه برخه مهمه ده، هر کار د يوې نتيجې لپاره په ټاکلي وخت او بودجه کې اجرا لپاره پيليږي، ځينې وختونه لاسته راوړل کيدونکې نتيجه ډېره مهمه وي نو ځکه څومره وخت او بودجې ته چې اړتيا وي مصرفيږي، او بيا په ځينو مواردو کې وخت مهم وي، چې دا کار بايد په ټاکلې نېټه خلاص شي، لکه د ټاکنو ورځ، نوي کال ورځ او نور که ستاسې کار لپاره تاريخ ډېر مهم وي نو بيا بودجه مصرفيږي تر څو په ټاکلې نيټه کار خلاص شي يا په نتيجه کې يو څه ګوتې وهل کيږي چې مقصد کار وشي او په ټاکلې نيټه ښودلو لپاره يو څه وي.
پلان ضرور نه ده چې سل په سله دې راتلونکی پيشبيني کړي او هماغسې دې وشي، خو مخکې لدې چې دا پلان عملي شي اداره يا شخص بايد پوه شي چې لدې پلان څخه څومره سرغړونه زما لپاره د قبول وړ ده او څومره تضاد زما له اصل پلان سره د خطر نښه ده، که چيرې ما د يوې چارې اجرا لپاره ۲۰ ورځې په پام کې نيولې وي او هغه کار په ۲۱ يا ۲۲ ورځو (۱۰٪ تغير) سره پای ته ورسيږي نو د منلو وړ ده، خو که چيرې دا کار له ۲۵ هم ډېرې ورځې ونيسې نو پوهيږم چې خبره اوږده شوه بايد پر دغه چاره اضافي خلک، اضافي وسايل ورواچوم يا خپل پلان بدل کړم.
پلانونه بدلون مومي، همدې لپاره موږ دوامداره پراخيدونکي يا دوامداره تشريحي پلانونه جوړوو، هغه کار چې زه سبا کړم بايد ډېر تشريحي پلان شوې وي نسبت هغه چارې ته چې بله هفته يا بله مياشت يې کړم، د پلانونو دوامداره نوي کول يو اصل دی او بايد د اغېزمنتيا لپاره په پام کې ونيول شي.
پلانونه عموماً اداره پخپله جوړوي، په ځينو ادارو کې د پلان او پاليسئ په نامه څانګې هم وي چې دنده يې د ادارې اوږدمهاله ستراتيژئ او اهدافو په رڼا کې ادارې لپاره لنډه مهاله ربعوار يا کلني کاري پلانونه جوړوي، پلان جوړول يو څو بعده، مشترک او همغږې چاره ده چې د ادارې ټول کليدي اشخاص بايد پکې دخيل شي، بيا ځينې وختونه د دې اړتيا هم وي چې د ادارې له بهره پدې چاره کې مرستې لپاره سلاکار يا نور مسلکيان دخيل شي، او دا چاره د ټاکل شوو اهدافو په رڼا کې د ټولو له پوهې سره سمه کيږي تر څو هر يو ورسره مرسته وکړي.
او په پای کې، زموږ په ګران افغانستان کې چيرې چې سل ورځې کاري پلانونه دوامداره توګه په هره سياسي غونډه کې خرڅ شو، هلته تاسې کولای شئ ادارو لپاره کاري پلانونه په پټو غونډو کې په کرايه جوړ کړئ.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ