نن ولې پوهه ژر زړيږي؟

په يوه زمانه کې د پوهنتون سند ټول عمر لپاره کفايت کاوه، په يوه مسلک کې خلکو ټول ژوند تيراوه، خو نن د پوهې عمر لنډ دی، بریالي هغوی دي چې يوازې پر خپل سند یا تجربه ملا ونه تړي، بلکه دوامداره پوهې او تجربې ته د ژوند يو نه ختميدونکي اړخ په توګه وګوري.

د نن په بدلیدونکې نړۍ کې ډير خلک ډير ژر د مسلک له منډې پریوزي، يا لکه د درملو په څير پرې تاريخ تير شي، لدې کبله نه چې دوی نه پوهيږي یا يې تجربه کمه شي، بلکه له دې کبله چې بدليدونکې نړۍ سره ځان نه شي عيارولی.

د پوهې زړيدل يعنې څه؟

که سکروټې ته وګورئ، نو که چيرې سره ونه ساتلی شي، خپل ګرموالی پریږدي، همداسې د برقي بطريو هم له وخت سره ظرفيت کمزوری کيږي، آن په فزيکي توګه د اتومي بټيو راډيو اکټيف مواد هم له وخت سره خپله انرژي له لاسه ورکوي.

پوهه هم پر همدې اساس له وخت سره خپل ځيني ارزښتونه له لاسه ورکوي. دا نه ده چې غلطه ثابتيږي، بلکه نوره د ګټې وړ نه وي.

د دغې ګړنديوالي څو لاملونه وي، مثلاً مصنوعي ځيرکتيا، د چارو اتومات کیدل، ټکنالوژيو بدلونونه، نړيوالې سيالئ، د کاروبارونو او تجارتونو نوې طريقې، دوامداره نوي ساينسي کشفيات او نور ټول پر شته پوهه اغيزه ښندي، او د پوهې عمر لنډوي.

تجربه هم خپل عمر او نيټه لري. تجربه ارزښتمنه او ګټوره ده، خو که چيرې ورسره دوامداره زده کړه نه وي، نو ډير ژر پرې تاريخ تيریږي.

د نن ستر ګواښ د تجربې نه لرل نه دي، بلکې داسې يو حالت دی چې له تجربې سره هم پر شخص تاريخ تير شي يا له ارزښته پريوزي.

شرکتونه، پوهنتونونه، عامه ادارې، کړنلارې، کاروبارونه، روزنيز پروګرامونه، تګلارې او نور هم لدې کړاوه کړيږي. دوی ټول خپل عمر لري.

هغه ادارې/ کاروبارونه/ شرکتونه که چيرې پر دوامداره زده کړې سترګې پټې کړي، نو له وخت سره خپله اغيزمنتيا او ارزښت له لاسه ورکوي، آن که يوه زمانه کې نامتو هم وی، خو له وخت سره بې اغيزې کيږي.

څه بايد وشي؟

د دې په ځای چې يو څوک ووايي چې له پوهنتونه/ ښوونځي فارغ شوم او نور زده کړې ته اړتيا نه لرم، بايد ووايي چې زده کړه زما د مسلک تلپاتې برخه ده او دوامداره باید زده کوم.

راتلونکی به د هغوی وي چې په دوامداره توګه خپله پوهه او تجربه نوې کوي.

همداسې مشران بايد د دې پر ځای چې دا وپوښتي، زما خلک پر څه پوهيږي؟ بايد وپوښتي چې زموږ کومې مفکورې يا پلانونه نور د کار نه دي او بايد بدل شي؟

د ټول بحث اساسي ټکی دا دی چې پخوا به تعليمي سيسټم يا سواد خلک کار ته چمتو کول، خو نن بايد دغه تعلیم د نورې زده کړې سبب وګرځي، اصل کمال دا نه دی چې څومره پوهيږی، بلکه دا دی چې پر څه پوهیږي، څومره ژر خپله پخوانۍ پوهه پریښودلای او نوي څه زده کولای شی.

يو څوک دې نور دا تمه نه لري چې د پخوا پر پوهه به د سبا ستونزه حلوي، بلکه د سبا ستونزه او ننګونه به د سبا پوهه او تجربه غواړي.

ورته ليکنی: له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading