اداره څرنګه چلول کيږي، د نن مديریت يوه مهمه موضوع ده، ورسره د ادارې چلولو پدې طريقه کې پروژې څرنګه مديريت کېږي، د ادارو په بقا او اوږدمهاله بريا کې کليدي رول لري.
د ادارو چلول، حاکميت، تنظيم يا Governance بيلابيل ډول تعريفيږي، اصل هدف يې د اداری چلول يا اداره کول دي، خو چې څرنګه بايد اداره شي، دلته ځينې وختونه بيلابيل بحثونه رامنځ ته کيږي، د ادارې له مشرانو چې د اداری چلولو مسؤليت ورپه غاړه وي، دا تمی کيږي:
– اداری ته ستراتيژيک لوری ورکړي، يعنې چې اداره بايد بل کال، پنځه کاله يا يو څه موده وروسته چيرې وي، کوم يې کليدي خدمتونه دي، کوم لوری ته ولاړه شي، او د اداری اصل څه دی.
– هر کله چې اوږدمهاله ستراتيژيک لوری معلوم شي، هلته بايد څرنګه ولاړ شي، د مزل، لاری، او طريقې ټاکل يا په بله وينا د لنډمهاله اهدافو ټاکل چې اوږدمهاله اهدافو لپاره لاره هواره کړي.
– اداری زيرمو، امکاناتو او وسايلو دوامداره مناسبه استعمال، تر څو د اهدافو لاسته راوړلو لپاره اړونده وسايل په لاس کې وي، مهمه نه ده چې اداره څومره وسايل لري، مهمه داده چې اهدافو په رڼا کې او هغوی لاسته راوړلو لپاره ترې مناسبه ګټه واخيستل شي، وسايل هيڅکله ډېر نه وي ځکه چې هر څومره ډېر شي ناوړه استعمال يې له منځه وړي او اداری له بې ځايه تاوانونو سره مخ کوي.
– ورسره د اداری له مشرانو دا تمه هم کيږي، چې اداری ته متوجه ريسک وپيژني او اړونده عمل وکړي، ريسک پر اداری د ابهام اغېزه ده، دا اغېزه مثبت او منفي دواړه اړخونه لرلای شي، کله چې يې اغېزه منفي شي نو اداره له تهديداتو سره مخ کوي او که اغېزه يې مثبته وي نو ادارې ته نوي فرصتونه برابروي.
ستراتيژي، کړنلاری او نور اړونده لارښود اسناد د اداری د حاکميت نه بيليدونکی برخه ده، هر کله چې د اداری له مشرانو پورتنئ تمی کيږي نو هلته دا اسناد شته چې د هغې په رڼا کې د اداری هر کارکوونکی پوهيږي چې موږ په کوم لور روان يو او هلته رسيدو لپاره بايد څه وکړو.
د ادارو اوږدمهاله ستراتيژئ په لنډو اندازه کيدونکو چارو او اهدافو ويشل کيږي، او دې اهدافو لاسته راوړلو لپاره پروژې طرحه کيږي، يو هدف کیدای شي څو پروژې ولري، او داسې هم کيدای شي چې د ځانګړيو اهدافو لپاره اداری پورټفوليو او پروګرامونه ولري.
پروژه لنډمهاله پديده وي چې د ځانګړي هدف لاسته راوړلو لپاره په ټاکلي وخت او بودجې سره اجرا کيږي، پروژه ممکن د پروګرام برخه وي چې څو اړونده مشابه پروژې په پروګرامونو کې راغونډيږي او بيا په لوړه کې پروګرامونه کيدای شي د پورټفوليو برخه شي، په افغانستان کې د پورټفوليو جوړښت کم ليدل کيږي چې يو اساسي دليل يې د لويو ادارو نشتون دی، خو بیا هم ستراتيژئ عموماً پورټفوليو لري، چې هغه اړونده پروګرامونه او پروژې پرمخ بيايي.
پروژه بايد د اداری ستراتيژيکو اهدافو په رڼا کې پر مخ ولاړ شي، بيلابيلو څيړنو ښودلی هغه پروژې چې د اداری له ستراتيژيکو اهدافو سره برابرې نه وي، د ناکامئ امکان يې ډېر وي، نسبت هغه پروژو ته چې د ادارې له ستراتيژيکو اهدافو سره سمی وي، او پردې پوهيدل څه دومره سخته خبره هم نه ده، ځکه ادارې دوامداره توګه هڅه کوي چې خپلو ستراتيژيکو اهدافو ته رسيدو لپاره اړونده وسايل، خلک، مهارتونه او نور په اداره کې ولري يا يې وروزي، نو کله چې يوې داسې پروژې ته لاس اچوي چې ستراتيژيکو اهدافو سره يې اړخ نه لګوي، نو پدې هر څه کې له ضعف سره مخ وي، او مجبوريږي اړونده وسايل، خلک، مهارتونه او نور له بهره راپيدا کړي چې دا يې ځينې وختونه د ناکامئ سبب ګرځي.
هره اداره د خپلو پروژو مديريت لپاره ځانګړی کړنلاره لري، ضرور نه ده چې دا هر څه دی ليکل شوی شکل ولري، خو کارکوونکي يې پوهيږي چې پروژه څه وخت پيليږي، څرنګه پرمخ ځي، څوک يې بايد مسؤل وي او څه ډول بايد مديريت او ختمه شي، پروژه د خپل ژوند پر مهال له ځانګړو ګامونو تيريږي چې اداری تر اداری فرق کوي.
د ادارو بريا تر ډېره پدې کې وي چې له بازاره سره ځان عيار کړي او بدلون قبلولو کې ښه وي، او پروژه د خپل لنډمهاله جوړښت له کبله اداری سره مرسته کولای شي چې د مهمو لنډمهاله پروژو له لاری خپلو اوږدمهاله اهدافو ته لاره لنډه کړي، مهمه ده چې د پروژو جوړښت او مديريت د ادارو له ستراتيژيو او شته مديريت سره سم وي، اداره او پروژه بيل ډول مديريت کيږي، خو کليدي خبره داده چې د ادارو د دې دواړو مديريتي ډولونو تر منځ بايد تناقص او ټکر نه وي.
ټولي:مديريت Management
ځواب دلته پرېږدئ