انسان هر څه غواړي، او له بيې او زحمت پرته يې غواړي. خو ژوند پر راکړه ورکړه چليږي، څه به اخلې څه به پريږدې. پوهه پای نه لري خو وخت خلاصيږي. د بریالی او ناکامه شخص توپير په همدې کې دی چې پوهيږي څه پر څه تبادله کوي. که چيرې وخت محدود وي، د ژوند شيبې په شمار وي، نو آیا دا پوښتنه به له ځانه نه کړو، چې زما وخت چيرې مصرفیږي.
د خلکو تر منځ توپير هم پر همدې اساس وي، هغه څه چې تاسې پريږدئ، يو بل يې اخلي. د يو شخص ګواښ د بل فرصت دی. د يوه ناکامي د بل برياليتوب دی. خو دغه د ناکامۍ او برياليتوب مفهوم بيا شخص تر شخصه فرق کوي، هر يو يې په خپله تله تلي، ارزښتونه سره بدل وي. د يوه ارزښت ممکن د بل کباړ وي.
د تږي لپاره اوبه ډيرې مهمې وي، آن د اوبو لومړی غړپ له وروستي مهم وي، لومړی ګوټ يې تنده ماتوي، وروستني يې حرص پوره کوي. دا نه ده چې اوبه بدې يا بې کاره شوې، بلکې د شخص تنده يې ماته کړه، او نور ورته اړتيا نه لري.
ژوند له پريکړو ډک دی، څه وکړم څه ونه کړم، ژوند به تل موږ ته بې شمېره فرصتونه راکوي او موږ به بيشمېره پريکړې او ټاکنې کوو هرې ټاکنې لپاره به موږ له يو څه تيريږو، هره پريکړه له ځان سره عواقب لري د خوراک او زهرو تر منځ ټاکنه ډيره آسانه ده خو د خوراک او خوراک تر منځ پريکړه بيا دومره د تور او سپين ټاکل نه دي.
هره ټاکنه يوه بيه لري، کله چې يو څه ټاکو هغه څه چې پريږدو هغه د فرصت بيه ده، که مزار او جلال آباد ته د چکر اختيار درکړل شي، او لدوی څخه بايد يو وټاکئ، که مزار ته ولاړئ نو جلال آباد مو د فرصت بيه شوه، يعنې مزار ته تګ لپاره له جلال آباد څخه تير شوئ. همداسې په ژوند او مسلک کې هره چاره له ځان سره نورې بيې لري.
برياوې او ناکامۍ د دوامداره پريکړو او عملونو پايله وي، يو څوک نه سمدلاسه بريالی کيږي او نه ناکاميږي. بلکې دغه بريا او يا ناکامۍ لپاره به هر ساعت کار کړي، دغه کار ښايي شعوري يا غير شعوري دواړه اړخونه ولري. يو څوک به په شعوري توګه خپل برياليتوب لپاره کار کړي، خو پر اړوند کار يا زحمت سترګې پټول هم په شعوري توګه ځان ناکامۍ ته برابرول دي.
لکه يو څوک د ځغاستې په سيالۍ کې ځغلي، دغه د پنځه سوو مترو په منډه کې هغوی چې په دوامداره توګه يې ځان دغې ورځ ته تيار کړی وي، هغه به له نورو وړاندې وي، ګټونکی به وي او هغوی چې دغه تياری يې نه وي نيولې، به بايلونکی وي. هر هغه څوک چې نن يې تاسې بريالي بولئ، دغه ځای ته رسيدو لپاره زحمتونه ګاللي دي.
هره پریکړه لامل او اغيزه لري. بیلابيلې څيړنې وايي چې پريکړې احساساتي اړخ لري، او زموږ پریکړې پر احساساتو بنا وي، او وروسته ورته د منطق او شعور له لارې دلايل لټوو. لدې سره د شخص له پریکړې وړاندې او وروسته دلايل هم فرق کوي. له هغه څه څخه چې يو شخص له پريکړې وړاندې تيریږي له پریکړې وروسته يې احساس بدل وي.
ژوند کې هر چا ته هرڅه نه رسيږي، ټوله خبره د ټاکنو ده، زيار ټول باسي خو اساساً دا درک دی په هغه څه چې موږ پرې زيار باسو پر زيار ارزي يا نه!!، که پوهيږئ زما چاره پر زيار ارزي، تاسې ته مهمه ده، قناعت او خوښي درکوي، نو آن که له نورو وروسته هم پاتې شوئ، بیا هم بریالي ياست.
خو، پر داسې څه بوخت ياست، چې پوهيږئ پر زحمت نه ارزي، ستړی او خپه کوونکی کار دی، خو ځان ته د مجبورۍ احساس ورکوئ، نو آن که په لنډه کې بريالي هم شئ، ښايي په اوږده کې ځان وروسته پاتې وبولئ.
برياليتوب يو مزل دی، او پدې مزل کې هغه مخکې دی چې دوامداره روان وي آن که کرار هم وي، کله چې منزل شو نو ودريد او په دريدلو کې بريالې او مخکې نه ښکاري. مزل وکړئ برياليتوب ستاسې دی، له پريکړو زده کړئ، او په دوامداره توګه ښې پريکړې وکړئ او د لاسه تللو فرصتونو چرت مه وهئ په لاره ډېر فرصتونه نور راروان دي.
خو، که نن څه فرصت ګڼئ، له ځانه وپوښتئ، چې له هغې څخه ګټې اخيستنې لپاره کومه بيه پرې کوئ.
ورته ليکنی: د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله ييز فکر، بيه او ارزښت، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a Reply to د مشرۍ درس – ناکاميو منل – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريتCancel reply