آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې

پخوا به خلکو ريښتونی يا فزيکي ژوند درلود او کله چې به يې زړه تنګ شو نو ډيجيټلي وسيلو ته به شو، ګيمونه به يې کړل، ټلويزون ته به ناست وو، يا بله وسيله به يې کاروله او ساعت به يې پکې تيراوه. خو، نن سبا دا پديده مخ په چپه روانه ده، او دا رواج مخ په ډيريدو ده چې اصل ژوند آنلاين شوی دی او کله چې د آنلاين وسيلې يا ټولنيزو شبکو د ډير استعمال له کبله يې زړه تنګ شي، نو بيا دې فزيکي نړۍ ته راشي، اوبه، ګلان، چمنونه او نور وويني، بيا د دوی انځورونه واخلي بيرته خپلې آنلاين نړۍ ته ستانه شي او له خلکو سره دغه انځورونه شريکوي.

د همدې ډيريدونکي ارزښت له کبله خلک د خپلې آنلاين پيژندنې په اړه فکر کړي. له آنلاين پيژندنې هدف هر هغه څه دي چې تاسې په ډيجيټلي نړۍ کې نورو ته ورپيژني، او دا ضرور نه ده چې دغه پيژندنه دې واقعاً ستاسې له ريښتونې پيژندنې سره اړخ ولري.

په دغه آنلاين نړۍ کې نارينه ځان پر ښځينه، او متقابل بدلولی شي، ځوان پر زاړه او زوړ پر ځوان اوړي، افغان پر خارجي او بهرنی پر افغان اوړي، هره هغه پيژندنه چې ستاسې خوښيږي خپلولای يې شئ.

a man in a hoodie using a laptop computer

داسې بيلابيلې څيړنې ښيي چې آنلاين تيرويستنه څومره عامه ده. داسې ډيرې پيښې شته چې هلکانو د انجونو پر نامه له خلکو پيسې اخيستې وي، د هغوی نامناسب انځورونه يې ترې ثبت کړې وي او بيا د همدې انځورونو پر اساس يې ګواښي او نورې پيسې ترې وهي. ميرمنې په يوه او بل نامه تير ويستل شوې وي او پيسې يې ترې توږلي وي.

او څوک چې دغه تير ويستل کړي، ډير يې سرسخته مجرمين او بې لارې خلک هم نه دي، آن په ځينو مواردو کې عمرونه يې تر شپاړس او آن تر دې هم کم وي، ځکه دغه نسل له دې وسيلو سره بلد دی، کارول يې ورته آسانه دي، ورسره د بل په تيرويستنه کې يو واک او اختيار احساسوي، د خوند او پيسو لپاره يې کړي، خو د خپلو کړو پر ناوړه عواقبو او بدو اغيزو يې سر نه خلاصيږي.

د مصنوعي ځيرکتيا مخ په پراخيدونکي اغيزې له برکته کولای شئ چې دغې آنلاين پيژندنې ته د هر چا څيره ورکړئ، د هر چا غږ چې مو خوښيږي هغه ورته برابر کړئ، هره ژبه يا ټکي چې غواړئ هغه ورته برابرولی شئ او درته کاروي به يې. هر مسلک، عمر، ځای، فکر يعنې د پيژندنې هر څه غواړئ هغه ورته ورکولای شئ. له خپلې خوښې او طبعې سره يې سم عيار کړئ، او څلرويشت ساعته به درته هر وخت له زار قربان سره موجود وي.

په نړۍ کې د داسې خلکو شمير مخ په ډيريدو دی چې په خپل ځيرک ټليفون يا اړونده وسيله کې يې ځان لپاره ډيجيټل انډيوال عيار کړی وي. غږ، څيره او نورې ځانګړتياوې يې ورکړې وي، او هر وخت له هغوی سره بوخت وي، داسې بيلګې هم شته چې له خوب نيولې تر خوراک او جامو ټولو پورې، د همدې ډيجيټل وسيلو پر مشوره کيږي.

Internet LED signage beside building near buildings

دا هر څه د شخص پر ذهن، شخصي او ټولنيز ژوند ټولو اغيزه ښندي. په ذهني او سلوکي لحاظ انسان يې بې حوصلې کړی دی. څيړنې ښيي هغه ماشومان چې ډيجيټلي وسيلې ډيرې کاروي ژر په قهريږي او ګوزار کوي، همدا څيړنې بيا په مشرانو کې ښيي چې مشران هم په قهريږي او پر خپلو حواسو واک له لاسه ورکوي، يعنې ښايي ژر حوصله له لاسه ورکړي يا بدې ردې ووايي.

او که خپل ټليفون بې ځايه کړي، نو د نصواريانو غوندې بې حواسه، بې زغمه او لار ورکي وي.

په شخصي لحاظ هم، خلک د وخت حساب له لاسه ورکوي، په ساعتونه له دغو وسيلو سره بوخت وي، روغتيايي ستونزې ورته پيدا کيږي. په چاغوالي کې د دې وسيلو ډير کارول هم يو ستر عامل ګڼل کيږي. د زړه او سترګو تکليفونه هم پکې ډير وي. ځينې خو وايي آن د ژر زړښت سبب هم ګرځي.

په ټولنيز لحاظ د تګ راتګ او افهام او تفهيم ستونزې پکې لیدل کيږي. څيړنې ښيي هغه ماشومان چې له دې وسيلو سره راستر شي د افهام او تفهيم توان يې ډيره وده نه کوي. آن د کويډ/ کرونا پر مهال ځينو څيړنو وښودله هغه ماشومان چې په کورونو کې يوازې وو او يوازې همدې وسيلو او آنلاين زده کړو ته يې لاسرسی درلود، يوازې په يوه کال کې يې ټولنيز سلوکونه بدل شوي وو او له خلکو سره د غږيدا او ټولنيزو اړيکو ټينګولو ستونزې يې لرلی.

دغه آنلاين پيژندنه چې پر فيسبوک يا ټويټر له زرو ډير ملګري ولرې او ډوډۍ ته يوازې ناست وی، د انسان پر ژوند اغيزه کړي. انسان په دوامداره توګه د خوند او ذهني تحرک په يوه ځانګړي حالت کې ساتي، يعنې هميش دې بايد ساعت تير وي. او که چيرې ذهناً د خوند په حالت کې نه وی، نو بايد يو څه وکړې چې له دغه حالته ووځی او د خوند حالت ته داخل شی.

له همدې کبله، د دې وسيلو ډير کاروونکي چې له خوبه راپاڅيږي، له هر څه وړاندې د نصواري په څير چونډۍ او ټليفون پسې ګرځي او له ويدو کيدو وړاندې يې هم همدا اخيري کار وي، نه غواړي د دې وسيلو له کبله پيدا کيدونکي احساس څخه يوه دقيقه هم بهر ژوند وکړي.

آنلاين نړۍ ډيرې ګټې لري، د ژوند نه بيليدونکي برخه ده، خو د ريښتونی ژوند بديل نه ده. د هر څه روږدتيا په پيل کې له ډير کوچني څه پيليږي، بيا دا کوچنی څه هغه لومړی خوند نه لري، همداسې روږدی نورو نورو خوندونو پسې ګرځي.

د دغو وسيلو ډير کارول که نظم ونه لري، له ګټو يې تاوانونه ډير دي. څرنګه او څومره يې وکاروئ، هغه ستاسې خوښه ده. خو هر څه چې له حده واوړي تاوان لري، او د دغو وسيلو جوړوونکي په دوامداره توګه ورځ تر بلې ډيره هڅه کړي چې د دوی د وسيلو کارونه له حده واوړي، خلک پر ځان روږدي کړي، خو دا تر کاروونکي ده چې دغه کارونه څرنګه په حد کې وساتي.

ورته ليکنی: پر ټکنالوژئ میین،  سايبري مينه – اخيري برخه،  د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه،  مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار،  ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

6 responses to “آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې”

  1. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې […]

    Like

  2. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې […]

    Like

  3. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو آزار – (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې […]

    Like

  4. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې […]

    Like

  5. آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۱) – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] آنلاين نړۍ، د ميرمنو پر وړاندې تريخوالی او آزار – دوهمه برخه، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې […]

    Like

  6. مشري: مشوره – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، مشري: پريکړې او پوهه ، ډله ييز […]

    Like

Leave a reply to آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲) – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading