افغان ټلیکام په هېواد کې ولس ته د سيم لرونکي انټرنېټ برابرونې (تقريباً) يوازينئ مرجع ده، او ورسره نورو انټرنېټ خدمت برابروونکو (ISPs) ته هم انټرنېټ برابروي، ورسره د جي ايس ايم (موبايل ټليفون خدمت) بازار کې هم برخه لري، سيم لرونکي ټليفونونو برابرول يې تقريباً خپله مونوپولي ده.
پداسې حال کې چې يوه مخابراتي شرکت لپاره دومره ځواک او توان د هغې د برياليتوب او بازار کې د پراخه نفوذ په معنا وي، خو دلته د دولتي وسايلو پر برکت او هغه نامتوازنه سيالي چې يو دولتي شرکت يې له شخصي شرکتونو سره کوي له برکته د افغان ټليکام پورټفوليو دومره په مصنوعي توګه پړسول شوې ده.
مخابراتو وزارت په ځانګړي ډول او دولت په عمومي توګه څو ځل هڅې وکړې افغان ټليکام وپلوري، او دا خبرې تر يوه حده پرمختګ هم وکړ خو د هرې کاروباري معاملې په څېر راکړه ورکړه د ارزښت پر معلومولو کيږي هغه بيه چې دولت غوښته پر هغې دا شرکت نه ارزيده او نه ارزي او هغه بيه چې پيرودونکو ورکوله ممکن دولت ته د قبول وړ نه وي، ورسره د ځينو ستراتيژيکو ملحوظاتو له کبله هم دا موضوع يو څه ټکنئ شوې ده.
سره لدې چې په بازار کې رغنده کاروباري سيالي د مشتريانو او بازار په ګټه وي، خو د افغان ټليکام په اوسني حالت کې دوه ستونزې شته، چې يوه يې کاروباري او قانوني ستونزه ده او دوهمه ستونزه يې افغانستان کې د ټکنالوژئ ګړنده پرمختګ او مزل کبله راپيدا کيدونکې ده.
له کاروباري او قانوني نقطه نظره خو ستونزه پدې کې ده چې دا شرکت د دولت په چوکاټ کې کار کوي که دولت يې مستقيماً نه ملاتړوي نو غېر مستقيم ملاتړ لکه ودانيو، دولتي کارکوونکو ته آسانه لاسرسی او نورې آسانتياوې خو لري، همداسې شواهد شته چې دولتي ادارې هڅه کوي په دولتي خرداريو کې لومړيتوب افغان ټليکام ته ورکړي او اکثره وختونه د بيو او نورو ملحوظاتو له کبله ګټونکي هم همدوی وي.
ورسره کله چې دا شرکت نورو ته انټرنېټ ورکوي که هغه د جي ايس ايم شرکتونه وي يا د انټرنېټ برابرولو شرکتونه او بيا پخپله هم مستقيماً مشتري ته خدمت برابر کړي نو دلته دا له هغوی سره په مستقيمه سيالئ کې راغی، دا شرکتونه چې له افغان ټليکام څخه انټرنېټ واخلي هيڅکله نشي کولای په بيه او وسايلو ته لومړنئ لاسرسئ کې ورسره سيالي وکړي.
په قانوني لحاظ افغانستان دولت آزاد بازار هڅوي يعنې مستقيماً مشتريانو ته بايد اصولاً خدمتونو وړاندې نه کړي، لکه بريشنا يې شرکت کړ سره لدې چې ښه زړه د اخلاصه فاسد دی خو بيا هم بريشنا د دولت له چوکاټه بهر کار کوي، همداسې افغان ټليکام هم پدې لار ورروان دی، نو ځکه دلته يو قانوني جنجال يا لږ تر لږه يوه باريکي شته.
له ټکنالوژي نقطه نظره تر اوسه کورونو ته انټرنېټ د مسي ټليفون مزو له لارې رسول کيږي، دا اړيکه د فيسبوک ايميلو او نورو محدود بينډويد مواردو لپاره کفايت کوي آن ممکن څو ايم بي پورې اړيکه هم ملاتړولی شي، خو څرنګه چې موږ ډيجيټال کيدو په لور روان يو ورسره د عقاب له راتګ سره ټلويزونونو خپل نشرات ډيجيټال کوي يا پر هماغه لور روان دي يعنې وبه کولای شي چې پر انټرنېټ خپلې خپرونې خپرې کړي، نو پداسې صورت کې دا مسي مزې کفايت نه کوي او بايد کورونو ته فايبر په لور ولاړ شو.
ګرځنده انټرنېټ مخابراتي شرکتونه برابروي او محدوده کورونه د افغان ټليکام مزي انټرنېټ ته لاسرسی لري، پدې دواړو موډلونو کې بيه کليدي بڼه لري، په ګرځنده انټرنېټ کې پر مصرفيدونکي اندازه پیسې اخيستل کيږي چې څومره مو مصرف ډيريږي بيه مو لوړيږي چې دا ميتود د محدود او عاجل استعمال لپاره ښه دی، په دوهم ډول کې چې کورونو ته انټرنېټ راغلی هلته خو د اوبو نل شته خو اوبه پر څاڅکو راځي، دلته که وغواړو بنډويد پراخه کړو بيا هم ډېر ګرانيږي.
براډبينډ انټرنېټ لپاره هر هېواد خپل معيارونه لري، زموږ په قضيه کې که ووايم چې براډ بينډ له څلور ايم بي څخه لوړ اړيکه ده (ټکنالوژئ والاوو قهريږئ به نه!!)، نو د افغان ټليکام په اوسني جوړښت کې دا هم ټکنالوژيک ستونزه ده، ځکه هر کور ته د پراخه لين انټرنېټ رسول به په اوسنيو امکاناتو مشکل وي او ورسره بيه ډېره لوړيږي، نو ځکه مهمه ده چې په دوامداره توګه د فايبر په لور او د شتو وسايلو په نوي کولو کار وشي.
نن ټکنالوژي او په ځانګړي ډول انټرنېټ د ښايست يا عياشئ مورد نه بلکه اړتيا ده او دا فکر هم دولت او شخصي شرکتونه بايد بدل کړي چې ولس يا کارکوونکو ته د انټرنېټ برابرول احسان دی، تاسې چې څومره خپل کارکوونکي او ولس ته ټکنالوژي ارزانه او مناسبه برابره کړئ همدومره ټول کولای شي په رغنده توګه د اداری او هېواد په پرمختګ او رغونه کې برخه واخلي، سياسي او ټولنيز لحاظه ټولنيز ميډيا يو ښه رول لري، سکايپ، وايبر او نور داسې خدمتونه د کورنيو پر اقتصاد مثبته اغېزه لري نو ځکه نن ټکنالوژي اړتيا ده، حتی ځينو هېوادونو انټرنېټ ته لاسرسی خپلو هېوادوالو لپاره د پوهنې روزنې، امنيت، اوبو، بريښنا او نورو په څېر بنسټيزه حقوقو کې شامل کړی ده.
موږ تر اوسه د ټکنالوژئ مصرفوونکي ياستو، محتويات، کمپيوټر پروګرامونه، ويبپاڼې او نور حلونه بل چيرې جوړيږي او موږ يې استعمالوو، خو دا دوامداره حل نه دی، دلته په ګړنديوالي سره تکړه او مستعد ځوان کول په راټوکيدو دی چې غواړي محلي د سوفټوير او ورته صنعتونه په پښو ودروي، د محتوياتو يا Content زيږولو لپاره ګړندئ او باثباته انټرنېټ حياتي دی، پوهنتونه، ټکنالوژئ خونې، شرکتونه ټولو لپاره دا حياتي، تحصيلي او هم کاروباري اړتيا ده، نو ځکه د انټرنېټ بيې او کيفيت ښه کولو ته جدي اړتيا شته.
افغان ټليکام په اوسني شکل کې چې د ضعيفه مديريت، ټيټ ظرفيت او کوڼوالي ستونزې لري (کوڼ يې ځکه بولم، څوک دې د شکايت اوريدو نه شته آن که خپل د انټرنېټ بل (لګښت پاڼه) ترې هم وغواړې يوه مياشت نيسي) او د دولت (ته نږدې اړيکو) په زور روان دی نشي کولای په اوسني شکل لدې عهدې ځان وباسي، نو ځکه داسې مديريت ته اړتيا لري چې پر روښانه لاسته راوړنو ولاړ وي، د شخصي ادارې پر اصولو چې د ګټې او تاوان څرګنده بريدونه ولري، او تر ټولو مهمه مشتري ورسره د کيفيت لپاره پاتې شي، نه دا چې د ارزانوالي يا بديل نشتون له کبله يې در ته ولاړ وي.
ځواب دلته پرېږدئ