د ماشومانو/ځوانانو آنلاين ساتنه: ماشومانو/ځوانانو لارښود – اخيري برخه

موږ د ماشومانو آنلاين خوندي ساتلو او بهتره استعمال په اړه د ليکنو لړۍ پيل کړې ده، دا د دې لړۍ شپږمه او اخيري ليکنه ده، دا ليکنې په اساسي توګه د ملګرو ملتونو د مخابراتو نړيوالې اتحاديې او نورو اړونده لارښودونو او بهتره استعمال لارو چارو په رڼا کې ليکل شوي دي، چې کولای شي له استعمالوونکي سره د دې وسيلو په بهتره استعمال کې مرسته وکړي

په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.

boy sitting on white cloth surrounded by toys

ځورونه (Bullying)

د ټکنالوژئ له لارې پخوانيو ملګرو سره اړیکې او نوو ملګرو موندل اسانيږي، په اکثره مواردو کې دا وسيلې لکه بریښناليکونه، فورمونه، چيټ خونی، بلاګونه، فوري پيغامونو وسيلې، ايس ايم ايس، ایم ایم ايس او نور مثبت کاريږي، خو په ځينو مواردو کې له دې وسيلو د يو چا سپکولو، آزارولو، بدنامه کولو، نارامه کولو او همداسې له نېټ اخوا د فزيکي آزار ويډيو يا ازار فلمونو نشرولو لپاره کاریږي.

له ځورونې (Bullying) څخه زموږ هدف هر هغه قصدي شفاهي، فزيکي یا د جبر او تهدید هر هغه عمل چې د بل ازارولو لپاره اجرا کيږي. د ويکيپيډيا تعريف له مخې، په عادي توګه له ځورونې هدف په ټولنيزه يا ملي توګه غښتلي شخص لخوا د ضعيفه شخص ازارول دي، دا آزار شفاهي، فزيکي او/يا احساساتي شکل اخيستلای شي.

عموماً دا ډول ځورول په ښوونځي يا ګاونډ کې پيښيږي، خو بدبختانه دا ستونزه اوس آنلاين هم شته، چې له آنلاين نامناسب محتوياتو تر ناوړه پيغامونو، بې وجې عکسونه او نورو شکلونه خپلوي، او دا ډول آزار سره لدې چې فزيکي ارتباط/اړيکه نه لري خو په ورته ډول آزاروونکي او ناراموونکي وي. په ۲۰۱۴ کال کې په امريکا کې ۲۴٪ زلمکيانو له دا ډول ازار شکايت کاوه؛ په اروپا کې د ۲۰۱۵ کال څيړنې وښودله چې ۱۵٪ زلمکيان له آنلاين آزار سره مخ کيږي، نورې څيړنې ښيي چې آنلاين آزارول مخ په ډيريدو دي.

child building an four boxes

نو ځکه مهمه ده چې تاسې پوه شئ، آنلاين دا ستونزه شته، او څه بايد وشي تر څو څوک يې قرباني نه شي:

له خپل عمر اخوا اشخاصو سره شخصي معلومات مه شريکوئ، چې پيژندل مو آسانوي او ښايي ستاسې د ټاکلي آزار سبب شي.

کله چې معلومات آنلاين شي، نو هغه ستاسې له واکه ووتل، هر څوک يې هر وخت لوستلای شي. پر دې مو بايد ښه سر خلاص شي، چې آنلاين معلومات مرګ نه لري، يو څه درته ممکن اوس يو بې ضرره ټوکه ښکاره شي، خو ښايي د نورو لپاره د ډيرې نارامئ او لوی عذاب سبب شي.

دا مهمه ده چې ټولنيزې شبکې، پيغامونو، چيټ خونو او نورو له لارې لاسته راغلي بدناموونکي او سپکوونکي موادو ته په هر صورت کې له غبرګون څخه ډډه وشي، بلکه هڅه وکړئ له بيلابيلو کړنلارو کار واخلئ تر څو داسې موادو ته مو لاسرسی محدود شي، لکه:

آنلاين لوبې تاسې د ناوړه لوبغاړو څخه ليرې کيدو توان درکوي

که چيرې چيټ خونه څارل کيږي، ښايي سپکوونکی چيټ خوندي او څارونکي ته يې واستوئ.

ځورونه د خدمت برابروونکي ته استول کيدای شي، دا هم امکان لري چې آنلاین آزار څخه د آنلاین خدمت برابروونکی خبر کړئ، د فيسبوک له لارې آزار کولای شئ مستقيماً فیسبوک يا د مخابراتو وزارت اړونده ادارې ته واستوئ.

که چيرې په فزيکي توګه تهدیديږئ، ښايي پوليس يا نور چارواکي خبر کړئ.

دا امکان لري چې د ناوړه پيغام ليږونکي بريښناليک آدرس معلوم شي، خو د دې ثابتول نږدې ناممکن دي تر څو ثابته شي چې بريښنالیک د هغې څښتن استولی، ممکن له هغې اجازې او پوهې پرته بل چا د هغې له بريښناليک ګټه اخيستی وي.

اکثره بريښناليک خدمتونه د بې ځايه بريښناليک مخنيولو ميکانيزمونه لري.

همداسې د فوري پيغامونو اکثره پروګرامونه هم د بې ځايه پيغامونو او اشخاصو بلاک او مخه نيولو ميکانيزمونه لري، کولای شئ بې ضرورته اشخاص بلاک کړئ. اکثره وختونه ځوروونکي پوهيږي چې کوم پروګرام په خاص عمر خلکو کې مشهور دی او همدا پروګرامونه تر هدف لاندې نيسي.

په هر صورت او قضيه کې مهمه ده، که چيرې ځان نارامه يا تهديد احساسوئ، مهمه ده چې بل څوک خبر کړئ. خپل والدين، ښوونکي، يا بل بااعتباره شخص خبر کړئ، آن خپل ملګري خبرول هم مرسته کوي.

ځورونه په هیڅ صورت کې د منلو وړ نه ده، که هغه آنلاین وي يا آفلاین په حقيقي ژوندی کې، په ځينې هېوادونو کې سايبر ځورونه اصل جرم دی، د افغانستان اړونده قوانين هم دې ته د جرم او ناوړه عمل په توګه ګوري.

خپل محرميت وساتئ، که چيرې تاسې د ويبپاڼې يا بلاګ جوړولو يا بل هدف لپاره شخصي معلومات ورکوئ، وګورئ چې لدې معلوماتو به څه کار اخيستل کيږي، که چيرې خدمت بربراوونکی له اړتيا ډير معلومات غواړي يا له دومره پوښتنو سره نارامه ياست، نو له خدمت څخه تير شي، دا خدمتونه تل يو بديل لري.

selective focal photo of crayons in yellow box

چيرې چې شوني وي، تل په بل نوم حساب جوړ کړئ، پدې ټولو کې تر ټولو مهم ټکی دادی چې بايد پوه شئ څه له چا سره شريک او د څه له شريکولو ډډه وکړئ. هر څه چې آنلاين شي ډير ژر ستاسې له واک څخه وتلې او نورو اهدافو لپاره کاريدلی شي.

هر چا سره چې شخصي معلومات شريکوئ، ځان باوري کړئ چې بااعتباره دي، همداسې مخکې لدې چې د خپلو ملګرو يا بل چا معلومات له درېيمګړي سره شريک کړئ، له هغوی څخه اجازه واخلئ، ښايي د هغوی خوښ نه شي چې تاسې يې معلومات نور چا ته ورکړئ.

ممکن د ټولو پوښتنو ځواب اجباري نه وي، يوازې هغه معلومات ورکړئ چې اجباري وي، دا تل يو ښه کار وي چې د خدمت برابروونکي په اړه هر څومره ډير معلومات چې راغونډولای شئ، راټول کړئ، مخکې لدې چې شخصي عکس يا ويډيو واستوئ تل ځان باوري کړئ چې په هغې څه کيږي، پدې بايد پوه شئ چې دا نږدې ناممکنه ده چې باوري کړئ ستاسې له عکسونو ناوړه ګټه وانخيستل شي.

کله چې ځانګړي خدمت لپاره ځان ثبتوئ هڅه وکړئ، ځانګړي ګامونه واخلئ، لکه داسې پسورډ وکاورئ چې په آسانه درک نه شي، د بریښناليک پيچلې آدرس وکاروئ تر څو بې ایميل استوونکو ته يې کشفول سخت وي، د سپام ضد پروګرامونه وکاورئ، د بريښناليک دوه آدرسونه وکاروئ، يو چې يوازې ملګرو او فاميل غړو لپاره وي او دوهم آنلاين خدمتونو او ورته آسانتياوو لپاره وي.

له ناپيژاندو منابعو څخه راغليو ايميلونو اټيچمنټ (ايمیل سره مل فايلونه) مه پرانيزئ. دا اټیچمنټ هر ډول پروګرامونه لکه د معلوماتو غلا کوونکي، پسورډ غلا کوونکي، بريښناليک آدرسونو غلا کوونکي او نور کيدای شي.

يوازې هغه خدمتونه وکاروئ چې تاسې ورسره راحت ياست، که پر څه شکمن ياست، يا مو نه خوښيږي مه يې کاروئ، پر آنلاين څه د انتقاد حق لرئ، او ډير امکان لري يو څه چې څرنګه ښکاري ښايي هغسې ونه اوسي.

کاپي رايټ ته درناوی ولرئ

له کاپي رايټ هدف د پروګرام جوړوونکو، محتوياتو زيږوونکو او نورو هغوی چې علمي، تخنيکي او ساينسي کارونه کوي، د هغوی حقوقو درناوی دی. هر څه چې آنلاين موندل کيږي ښايی هغه څه نه وي، څه چې تاسې لټوئ، هر آنلاين موندل کيدونکي پروګرام، سندرې، فلم، کتاب، او نورو سره احتياط وکړئ.

selective focus photo of baby playing activity cube

د افغانستان په شمول، اکثره هېوادونه د کاپي رايټ قوانين لري، او د يو چا له علمي موادو ناوړه ګټه اخيستل ښايي د قانوني او حقوقي جنجالونو سبب شي.

په ياده مو وي:

فري وير (Freeware) پروګرامونه وړيا وي

نور پروګرامونه (Shareware) په نامه ياديږي چې ځانګړو ساحو يا ځانګړي وخت لپاره وړيا وي.

بې ځايه پروګرامونه ستاسې او ستاسې د کمپيوټر محرميت رسوا کولی شي، نو ځکه مهمه ده چې تل وایرس او سپام ضد پروګرامونه ولرئ، او دوامداره يې نوي وساتئ. کاپي رايټ مواد عموماً د حقوقو د خوندتيا او مالکيت جملې يا لايسنس له ځان سره لري.

ضرور نه ده څه چې غواړئ هماغه ډاونلوډ شي، اکثره وختونه په بل نامه پروګرامونه ډاونلوډيږي، ښايي دا زيان رسوونکي پروګرامونه د سندرو، فلمونو، کارټونونو، کمپيوټري پروګرامونو، عکسونو، او نورو شکل او نښان خپل کړي. مخکې لدې چې کوم نوی پروګرام کمپيوټر ته انتقال کړئ، ځان باوري کړئ چې دا هماغه بااعتباره څه دي، څه چې تاسې لټوئ.

مخکې لدې چې يو څه ډاونلوډ او انسټال کړئ، وايرسو او نورو زيان رسوونکو مواردو لپاره يې سکین کړئ، او پروګرام ته اجازې ورکولو لپاره، هیڅکله ټول هارډډیسک مه شريکوئ، يوازې همدومره اجازه ورکړئ څومره چې دا پروګرام ورته اړتيا لري، او همداسې له نورو سره هم خپل ټول فايلونه مه شريکوئ، يوازې هغه فولډر يا فايلونه شريک کړئ چې نور يې غواړي.

person holding Sony PS3 controller in front of flat screen monitor

آنلاين تجارت

نن سبا آنلاین تجارت يو تر ټولو ګړندې مخ پر ودې ساحه ده، تاسې د خپل موبايل يا کمپيوټري وسيلې په مرسته آنلاین مواد اخلئ. تاسې د کريډيټ کارډ يا نورو وسيلو له لارې خريداري کوئ.

د رواجي او آنلاين تجارت يو تر ټولو کلیدي فرق دادی چې په آنلاين تجارت کې نه پوهيږئ هغه بل لوری ته څوک دی، او آیا تاسې خو نه تيرباسي. د آنلاین تير ويستنې يو ټولو عام ډول (فشنګ Phishing) دی، چيرې چې د بل مشهور او بااعتباره لکه بانک او نور، ادارو بريښنالیک مصنوعي آدرسونو په مرسته له خلکو مالي معلومات غوښتل کيږي، لکه له تاسې ستاسې د بانک معلومات، پسورډونو، تولد کال او نور پوښتل کيږي.

همداسې ځينو هېوادونو کې ځيني توکي هر چا ته نه پلورل کيږي یا له يوه ځانګړي عمر ټيټ خلکو ته بايد ونه پلورل شي، لکه نشه ييز مواد، قمار خانو ته لاسرسی او نور، خو په آنلاين نړۍ کې دا ستونزمنه ده چې د مقابل لورې عمر په صحیح توګه درک شي.

مخکې لدې چې آنلاین يو څه واخلئ، ځان باوري کړئ ويبپاڼه او خدمت اصل دی، هر څومره معلومات چې امکان لري راغونډ کړئ، همداسې وګورئ چې څرنګه به ستاسې مالي معلومات ساتل کيږي او د هغې له غلا څخه به يې مخه نيسي.

که چيرته بې پوښتنې ايميلونه درته راځي، نو ډير امکان لري چې جعلي دي.

که چيرته يو څه درته له واقعيت ډير ښه ښکاري، نو امکان لري چې جعلي دي، لکه اکثره خلکو ته بريښناليک راځي چې له يوه افريقايی يا اروپايي هېواد څخه تاسې ته پيسې راليږل کيږي، يا د بانکي حساب څښتن په حق رسيدلی او پيسې يې په بانک کې پاتې دي، او د بانک مسؤل غواړي ستاسې له لارې دا پیسې راوباسي، او داسې نور تقلبي او جعلي بريښناليکونه. تل له خپلو مالي او شخصي معلوماتو سره ډير احتیاط وکړئ.

toddler's playing building block toys

نتیجه

که چيرې پر دې بنسټيزه اصولو عمل وکړئ، تاسې له ډيرو سرخوږيو او جنجالونو ځان ساتلی وي. که چيرې له نامناسب حالت يا تجربې سره مخ شئ، هڅه وکړئ باوري مشر ته يې وواياست. ياده مو وي چې تاسې د آنلاین او آفلاين خوندتيا حق او مسؤلیت لرئ، خپل حقوق او مسؤلیتونه وپيژنئ.

(دا دې لړۍ د ماشومانو لپاره د لارښوونو اخيري برخه ده، لدې وروسته موږ د والدينو او وليانو لپاره د لارښوونو لړۍ پيلوو چې څرنګه خپل کمکيان او زلمکيان د ډيجيټال وسيلو د استعمال له ناوړه اغېزو وساتي)

د دې ليکنې په لومړۍ برخه کې موږ د ماشومانو/نجونو دې وسيلو ته پر لاسرسۍ وغږيدو، دوهمه برخه يې پر معلوماتو، ټولنيزو شبکو او آنلاين پروفايل غږيږي، درېيمه برخه يې له د انټرنېټ خوندتيا له لارښود بحث کوي، څلورمه برخه يې ځوانانو/ پيغلو لپاره د انټرنېټ خوندي استعمال پر لارښود غږيږي، او پنځمه برخه يې د خپل ماشين پر خوندي استعمال، آنلاين لوبو او نېټ پر آدابو غږيږي.



ټولي:Technology ټکنالوژي

ټگونه:, , ,

4 replies

Trackbacks

  1. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – لومړئ برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  2. آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  3. آنلاین د کمکيانو او ځوانانو ساتنه – د والدينو لارښود – اخيري برخه | مشري || ټکنالوژي || مديريت
  4. د آنلاين لوبو بندول – مشري || ټکنالوژي || مديريت

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  بدلون )

Connecting to %s

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

%d bloggers like this: