شکوڼ او ګيدړ

شکوڼ يو ډول ځناور وي، اغزن پوټکی لري، او د ځان ساتلو لپاره بيا دغه اغزي بريد کوونکي په لور ورپريږدي، داسې انګيرل کيږي چې په همدې يوه کار کې تکړه وي او تخصص لري، ځکه خو ډير نه ښکار کيږي، د دې په وړاندې بيا ګیډړ يا لومبړ وي، چې په هر کار پوهيږي خو په يوه کې هم تخصص نه لري.

دا بحث په ۱۹۵۳ کې د ايزايه برلين له يوې ليکنې راپيدا شو، چيرې چې هغه ويل په يوه ځنګله کې شکوڼ او ګيدړ اوسيدل، هره ورځ به ګيدړ له بیلابیلو لارو هڅه کوله چې په يوه نه يوه طریقه شکوڼ ښکار کړي، خو شکوڼ په همدې يوه خبره پوهيده چې ګيدړ يې ښه نه غواړي، او د ده ښکار ته چمونه جوړوي، په پای کې به شکوڼ ځان ساته او ګيدړ به ژوبل بل ښکار پسې تللو.

ايزايه برلين وايي چې په ژوند کې دوه ډوله خلک وي، يو هغوی چې د شکوڼ خاصيت لري او ژوند ته يوازې له خپل ليدلوري ګوري، هر څه پر خپل قالب برابروي، او په خپله ساحه کې تخصص لري. دوهم يې هغوی دي چې د ګيدړې خواص لري او د ژوند چارې پر څرګندو دوو برخو نه ويشي، بلکې د خپلو پراخو تجربو او بیلابيلو کسبونو په رڼا کې دا نه مني چې هر څه دې په يوه فکر کې راونغښتل شي يا ستونزه دې يوازې يو حل ولري.

black and white hedgehog on green and red leaves

دغه بحث ژوند د هرکاره او يوکاره تر منځ توپير ته راواړوئ، موږ په مسلکي ژوند کې لدې بحث سره مخ کيږو چې يو څوک دې هرکاره وي، هر لړل تپل به يې زده وي، او يو څوک دې په يوه مسلک کې طاق وي. نن د چيټ جی پي ټي او نورو ورته مصنوعي ځيرکتياوو په زمانه کې له هر څه يو څه زده کول آسانه شوي دي، خو ژوره پوهه اوس هم ستونزمنه ده.

تخصصي مهارتونه غښتلی چاپيريال غواړي، چيرې چې مسلکي سيالي لوړه وي، هلته له خپل سيال څخه وړاندې تګ نوره زده کړه او مهارت غواړي، که په کومه ټولنه کې د زده کړې قدر وي هلته به نسلونه ووينئ چې له پخواني نسله نور هم باسواده وي، هر چيرې چې له پخوا يو څه موجود وي، بشر هڅه کړي هغه نور هم غښتلی کړي، دا که هر څه وي.

هغه هېوادونه چې پرمختللی اقتصاد ولري، هلته تخصص ارزښت لري، د ګوګل په څير شرکت کې د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو فارغ دوکتورا لرونکي زده کوونکي کار زده کولو لپاره سيالي کوي، او دا شمير کم نه وي، آن تر ټولو ټيټ موقفونو کې هم سيالي ډيره لوړه وي. همدا د تخصص ساحې سيالي د کمپيوټر چيپ جوړولو، فضا ته د سپوږمکيو داغلو، په طبابت کې ډين این ای په څيړنو، له سپوږمکيو څخه د هوا حالاتو معلومولو او نورو ټولو کې شته.

هغه هېوادونه چې اقتصاد يې کمزوری وي، صنعتونه يې نسبتاً غير تخصصي او لومړني وي، هلته بيا ډير تخصصي مهارتونه نه پکاريږي يا که دغه مهارتونه واوسي هم د هغو زده کړه ډير وخت نه نيسي، لکه يو څوک د پلاستيکي څپليو جوړولو فابريکه لري، هلته ماشين لپاره يې څوک پکار وي، دغه شخص په څومره روزنې ته اړتيا ولري، چې د ماشين له لارې د څپليو جوړولو مهارت زده کړي.

په عمومي توګه هغوی چې په يوه ساحه کې تخصص ولري، هغوی په راتلونکي کې سترو بریاوو ته رسيږي، ځکه هر کله چې د دوی په خپله ساحه يا سيال سره د سيالۍ او پرتلې بحث راشي، نو څرګنده معلوميږي چې دوی خپل کسب او مهارت ته څومره وخت اختصاص کړی دی.

brown fox lying on black rock

د تخصص او عامه مهارت تر منځ اساسي توپير ليرې او ژر تګ دی، که غواړئ ليرې ولاړ شئ نو بايد تخصصي مهارت زده کړئ، هر څومره چې په دغه تخصص کې وړاندې ځئ، سيالي مو سختيږي. عامه مهارت د ژر تګ بحث دی، هغوی چې پر هر څه پوهيږي هغه ښايي ډيرې دندې پيدا کړي، ژر خپله ستونزه په سطحي توګه حل کړي، خو د ستونزې له ژوريدو سره بيا هم دغه خلک تخصصي مهارت ته اړتيا لري، تر څو وړاندې تګ وکړي.

د رڼا تمرکز له اړخه يې وڅيړئ، د لمر رڼا ټولو ته رسيږي او سوځول نه کړي، خو که چيرې همدې رڼا ته ذره بين ونيسئ نو اور لګوي. يا د څراغ رڼا ته وګورئ يو عادي څراغ خونه روښانوي خو که چيرې د همدې بريښنايي څرغ رڼا د ليزر له لارې متمرکزه شي، نو بيا اوسپنې څيروي.

څيړنې وايي چې خلک په ژوند کې دوه مسلکه اختياروي، لومړی مسلک يې هغه وي چې له پوهنتونه وروسته ورته مخه کوي، او عموماً تر پنځه ديرش يا څلويښت کلنۍ يې پالي، ورپسې د همدې تجربې په رڼا کې دوهم مسلک ته مخه کوي، او که وغواړي همدې دواړو کې بهترينو ته رسيږي.

په عمومي توګه په يوه عادي حالت کې د مسلک لوړې څوکې ته رسيدنه لږ تر لږه پنځلس کاله وخت نيسي، ورپسې د دوهم مسلک زده کړه ښايي دا مزل يو کال دوه راکم کړي، خو بيا هم په اعلی يو فيصد کې حسابيدل، د همدوی په کچه زحمت غواړي، که يو څوک فکر کړي چې زموږ په هېواد يا ټولنه کې زما د مسلک سيال نه شته، نو په نوره نړۍ کې دې هم نه وي، نو هغه دې د نړۍ نښتي شکل ته وګوري، او له ځان سره دې فکر وکړي چې په ړندو کې د يوې سترګې خاوند باچا يې، خو په بيناوو کې به يې څه حال وي.

ورته ليکنی: پوهه، مهارت او سلوک، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، د مشر په توګه دا لس مهارتونه خپل کړئ، چې نور درپسې ودريږي، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د باور او مفکورې جهل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

34 responses to “شکوڼ او ګيدړ”

  1. د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  2. د مسلک بيه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  3. دنده پر مهارت که پيژندنه – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  4. مهارتونه او د کاروبارونو وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  5. ګيله من که بدلوونکي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، د مسلک بيه، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  6. بيه او ارزښت – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  7. د ادارو ښه کار او نتايج: خلک که سيسټمونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  8. عبادات او کاري چاپيريال – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] مسلک بيه، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د بریالي ژوند معيار، شکوڼ او ګيدړ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ […]

    Like

  9. ستراتيژي هدف که پروسه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  10. فرصت، پر کومه بيه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  11. د ناکامۍ ارزښت  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  12. هوښيارتيا – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  13. تخصصي او عمومي پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  14. مشري: پريکړې او پوهه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  15. د رښتياوو زغملو کچه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  16. د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  17. د وخت پر وړاندې  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  18. تعليم او د عايد تمې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  19. د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  20. پرون د نن په خدمت کې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  21. د کار سړی  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  22. د ودې ستراتيژي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  23. واک او اغيزه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  24. د بې وسئ زده کړه   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  25. ساعت تيره پوهه    – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  26. د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  27. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  28. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  29. د معلوماتو واکداري  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  30. سم کار که د کار سموالی – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د زده کړې – ولې،  دا اهل يې څوک دی، شکوڼ او ګيدړ،  دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر […]

    Like

  31. په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  32. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ۴۰ مشورې، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  33. مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

  34. متضاد – Paradox – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې […]

    Like

Leave a reply to د فکر تپل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading