د نامعلوم قبلولو ويره

ويره د يو څه له لاسه ورکولو احساس دی، ليونتوب احساس دی، د ټولنې پر نورمونو د نه برابریدو احساس دی، د بل په تله کې پوره نه راتلو احساس دی، بشر ته زړورتوب، سخا، او نور ورته ښه صفتونه دي، ويره بده ګڼل کيږي، ويريدونکی بده معنا لري، که هغه انسان وي يا احساس، خو ويره د انسان د ځان ساتلو میکانيزم دی، ويره تاسې ته د يو څه د ساتلو توان او جرات درکوي، ويره موږ ته دا ټيله، امکان او هڅونه راکوي چې د خپلو ارزښتمنو توکو ساتلو لپاره هڅه وکړو ورسره دا هڅه هم وکړو چې څرنګه خپل ارزښت ډېر کړو.fear-of-unknown

زموږ بحث تر ډېره پر هغه ويره ولاړ دی چې شخص يې په خپل مسلکي ژوند کې احساسوي، هغه ويره چې له ناليدلي حالته يې لرو، هغه ويره چې په اداره کې د خپلو چارو په اړه يې لرو.

بزنس فلیسوف پیټر کوئسټنبام وايي هر کله چې موږ يوې چارې ته لاس اچوو او خطر قبلوو نو عموماً له څلور ډوله ويرو تيريږو، د حماقت
ويره، د پريښودنې ويره، د سپکاوي ويره او د ليونتوب ويره. هر کله چې موږ دې ډول ويرو ته وګورو نو هر يو يې په خپل ذات کې نور داخلي او پراخه اړخونه لري. دا ويرې عموماً هغه څه وي چې موږ له آزادئ او برياليتوبه ساتي، او بهتره ده چې د ستونزې په توګه ليدلو پر ځای ورته د يوه فرصت په توګه وګورو، او داسې يوې ستونزې په توګه يې وپيژنو چې بايد حل شي.

راځئ چې دا هره ويره يو څه په تشريحي ډول وڅيړو:

د حماقت ويره: څومره به مو اوريدلي وي چې يو څوک بل ته وايي خر خو نه يې يا ته له دې ټولنې خبر نه يې دا کتابي خبرې دي، له واقعیت سره هیڅ اړخ نه نيسي همداسې نورې ډېرې ويناوی، هر کله چې موږ د حماقت ويره يادوو دا له ټولنې د ليرې والي ويره ده، دا ويره ده چې خلک به ما ته د کم عقل فکر وکړي، قدر به مې کم شي، زه نه غواړم په اقليت کې واوسم، داسې څه شته چې د ټولنی اکثريت يې ويني او زه يې نه وينم، که ټول په يوه لار روان وي زه څه بد کړم چې پدې بله روان يم.

دا ويره که ودريږم خلک به راپورې وخاندي.

د پريښودو ويره: ويريږم چې ملګري به مې پريږدي، بې نومه بې نښانه به پاتې شم، خير نن د فيسبوک په زمانه کې هر يو زر دوه زره مقتديان لري، هر يو پسې ليکل کيږي چې دا هېواد پر تاسې وياړي، زموږ فخر ياست، ولسمشر دې تا ته وزارت درکړي، خو دلته له انسان سره دا ويره وي چې بې نښانه او ناپيژندلی پاتې نه شي. داسې يو حالت چې وغږيږي خو څوک يې غږ وانه وري، وايې وري خو ځواب ورنه کړي، داسې چې دا فکر ورسره پيدا شي چې نظر زما وو خو نوم پرې د بل ښه شو، دا ويره چې زما وړانديزونو ته څوک غوږ نه نيسي، په غونډو کې له ما صرفنظر کيږي. زه درس ورکوم خو خلک زده کړې ته تيار نه دي، يا چې کله مې شروع کړه، نو کوټه ډکه وه، اوس نيمه خالي ده.

دا ويره که ودريږم، خلک به کوټه پريږدي.

د سپکاوي ويره: عامه محضر کې به راته سپکاوی وشي او تحقير به شم. د تباه کیدو ويره. زما هغه رازونه چې ټول عمر مې د هغې په پټولو کې هڅه کړې به رسوا شي، اداره به د ټولو په مخ کې ما د نمونې په توګه ياد کړي، او وايي به چې موږ داسې څوک نه غواړو. د ادارې واکداره به مې خام تير کړي، که چيرې پر توقعاتو يې پوره رانغلم. زما بودجه به له ما واخلي. کار به مې بې ارزښته شي. دا ويره چې د غونډې په پای کې راته رئيس وايي چې کار درسره لرم، یا له رخصتيو راستون شم او ادارې ساتونکي مې له لارې ستون کړي او زما شيان راوسپاري چې په مخه دې ښه. يا کله چې دفتر پرېږدم د اداری امنيتي کارکوونکي راته په سر ولاړ وي چې څه غلا نه کړم.

دا ويره که ودريږم څوک به مې وولي، سپک به شم، تحقير به شم.

د ليونتوب ويره: هغه احساس چې داسې څه وينئ چې نور يې نه ويني او ته يې وينی. خلک داسې عمل کړي چې هر څه سم دي خو په حقيقت کې نه وي، موږ له ځان سره دا نه منو چې زموږ ژوند عبث روان دی. که په قهر شو نور راته وايي چې مه په قهريږه، له نورو دې تمه ډېره وي وايي چې حوصله کوه. جلسو ته ولاړ شئ ښه پوهيږی چې هسې د وخت ضايع کول دي خو ټول وايي چې ډېره ښه جلسه وه. رئيس يا د اداری مشران پريزنټشن ورکوي چې له واقعيته ډېر ليرې وي، خو ټول ترې مننه کوي چې بهترين پريزنټشن وو او له فرصت څخه مننه. موږ له تشويش او شخړې سره عادت شو، نيمه شپه راپاڅيږو پرې فکر کړو. څنګه کولای شي چې د جلسې وخت بدل کړي او موږ هیڅ خبر نه يو. او په نتيجه کې ځان ډډې ته کوو او په اخيره کې هڅه هم له لاسه ورکوو، هيڅ کوښښ مو له لاسه نه کيږي.

دا ويره که ودريږم نو د ليوني په نامه به مې خلک له ځان سره يوسي.

دا ويرې ريښتونی دي، هیڅکله مو نه پريږدي، ممکن ځينې وخت يوه ډېره بله کمه وي، خو دا د ژوند نښه ده، يعنې ژوندي ياست، يعنې هڅه کوئ، په سم لور هڅه کوئ. دا زموږ کار دئ چې دا ويرې نورې هم وڅيړو، او پوه شو چې کولای شو د دې ويرو له لارو نورو سره ونښلو، همدا ويرې زموږ د راتلونکي برياليتوب او پرمختګ لپاره لاره برابروي.

پر دې ويرو سترګې پټول ځان تير ويستل دي، له ځانه ليري والی دی، دا چې له ډيرو به واوری زما خپله وظيفه نه خوښيږي خو د معاش يوې وسيلې په توګه يې کاروم، يا هر دوهم نفر بلې وظيفې پسې ګرځي، ادارې د کارکوونکو تر منځ ريښتوني بحثونو چې د دې ويرو مطرح کولو سبب وګرځي پر ځای هغوی ته ويبپاڼې او مصنوعي روزنې برابروي زموږ له ژونده پر ځان پوهيدل ورکيږي.

پر دې ويرو نه پوهيدل يا يې نه مطرح کول بې زحمته بریاليتوب غوښتل دي، انسان بايد ځان وپيژني، اداره بايد د دې انسان قدر وکړي، ويره د بشري احساساتو يو تر ټولو خامه، ريښتوني، خپله او داخلي برخه ده.

هر کله چې موږ وغواړو د خپل ژوند واک په لاس کې واخلو، موږ به دا ويرې احساس کړو، ځينې وخت به له سپکاوي سره مخ شو، خلک به مو پريږدي، ځينې وخت ابتکار پخپله له ليونتوبه تيريږي. که موږ دا خام احساسات ونه لرو نو څنګه به د خپل ژوند مالکيت واخلو، څرنګه به خپل ژوند ته خپل ووايو، څرنګه به ووايو چې دا کار زما دی، پداسې حال کې چې چيرې دا ويرې احساس نه کړو، نو ممکن هيڅ کار مو نه وی کړی، هسې مو هغه څه کړي وي چې راته آسانه او ځان راته پکې آرامه وي.

انسان له مرګه ويريږي، خطر قبلول مرګ رانږدې کوي، ناکامئ کوچني مرګونه دي، خو همدا کوچني مرګونه، ناکامئ، او ويرې دی چې انسان ته د برياليتوب او خوشحالئ هيله ورکوي، او هيله هغه څه ده چې انسان پرې ژوند کوي، او هر څه لپاره اساس برابروي.

له ويرې تير شئ، کوچني مرګونه وزغمئ، خو تل پوه شئ چې بې زحمته راحت نشته، او هغه څه ته چې رسيږئ ډېرو د همدې ويرو، ناکاميو، پريښودلو او ليونتوب ټاپو له ويرې حتې د پيلولو جرات هم نه دی کړی.



ټولي:Education, مديريت Management

ټگونه:,

16 replies

Trackbacks

  1. پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. مدير که مشر | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. څه غلطيدای شي | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. مشوره ناکامي نه ده – مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. د باور او مفکورې جهل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  6. زده کړو ولسي کيدل  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  7. پر جنجالي موضوعاتو غږيږئ: دې ټکو ته پام وکړئ – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  8. دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  9. د برياليتوب اوږد مزل – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  10. د بې ارزښتو هڅې – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  11. پوهه، مهارت او سلوک  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  12. څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  13. له انساني بيالوژي اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  14. اهداف او عادتونه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  15. د مشر د وخت او زيار اړيکه – څلور اصله  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون
  16. د بدلون له ډار اخوا – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: