په افغانستان کې د بریښنایی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه، لومړئ برخه

ليکوال: عبدالمتين سمسور

لنډیز:

د دی څیړنی اساسي موخه په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکي حکومتدارئ د پلی کولو پر وړاندی هغه ننګونی او خنډونه پيژندل دي، چې زموږ په څیر جنګ ځپلی او مخ پر ودی هیوادونه ورسره مخ دي؛ ټولنیزی، معلوماتي ټکنالوژۍ او اداري ننګونی په جګړه ځپلو او مخ پر ودی هیوادونو کې عامی دي.

بریښنایي یا الکترونیکی حکومتداري دننني عصر یو له مهمو برخو ګڼل کیږی چی بیلابیلو خدمتونو ته لاسرسی اسانوي. ولس، حکومت او نړیوالو سره د معلوماتو راکړه ورکړه ګړندي او هڅوي. دغه څیړنه د مخ پر ودی هیوادونو او په خاصه توګه په افغانستان کې د الکترونیکي حکومت د پلی کیدو پر وړاندی ننګونی، ستونزې او اړونده فرصتونه څیړی.

د بحث لاندی څيړنيزه (تحقیقاتي) چوکات (فریم ورک)  د ټکنالوژئ پر پوهه، زیربناوو پر حالت، ډیجیټلي ویش ، د معلوماتو محرمیت او امنیتی حساسیتونه، تقنیني لومړیتوبونه، خصوصي کلتور، د پانګه اچونې او پانګې ته پر لاسرسي، الکترونیکی حکومت عامه پوهاوی، معلوماتو شریکول، معلوماتی ټګنالوژئ رهبریت، تکنالوژۍ په مرسته بدلونونو پر وړاندې مقاومت، او د ښکیلو اړخونو د ګډون پر بحث راڅرخي. همدارنګه د مختلیفو کچی مسولیونو د سروی او مرکو معلومات راټولول او د هغو تحلیل او تجزیه هم په دی څیړنه کې نغښتی ده.

معلومات:

الکترونیکی حکومت د نن عصر د حکومتدارئ یو له مهمو، اغیزناکه او موثره کړنلارو څخه ده او حکومتونه د اقتصادی، ټولنيز او جغرافیوی بدلونونو له کبله په نړیواله کچه د فشارو لاندی دی ترڅو خلکو ته خدمات په اغېزمنه او شفافه توګه وړاندی کړي. لیکوالان په دی تاکید کوي، د دی لپاره چی خدمات په موثره، اغیزمنه توګه ، له یوه مرکزی ځای بی له کوم ځنډه کال دولس میاشتی، هره ورځ او هر ساعت پر ښاریانو متمرکز حالت کې وړاندې شي او حکومتونه خلکو ته ځواب ویونکي وي نو اړینه ده چی  ټکنالوژي خپله شي او  د ژوند په هر ډګر کې ترینه کار واخیستل شی.

د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرسته خدمات نه یوازی چی روڼوالی او موثریت مینځ ته راوړي بلکې د دی سره د خلکو او دولت ترمینځ د اعتماد فضا رامنیځ ته کیږی او د خلکو او حکومت ترمینځ واټن کموی. لیکوال په دی باور ده چې بريښنایی حکومتداري د یوې مفکورې اړونده وړتیاوې او ګټې په سمه توګه پلي کوي، د ټولنې په ثبات کې مهم رول لوبوي، دنفوسو دی یوی خاصی کتلی لپاره د عوایدو سرچینه کیدای شی، خصوصی سکتور تنظیم او هڅوي په ځانګړي ډول په جنګ ځپلي او مخ پر وده هیوادونو کې.

ددی څیړنی موخه د هغو ننګونو پیژندنه ده چی د موثره الکترونیکی حکومتداری مخه نیسی. د څیړنی نتایج په ګوته کوی چی عموما دا ننګونی  اداری، معلوماتی تکنالوجۍ پوهاوی او اجتماعی  فکتورونه لری او د دی ننګونو دلیل غربت او جنګونه دي. څیړنه همدارنګه هغه تکتیکونه او لاری چاری څیړی چی نورو ټولنو  په همدغسی جنګ ځپلی او مخ پر ودی هیوادنو کې د الکترونیکی حکومتداری په ښه پیاده کولو کې ترینه ګټه پورته کړی او نورو ټولنو لپاره ښی لارښونی کيدای شي.

دا څیړنه په افغانستان کې  دالکترونیکی حکومتداری د پلی کولو پر وړاندی ننګونی څیړی او همدارنګه د اړونده موضوع ليکنو کتابي ارزونه  (Literature Review)هم د تحقیقاتی عنوان اړوند ننګونی د مختلفو څيړونکو له نظره په ګوته کوي (د تحقیقاتو عنوان: مخ پرودی هیوادونو کې د الکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو پر وړاندی ننګونی).

د تحقیقاتي څیړنو موندنی د الکترونیکی حکومتداری ننګونی په دری لویو کتګوریو ویشي (۱ سازمانی ۲ ټولنيز او ۳ د معلوماتی ټکنالوژۍ ننګونی). کیفیت او کمیت ته په کتو سروی له ۲۵ مارچ نه تر ۴ می ۲۰۱۳ کال په دولتی ادارو  کې ترسره شوه او سروی پوښتنلیک یی د ډیتا راغوندولو یوه وسیله وه، ډیټا یا معلومات یی د Excel او   SPSSپروګرام یا سافتویر په مرسته تجزیه او تحلیل شول. د ډيټا د تحلیل او تجزیه په نتیجه کې په افغانستان کې د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدلو لپاره لیکلی سپارښتنی او د حل لاری چاری وړاندی شوی. د دی تحقیقاتی څیړنی پاتی برخی عبارت دی له ادبي (کتابي) ارزونه، د څیړنی کړنلاره (ستراتیژی)، څیړنی موخی (اهداف)، ډیتا راټولولو تګلاره، د سروی نتیجه، تجزیه او تحلیل، نظریاتی چوکاټ، سپارښتنی او پای.

ادبي ارزونه :(Literature Review)

هغه ننګونی چی د الکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو مخه نیسی او د څیړنی لندیز څخه په لاس راغلی په دری کتګوریو ویشل کیږی: سازمانی ننګونی، اجتماعی ننګونی او د معلوماتی ټکنالوجۍ ننګونی دي، چی هره برخه یی جدا تر بحث لاندی نیولی شي.

سازمانی ننګونی:

مشري يا رهبریت: د الکترونیکی حکومتداری دپلی کیدو په ټولو مراحلو کې مشري اساسی ونډه لری، په دواړو مراحلو کې هغه پیل وي د (مالی ملاتړ، سیاسی ملاتړ،  پروګرام اړوند عامه پوهاوی، او د ونډه اخیستونکو تاید او تصویب) او د الکترونیکي حکومتدارۍ له پلي کیدلو وروسته ( د الکترونیکی حکومتداری د پروژو دوامداره مالی ملاتړ لپاره). څیړنی نتایج تثبیتوی چی د ژمن رهبریت نشتوالی د الکترونیکی حکومتداری د پروژو ناکامی سبب کیږی.

د بدلون په وړاندی مقاومت (Resistance to change): د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدلو لپاره یو لړ بدلونونو ته اړتيا وي چی په دی هکله د مختلفو مقالو څیړنه ښیي چې د بدلون پر وړاندی مقاومت د الکترونیکی حکومتداری د پروګرامونو د پلي کولو لپاره یو له مهمو ننګونو څخه ده. د تغییر یا بدلون مقابل کې مقاومت په باره کې څیړنیزی مقالی مختلف عوامل په ګوته کوی لکه ځینی خلک د قدرت او وظیفی پایښت په خطر کې وینی، تشکیلاتی تغیرات راوړلو ويره يې ځوروي، رشوت اخیستنه او فساد محدودوي، د قانون حاکمیت محدودیتونه وضعه کوي، او نور. همدارنګه خصوصا، کله چی یوه نوی خدمت الکترونیکی کیږی دولتی کارمندان هم زړه نه زړه وی، همدا پورته دلایل دي چی دالکترونیکی حکومتداری د پلی کیدو مخه نیسی.

د معلوماتو له شریکولو ډډه:  څیړنې په ګوته کوي چې، د معلوماتو نه شریکول د الکترونیکی حکومت د تطبیق مخه نیسي. د دی لپاره چی کارونه تکراری نشی، منابع یا سرچینی همغږی او له موجوده زیربناوو څخه ښه ګټه پورته شی، الکترونیکی حکومت  خدمات په بشپړ ډول پلي شی، ادارې باید د یو بل سره معلومات همغږي او شریک کړي.

همکاری : (Collaboration) د الکترونیکی حکومتداری د بریالی پلی کولو لپاره په ټولو ساحو کې همکاری اړینه ده هغه که ملی کچه وی ، سیمیزه سطحه، دولتی او غیری دولتی کچه وی، بايد په ټولو سطحو همکاري وشي.  همکاري د الکترونیکی حکومتداری پلی کیدو کې اعتماد او باور فضا رامینځه ته کوی او د الکترونیکی حکومتداری د نفوذ ساحه پراخه او رغنده  ونډه پکې لری.

………. دوام لري

(عبدالمتين سمسور د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې د څیړنی ،نوښت او صنعت پراختیا امر او په بريښنايي حکومتدارئ کې له جنوبي کوريا څخه ماسټري لري، دا ليکنه یې د ماسټرئ سند د تيزس لنډيز لومړئ برخه ده، موږ به نوری برخی په دوامداره توګه دلته خپروو، ليکوال سره کولای شئ لدې لارې اړيکی ونيسئ: mateen.samsor@gmail.com)

(ورته ليکنی: د دولت د نوښت او ابتکار هڅولو نیمګړې او ړندی هڅې، پر ټکنالوژئ پانګونه، د ټکنالوژي پروژو ستونزې او ځينې د حل لارې، د معلوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د وزارتونو ستراتیژیک اهداف په مؤثره او مثمره توګه ترلاسه کول، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوژئ لومړيتوبونه، ځينې وړانديزونه)



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

6 replies

Trackbacks

  1. پيژندنه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. ننګونی او ستونزی – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – درېيمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. فرصتونه او نتیجه – تذکره که د نفوسو احوال، پر الکترونيکي تذکرې مقايسوي او تحليلي کتنه – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. په افغانستان کې دبریښنایی یا الکترونیکی حکومتدارئ پياده کول: ننګونی او فرصتونه – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  5. په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه – درېیمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  6. په افغانستان کې د بریښنایی یا الکترونیکی حکومتداری پیاده کول: ننګونی او فرصتونه – څلورمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: