ضرور نه ده هغوی چې يوه پریکړه کړي، اړونده پوهه دې هم ولري، نو ځکه مشوره کړي او د مسلک له پوهانو يې اوري.
د کرکټ بيلګه راواخلئ، ټلويزون ته ورته په ميليونونو خلک ناست وي، او هر يو ورته له خپل نظره ګوري. هغوی چې لوبيږي، هغوی چې په اړونده ساحه کې مسلکي مهارتونه او تجربه لري او هغوی چې هسې ورته د ساعت تيرولو او هېواد سره مينې ښودلو لپاره ناست، ټول به ورته له خپل نظره ګوري. ورسره هغه هېوادونه چې لوبغاړي يې لوبيږي. هغوی په دغه لوبو کې احساساتي هم ښکيل وي، دلته ضرور نه ده چې ټول دې يو ډول پوهه ولري، خو پريکړې او قضاوت به ټول کړي.
اکثره وختونه د پریکړې توان او پوهه سره ګډوډيږي، خلک فکر کړي چې پریکړه کوونکی بايد پر هر څه پوه شي، ښه بيلګه يې هغه مشران دي، چې داسې ښيي چې پر هر څه پوهيږي، چې دا د بشر لپاره يوه ناممکنه چاره ده. موږ دلته عمومي او تخصصي پوهه سره بيلوو. هغه څوک چې د ګوګل او چيټ جي بي ټي د لټون پوهه ولري او هغوی چې اړونده مسلک تخصصي پوهه او تجربه ولري، دواړه سره توپير لري.
که په مشرۍ کې يو څوک يوازې پخپله او يو بل نفر ورسره وي، نو دلته مشر هم پوه دی او هم د پريکړې توان لري. خو که چيرې دغه شخص د لسو نفرو مشر وي، نو بيا ښايي پر هر څه پوه نه وي خو د پریکړې توان به ولري. خو که چيرې بيا د سلو نفرو مشر شي يا داسې اداره رهبري کوي چې له سلو ډير کارکوونکي ولري، نو بيا پر هر څه نه دی پوه او نه ترې تمه کيږي چې پر هر څه پوه شي، خو دومره بايد پوه وي چې له چا مشوره واخلي، او څرنګه ښې پریکړې وکړي.
نن د پوهې په زمانه کې ستونزه د پوهې نه ده، يو آنلاين سرچ تاسې ته له اتومې بټۍ نيولې تر بولاني پخولو پورې هر معلومات درکوي، مهمه دا ده چې شخص بايد پوه شي کوم معلومات د منلو دي او له کومو بايد ډډه وکړي او ورسره که پوښتنه وي له چا بايد مشوره واخلي.
مشوره د ځان پوهولو لپاره کيږي، او که چيرې دغه مشوره پر ناقصه پوهه او تجربه بنا وي، نو طبعاً مشوره هم ناقصه ده. ځکه غوره مشورې هغه وي چې بیلابيل ابعاد او فکر راونغاړي. مشوره ورکول يا اخيستل د پريکړې پر معنا نه دي. پریکړه کوونکی به خپله پريکړه پخپله کوي او مسؤليت به يې اخلي.
فکر وکړئ يوه هېواد له نورو وړاندې سپوږمۍ ته سپوږمکۍ يا کوم شخص وليږه، اوس که نور هېوادونه غواړي همدا کار وکړي نو هڅه به کړي چې د دغه هېواد هغه خلک ځان ته راجذب کړي چې دا کار يې کړی وو يا هغه ليکنې او تجارب تر لاسه کړي چې په دې چاره کې ورسره مرسته وکړي. دغه ډيره حساسه موضوع ده، اکثره هېوادونو کې دغه ليږدول او راکوزول ډير محرم وي، يوازې داغل يې اعلانيږي چې وروسته مخکې څه کيږي له هغې څوک نه خبريږي.
نو په داسې حساسو موضوعاتو کې د نورو هېوادونو خلک ښکيلول خپله يوه جنجالي موضوع ده، خو هېوادونه يې کړي، د نورو له تجاربو يې زده کوي، له خلکو سره مشوره کړي. ضرور نه ده چې يو څوک مشوره درکوي هغه دې ښه پریکړه کووونکی هم واوسي يا دې همدومره اعتبار ولري لکه څومره چې پریکړه کوونکی لري، خو د مشوره ورکوونکي پر پوهه سترګې نه پټيږي.
که څوک د اعتياد په اړه پریکړه کړي، نو ورته به غوره وي چې له معتاد سره وغږيږي، سره لدې چې هغه ښايي د معتاد له ډيرو پريکړو يا اخلاقياتو سره موافق نه وي، خو د اعتياد، هغې اغيزو او کارولو په اړه له ټولو پوه دی.
ابتکارات تل په لومړي ځل کيږي، خو خپله يوه پروسه لري، موږ ممکن ځانګړي ابتکارات ونه کړو، خو د ابتکاراتو هڅولو او څرنګه يې بريالي کړو، هغې لپاره کولای شو له نورو یې زده کړو. دغه بحث د ژوند هرې موضوع ته پراخيدلای شي، خو زموږ اساسي ټکی دا دی چې مشر دې ضرور نه وي پر هر څه پوه شي، خو بايد دا ومني چې نه پوهيږي او د ځان پوهولو لپاره بايد اړونده میکانيزمونه ولري.
بشر په اجتماعي توګه هوښیار دی، خو په فردي توګه زده کړې ته اړتيا لري، هوښيار بنده پوهيږي چې د خپلو پريکړو لپاره څرنګه د بشر دغه اجتماعي پوهه وکاروي. څرنګه له هغه اشتباهاتو او کاشکو ځان وساتي چې پخواني بنده کړي دي. د مشر نن يوه لنډه مشوره سبا دا او د هغې اړوند ملاتړي له اوږدې پښيمانۍ ساتي.
ورته ليکنی: د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to د مشرۍ تسلسل – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه