ټولنيزې شبکې او متنوع فکر

له هرې نوی ټکنالوژۍ سره دا بحث مل وي، چې دا نوی وسيله به وکولای شي پوهه عامه کړي، بشر ته به ګټه ورسوي او زموږ ژوند به ښه کړي، او همدا بحث له انټرنيټ او وروسته له ټولنيزې شبکو سره هم وو چې وبه کولای شي پوهه عامه کړي، او تر يوه حده يې خلکو ته معلومات هم ورسول، خو لدې سره دا بحث يې هم رامنځ ته کړ چې کوم فکر خپروي.

د ټکنالوژيو لومړی فکر د هغې د کشفوونکو فکر وي او ورپسې هغوی وي چې دا ټکنالوژۍ په لومړي ځل خپلوي او دا ترتيب همداسې پر مخ ځي، وروسته يوه حالت ته رسيږي چيرې چې تر ټولو ښه کاروونکي يې تر ټولو څرګنده وي، خو دلته له ښه څخه هدف په اخلاقي لحاظ نه ښه دی، بلکه ښه هغه دي چې وسيله پر خپله ګټه وکاروي، او هغوی چې د دې کاروونکي له فکر سره سم نه وي، د ښکنځلو، ګواښنو او نورو له لارې يې له دې وسيلو بيزاره کړي، يا يې خپلې خبرې پورې حيران کړي.

blue red and green letters illustration

نو ځکه کله چې موږ د دې وسيلو په ځانګړي ډول د خواله رسنيو/ ټولنيزو شبکو د دود او څرګندې محتوا بحث کوو نو په اصل کې د دوی تر ټولو لوړ غږ يا ډيرې شريکيدونکی محتوا بحث راسپړو. د ټولنيزو شبکو محتوا پريکنده سلنه له اخلاقي لحاظه سپکه محتوا ده، دا ښايي متعصبه، آزاروونکی يا جنسي محتوا وي، خو په عموم کې هغه څه دي چې له اخلاقي لحاظه ټاکل شوو معيارونو سره سم نه دي، خو دا محتوا بازار لري، او تر ټولو ډيره شريکيږي، اوس څوک يې ويني او مصرفوي دغه پوښتنه بيا بل وخت راسپړو.

ټولنيزې شبکو سره لدې چې پوهه عامه کړه خو يو ستر تاوان دادی چې خلکو ته يې هغه لارې چارې پرانيستی چې يوازې هغه پوهه ولټوي چې د دوی له نظرونو سره همغږی وي، دا امکانات يې برابر کړل چې د خپلو فکرونو لپاره هغه څيړنې، ليکنې، ويناوې او نور راومومي چې د دوی نظر ملاتړوي، او له خپل نظر څخه اوړيدو يا د بل نظر اوريدو څخه ډډه وکړي.

ناپوهي نه پوهيدل نه دي، بلکه ناپوهي له چاپيريال سره برابرې پوهې نه لرل دي، لکه درې اشخاص سره بحث لري، يو يې مذهبي چارو پوه دی، بل يې اقتصاد پوه او درېيم يې سياست پوه دی، سره لدې چې دا دريواړه په خپلو ساحو کې تخصص لري، خو د هغه بل شخص په ساحه کې بيا ناپوهه دی، يا يې داسې درواخلئ تاسې ښايي له اول ټولګي نيولې تر شپږم يا اتم صنف زده کوونکي ته رياضي تدريس کړای شئ، خو که راپاڅيږئ د رياضي يا فزيک دوکتورا زده کوونکي ته رياضي تدريسوئ، نو بيا هلته ناپوهه ياست.

د ناپوهۍ بيا عموماً دوه څرګنده تاوانونه وي لومړی هغه شخص نه پوهيږي او دوهم دا شخص دا توان نه لري چې پوه شي چې نه پوهيږي، موږ چې کله بيا د ناپوهۍ دا بحث ټولنيزو شبکو ته راوړو نو هلته سره لدې چې يو څوک به په خپله ساحه کې ډير ښه پوهيږي، خو د سپکاوي يا د نظر د نه قبليدو له ويرې به له خپل بحثه تيريږي.

په ټولنيزه توګه د فکر يا نظريو ارزښت عموماً له دوو اړخونو ارزول کيږي، لومړی د هغې قبوليت دی، قبوليت يعنې ډير خلک درسره موافق وي، دوهم د نظر ريښتينولي ده، ښايي نظر ډير بازار ونه لري خو پر ريښتينولۍ يې سترګی نه پټيږي.

لکه د هېواد يو نامتو شخص له هيواده بهر ته ځي، هلته لکه د کرکټ په لوبه کې برخه اخلي، ښه ځليږي دلته ورته ډير خوشحاليږي چې افغانان استعداد لری او نور دلايل ورته لټوي، اوس په همدې معيار يو بل نامتو شخص فکر وکړئ ستاسې له فکره مخالف سياسي لوبغاړی يا د بلې لوبې لکه فوټبال لوبغاړی بهر ته ځي، هلته يو څه کوي چې ستاسې په فکر مناسب نه وي، لکه سياسي پناه غواړي، يا په ترافيکي پيښه کې نيول کيږي، کوم کلب ته ځي، يا نور څه، نو دلته بيا همدا خلک وايي دغه فکر هم عام کوي يا يې بد ټولو ته نسبتوي، هدف مې لدې بحث نه دا دئ چې موږ له وړاندې نظرونه، تمايلات او تعصبات لرو، ټولنيزې شبکې يوازې د هغې د پياوړي کولو لپاره لاملونه راکوي.

people using phone while standing

موږ هغو نظرونو ته ارزښت ورکوو چې زموږ له پخواني نظر سره همغږي وي او پخوانی نظر عموماً د پخوانۍ پوهې په رڼا کې وي، او ټولنيزې شبکې د نوو نظرونو تر خپلولو ډير د پخوانيو نظرونو په تقويه کولو کې ونډه لري، او په ځانګړي ډول که چيرې له شخص سره دا فکر هم وي چې نور زما د نظر ضد دي، که د ضد دا فکر نورو ته د ناپوهۍ، بدبينۍ يا بل هر لامل له کبله وي، شخص پر خپل نظر مټی خښوي او هر څومره دلايل چې ورسره وواياست پر خپله پريکړه ولاړ وي.

 پريکړې پر احساساتو کيږي بيا هغې ته د منطق له لارې دلايل لټول کيږي، لکه خپلې پريکړې د ورځ د حالاتو، ستړيا، بې خوبۍ، ولږې او نورو له اړخه وارزوئ، آیا هغه پریکړې چې په قهر کې کوئ يا په آرامه کې دواړه يو ډول وي، يا د قهر او خوښئ پریکړې مو يو ډول وي. لکه يو څوک چا سره په ناحقه جګړه وکړي تر اخيره يې ښايي ونه مني چې په غلطه وو.

نو کله چې موږ يوه پریکړه وکړو، بيا د هغې صحیح والي يا د بل قانع کولو لپاره ورته دلايل لټوو. او زموږ پريکړه له هغې محتوا او موادو اغيزمنه وي چې موږ يې مصرفوو. نو که چيرې تاسې پر ټولنيزو شبکو داسې مواد وينئ چې يوازې ستاسې نظر ملاتړوي نو فکر مو هم يوازې همداسې پاتې کيږي.

هغوی چې دا ټکنالوژي کشفوي تر هر څه وړاندې پکې خپل ارزښتونه رانغاړي او هماغه ارزښتونه هڅوي، لدې سره بيا کله چې نور کاروونکي ورته راځي، دوی له ټولو وړاندې هغوی سره نښلي چې د دوی همفکره وي، او له همدې فکر سره مخ په وړاندې درومي، چې له کبله يې انسان فکر تنوع له لاسه ورکوي.

لدې سره هغه فکر چې بازار ونه لري، سره لدې چې رښتيا به هم وي، بيا هم په ټولنيزو شبکو کې لږ ليدل کيږي، نو ځکه دلته تر ټولو مهمه هڅه دا منل دي چې (۱) تاسې هر څه چې آنلاين وينئ رښتيا نه دي، (۲) هر څه چې ډير شريکيږي هغه هم ضرور نه ده چې رښتيا وي، (۳) هر څوک چې هر څه شريکوي هغه پکې خپل اهداف لري او (۴) تر ټولو مهم دروغ او رښتيا بايد پخپله معلوم کړئ.

shallow focus photography of store pendant lamps

کله چې موږ له خپلو ټاکل شويو نظرونو سره پر مخ ځو او يوازې هغوی سره په اړيکه کې يو چې زموږ نظرونه ملاتړوي نو بيا د مخالف نظر اوريدو زغم له لاسه ورکوو، چې همدا د مخالف فکر نه اوريدل د ناپوهۍ تر ټولو ستره نښه ده، که چيرې زه له اوريدو وړاندې په دې فکر يم چې ستاسې فکر غلط دی، نو د وخت له تيريدو سره مې شته پوهه بيکاره کيږي او ناپوهۍ په لور ځم.

ورته ليکنۍ: له انساني بيالوژي اخوا، پر ټولنيزې ميډيا قيودات – که د ځان تير ايستل، ټکنالوژي او د وخت ارزښت، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، پوهه، ټکنالوژي او فکري آزادي، هېوادونو وده او پوهه،


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

32 responses to “ټولنيزې شبکې او متنوع فکر”

  1. […] ورته ليکنۍ: د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  2. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  3. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  4. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  5. […] – (۴)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  6. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  7. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  8. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  9. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  10. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  11. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  12. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  13. […] مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د […]

  14. […] ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر […]

  15. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  16. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  17. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  18. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  19. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  20. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  21. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  22. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  23. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  24. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  25. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  26. […] – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  27. […] او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  28. […] او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  29. […] او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  30. […] او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين […]

  31. […] مالدارو ته پاتې ده، د بې وسئ زده کړه، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، د مشر نیمګړتياوې او کاري […]

Leave a Reply to د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱) – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلونCancel reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading