کله چې د فارس امپراطورۍ باچا خشیارشاه له ميلاده نږدې ۴۸۰ کاله وړاندې د يوناني امپراطوريو خاورو نيولو لپاره يونان په لور وخوځيد، نو په لاره کې بايد له يوه بحره تير شوی وای، چې هلته يې عسکرو نږدې ۱۲۰۰ متره پل جوړ کړ، خو مخکې لدې چې ټول عسکر يې له پله څخه واوړي، توپان پل تباه کړ.
باچا ورته په قهر شو، خپلو سرتيرو ته يې امر وکړ چې بحر پر ځنځيرونو ۳۰۰ ځل ووهئ، ورسره يې پر سرو ګرمو اوسپنو داغجن کړئ، هم يې د دغه پل جوړوونکو څو انجينر سرتيرو چې ځينې پوځي مشران هم پکې وو سر قلم او سيند ته يې وروغورځول، ورسره يې د سيند د بندي کولو په اشاره زولنۍ هم اوبو ته ورغورځولی، آیا دا بحر خبر نه وو، چې زما په څير ستر باچا ترې تيريږي. بايد څپې يې زما په تعظيم کې آرامه شوې وای.

يوناني تاريخ ليکونکی هيرودتس ليکي چې بيا د دغې باچا عسکرو له شپږ سوه کښتيو بل پل جوړ کړ، چې پر پړو له يو بل سره تړلی وی، خو کله چې عسکره له پله تير او جګړې ته ولاړل، هلته يې ماتې وخوړه او بيرته پله په لور راوتښتيدل، دلته چې يې وليدل، بحر يې يو ځل بيا پل وړی وو.
فرعون چې د مړي او ژوندي دعويدار وو، کله چې موسی (ع) پسې دريای نيل ته ورسيد او ويې ليدل چې هغه د اوبو له منځه تيريږي، له ځانه سره يې وويل چې هغې ته سيند لار ورکوي، زه خو زه يم، ما ته به هم لار راکوي، سړی غرق شو، تر ننه د عبرت نمونه ده.
نمرود ته چې به څوک راتلل په ډيرو سلامونو او سجدو به يې ملا کږه شوه، خو يو ګوډ ماشی يې په مغزو ورننوت، هماغه خلک چې لومړی به ورته په سلامونو ستړي وو، اوس به يې پر سر يو څو څپلۍ واهه تر څو د سړي درد آرامه او د ده په خبره پوه شي.
صدام حسين، معمر قذافي، حسن مبارک او مشرف تکبر خو ټولو ليدلی وو، چې د سرو زرو له ماڼيو نيولی د عبرت له پاره د خلکو او ولسونو له وژلو ټولو يې کار اخيسته، په اخيره کې يوه ته هم سمه جنازه او سم قبر ونه رسيده. او زموږ د داود خان او دوهم متفکر کبر هم خلکو ته معلوم وو، چې له ناموسي ښکنځاوو نيولې د خلکو سره له لاس اچولو هيڅ يې ډډه نه کوله، هغه څه چې يو مشر کبر ته بيايي، هماغه څه د هغې د تباهۍ سبب هم ګرځي.
شيطان کبر غرق کړ او هماغه مرض بشر ته انتقالوي، هیڅوک له کبره خلاص نه دي، خو بې وزله او بې واکه سړي په څه کبر وي، هر څومره چې خلک فکر کړي په دنيا کې موقف لوړ دی، د کبر آثار پکې پيدا کيږي. که هغه خپلې خبرې ته د کاڼي کرښې يا الهي فرمان په سترګه کتل وي يا له خلکو دا تمه وي چې له راتګ سره دې زما لاسونه ښکل کړي يا ځان سره يې يو بل تالي څټی درولی وي چې د ده لاس نورو ته د ښکلولو لپاره لوړ کړي.
يونانو به متل کا چې د انسان لپاره بدترين عذاب خپلو هيلو او ارمانونو ته رسيدل وي، هر هغه څه چې وغواړئ در ورسيږي نو بيا څه کړئ، دغه فکر چې زه له نورو ممتاز يم، د اللهﷻ بل بنده ما ته لاس په نامه ولاړ دی، دغه دې ته د نورو دريدل د يوه امتحان پر ځای يو امتياز ليدل، خپله د ناکامۍ پيل دی.
د فرعون د زمانې مصريانو به ويل چې د واک لپاره بهترين کس هغه دی چې پخپله يې وغواړي، ځکه چې په قدر يې پوهيږي، خو بيا د واک لپاره بدترين هم همدا دی، ځکه چې پوهيږي څرنګه ترې ګټه واخلي، او دغه ګټه ښايي ناوړه هم وي.
بیلابيلې څيړنې ښيي چې بشر د ناوړه خلکو مشرۍ ته په ګمارلو کې تکړه دي، يعنې موږ عموماً داسې خلک مشرۍ لپاره ټاکو چې په ژبه کې غوړ وي، درواغو ژمنو ته تکړه وي، زموږ کبر او انا په پړسولو کې ښه وي، او ورسره پرې موږ ښه ښکاره شو، يعنې په فزيکي ډول ښکلی وي، جامه او دنياوي چارې يې منظمې وي او موږ پوه شو چې د هغې په وجود کې زموږ ګټې خوندي دي. لدې سره دې ته هم کتل کيږي چې دغه مشر ډير ستر بدلونونه را نه وړي تر څو زموږ خپل پردي نه کړي يا دا کوم حالت کې چې دا هر څه روان دي، همداسې روان واوسي.
په دې ټولو خودخواهيو کې دا بحث ښايی تر ټولو خيره کې مطرح شي چې دغه مشر د ادارې يا هېواد لپاره څومره ښه دی.
په سويډن کې د نوبل جايزو اړونده يو موزيم دی، د دې چارې اړونده ټول موارد پکې پراته دي، او هغوی چې ګټونکی دي د هغوی احوال هم شته، او هر کال ډير خلک لدې موزيم څخه ليدنه هم کړي. يو څه چې د هغه ځای لارښودان يې کله کله خلکو ته يادوي، هغوی وايي تقريباً د نوبل ټولو ګټونکو د جايزې له ګټلو وروسته بل نامتو کار نه دی کړی، يعنې دا يوه استثنا ده چې د نوبل جايزې ګټونکی دی د جايزې له ګټلو وروسته هم هماغه زحمت وباسي او خپلو ښو کارونو ته دې دوام ورکړي، کوم چې دې ګټونکو د دې جايزې له ګټې وړاندې کول.
ځينې ګټونکو خو آن نوبل جايزې ته د خپل ژوند جنازه ويلې ده، وايي چې له ګټلو وروسته يې ګټونکی وايي چې د خپل مسلک تر ټولو لوړې درجې ته ورسيدم نور هيڅ کار ته اړتيا نه شته. زما هدف دلته لدې يادونې څخه برياليتوب په خپل وجود کې د ناکامۍ تخم لري، هغوی چې له يو زحمته وروسته بريا ته ورسيږي، هلته آرامه کيږي، سلوکونه يې بدليږي او له کاره لاس اخلي، چې دا يې پخپله د ناکامۍ په لور بيايي.
ورته ليکنی: د برياليتوب دوام، سيالي له چا سره، سيال مو څوک دی؟، سمه پريکړه بايد څرنګه وي؟ په مشرۍ کې د ستونزمنو پريکړو مرستندويه اصول، د باور او مفکورې جهل، مشوره ناکامي نه ده، ډير کار که لږ خو ځيرکه کار اداري کلتور او د کارکوونکو هڅونه، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ، مشري او جنسیت، د ځان اداره او پيژندل – اخيري برخه






Leave a reply to آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه