د چيټ جي پي ټي پر کارولو هېواد مصنوعي ځيرکتيا ته نه چمتو کيږي. هر کله چې يو هېواد مهارتونه، د معلوماتو/ ډيټا سيسټمونه، غښتلې او مسلکي ارګانونه/کاروبارونه/ ادارې، قوانين او مقررې، زيربناوې او تخنيکي مشرۍ توانونه او ظرفیتونه پيدا کړل نو هغه وخت دې ځان مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد وګڼي.
نړيوال مالي صندوق د ۱۷۴ هېوادونو مصنوعي ځيرکتيا ته چمتووالي لپاره د هغوی ډيجيټل زيربنا، بشري ظرفيت، کار قوانين، ابتکار، ګډکار يا همغږي او مقررې ورارزولې، په اخيره کې دې نتيجې ته ورسیدل چې مصنوعي ځيرکتيا ته چمتوالی نه يوازې چې د ټکنالوژئ موضوع ده، بلکه د ملي ظرفیت او توان بحث هم دی.
اکثره خلک فکر کړي چې مصنوعي ځيرکتيا يوازې يو کمپيوټري پروګرام دی. خو په واقعيت کې دا د هغه هېواد د تعلیمي سيسټم، ادارو/کاروبارونو/ ارګانونو، ډيجيټل زيربناوو، مسؤلينو او اوږدمهاله فکر يو ازميښت او جوړجاړی دی.
سنګاپور مصنوعي ځيرکتيا ته د پرمختګ لپاره د يو لومړيتوب په سترګه ګوري. د هغوی د مصنوعي ځيرکتيا ملي ستراتيژي غواړي چې له مصنوعي ځيرکتيا څخه پراخه ګټه رسونې، ظرفيتونو جوړولو، څيړنو، کاروبارونو ظرفیتونو او عامه خدمتونو بهترئ او بدلولو کې ګټه واخلي.
ډيجيټل زيربناوې
مصنوعي ځيرکتيا بريښنا، انټرنيټ، کلاوډسيسټمونو، معلوماتو خوندتيا، عمومي او معلوماتي وسيلو ته اړتيا لري، لدې پرته به مصنوعي ځيرکتيا يوازې فردي استعمال ولري.
مخکې لدې چې يو هېواد له ځانه د مصنوعي ځيرکتيا استعمال په اړه وپوښتي، بايد خپلو زيربناوو ته وګوري چې آیا دغه زيربناوې داسې ټکنالوژي ملاتړولی او کارولی شي.
عربي امارات د ۲۰۳۱م کال ستراتيژي پر دې فکر بنا ده چې د مصنوعي ځيرکتيا د وسيلو له لارې وکولای شي د حکومت چارې ښې کړي، د لومړیتوب ساحې وپيژني، د معلوماتو زيربناوې غښتلې کړي، تکړه او ځيرکه خلک راجذب کړي او په نړيواله توګه سيال پاتې شي.
بشري ظرفيت او د مصنوعي ځيرکتيا پوهه
هېوادونه يوازې د مصنوعي ځيرکتيا ماهرينو ته اړتيا نه لري، بلکه دوی پر مصنوعي ځيرکتيا پوه ښوونکي، عامه مامورين، مديران، مسلکي مشران، طبيبان، انجينران، خبررسوونکی او څيړونکي او زده کوونکي غواړي.
يعنې، پر مصنوعي ځيرکتيا بايد ټول د خپل تر وسه پوه شي، دا بايد د عامه زده کړې برخه وي، نه يوازې دا چې د کمپيوټر پوهان ترې راتاوو وي.
د ايسټونيا د مصنوعي ځيرکتيا پوهې ابتکار يې ښه بيلګه ده، چې په ۲۰۲۵م کال کې يې ۲۰۰۰۰ زده کوونکو او ۳۰۰۰ ښوونکو ته د مصنوعي ځيرکتيا زده کړې وسيلې ورکړې او همدې ته يې په ۲۰۲۶م کې هم دوام ورکړ، تر څو دغه پوهه له ښوونځيو او ښوونکو راپيل شي.
تعلیمي نصاب عيارول
پوهنتونونه يا تعلیمي ادارې بايد پخوانی نصاب پر نوی طريقه وړاندې نه کړي. بايد دوی زده کوونکي او خپل فارغين داسې نړۍ او حالاتو ته تيار کړي چې هلته به مصنوعي ځيرکتيا د هر څه برخه وي، هلته به د دې وسيلو په مرسته کارونه پر مخ ځي، څيړنې، ليکنې، پروګرامونو جوړول، ارزول او پريکړې به کيږي.
لدې وسيلو به په هر څه کې کار اخيستل کيږي، او دا فارغين بايد پوه شي چې دا وسيلې به څرنګه غوره او بهتره کاروي. نو ځکه بهتره به وي چې:
- مصنوعي ځيرکتيا د زده کړې او پوهنتونونو د هرې څانګې برخه وي.
- هر څوک بايد پر دې پوه شي چې له معلوماتو څرنګه په خپلو پريکړو، ستونزو حلولو او ارزولو کې ګټه واخلي، او د معلوماتو اخلاقي او قانوني اړخ هم وپيژني.
- مخکې لدې چې له زده کوونکو پر مصنوعي ځيرکتيا د پوهيدو تمه وشي، ښوونکي بايد پرې پوه شي.
- زده کړه بايد هر څه پر يادو يادولو څخه عملی اړخ ته ولاړه شي، دوی بايد پوه شي چې له خپلې زده کړې څرنګه عملي ګټه واخلي.
د يونسکو څيړنه ښيی چې مصنوعي ځيرکتيا کولای شي په زده کړو کې ښه مرستندويه واوسي، خو عموماً د تګلارو او قوانينو اختلاف او نه برابرتيا د ټکنالوژيو پراخه خپلولو په وړاندې يوه ستره ننګونه وي.
د عامه سکتور ظرفیت
حکومتونه کولای شي چې په نمونوي ډول له مصنوعي ځيرکتيا څخه په لاندې ساحو کې ګټه واخلي،
- د عامه خدمتونو برابرول، په داسې هېوادونو کې چې ولس يې ځوان او په پراخه توګه له ټکنالوژیو سره بلد وي، ولس تمه لري چې عامه خدمتونه هم د دې وسيلو په مرسته وړاندې شي
- د اسنادو ارزونه، په ځينو هېوادونو کې له تذکرو نيولې تر پاسپورټونو ټول د معلوماتي ټکنالوژئ وسيلو په مرسته خلکو ته رسول کيږي او دا تمې او استعمال مخ په ډيريدو دی
- د جعلکارئ مخنیوی
- له عامه خلکو نظرونه اخيستل
- د چارو پلانول او د لومړيتوب ساحو پيژندل
- معلوماتو ارزونه، حکومتونه په پراخه کچه معلوماتو ته لاسرسی لري، چې ښايي د ټولو ارزونه له ټکنالوژيو پرته ستونزمنه وي، او دا وسيلې پکې ښه مرسته کولای شي.
- ژباړې، ضرور نه ده چې هر څه دې بشر وژباړي، نن سبا د ماشين او بشر د ژباړې تر منځ توپير مخ په کمیدو دی
- د خبردارئ سيسټمونه، د ۲۰۰۵م کال راهيسې ټکنالوژي په پراخه توګه له طبعي پيښو څخه د خبردارئ لپاره کارول کيږي، لکه داسې يو حالت چې د سيلاب په مسير کې د لوړو سيمو وسايل د ټيټو سيمو خلک خبر کړي، چې د سيلاب ګواښ شته او ښايي په دومره وخت کې ستاسې سيمو ته در ورسيږي.
د بشر تر څارنې او د اړونده قوانينو په چوکاټ کې چې د ټولو حقوق پکې خوندي وي، دا وسيلې کولای شي حکومتونو ته د عامه خدمتونو غوره برابرولو او خپلو لګښتونو په راکمولو کې ستره مرسته وکړي.
د او اي سي ډي (د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو ګډه ټولنه) څيړنه ښيي چې په دولتي کچه د مصنوعي ځيرکتيا خپلول مخ په ډيريدو خو مساويانه نه دي، او تر ډيره د عامه خدمتونو په وړاندې کولو او د داخلی عملیاتو پر بهترولو متمرکز دي.
مسؤل مقررات
دا د ټکنالوژيو له پخوا را روان رواج دی، چې لومړی ټکنالوژي راځي، بیا ورپسې د هغې د کارولو قوانين او مقررات رارسيږي، تر ټولو ښه قوانين هغه وي چې عامه ګټې خوندي کړي خو ورسره ابتکار ته هم لار پریږدي.
د ټکنالوژيو او په ځانګړي ډول د مصنوعي ځيرکتيا قوانين/ مقررات د معلوماتو محرميت، روڼتيا، خوندتيا، مسؤلیت، عامه خريداريو، زده کړو، روغتيا، مالياتو او نورو اړونده چارو لپاره اصول او مقررات لري.
يونیسکو د مصنوعي ځيرکتيا اخلاقیاتو لپاره ځينې وړانديزونه لري چې د هغې ۱۹۴ غړو هېوادونو لخوا په پام کې نيول کيږي او مصنوعي ځيرکتيا کارولو ته د بشري ګټې او بهترئ له اړخه ګوري.
اقتصادي او کاروباري کارول
مصنوعي ځيرکتيا کولای شي چې کاروبارونو ته هم ګټوره واوسي، مثلاً
- بانکونه ترې د تقلب مخنيوي او مشتريانو خدمتونو ښه کولو لپاره ګټه اخيستلای شي
- مخابراتي شرکتونه ترې د خپلې شبکې بهترولو لپاره ګټه اخلي
- په کرهڼه او مالدارئ کې د اقليم، حاصلاتو او کښت په اړه معلوماتو او مشورې لپاره کاريدلی شي
- په لوژيستيک يا مال رسولو کې د بهتره سفر، مسير او وسيلې ټاکلو لپاره کاريدلی شي
- ميډيا يا رسنۍ يې د ژباړې او محتوا جوړولو لپاره کارولی شي/ يا کاروي
- کوچني کاروبارونه يې د بازار موندنې، مالي حساباتو، مشتري ملاتړ او نورو لپاره کارولی شي
د کاناډا د مصنوعي ځيرکتيا ستراتيژي چې په ۲۰۱۷م کال کې يې خپره کړه او پر همدې موضوع د نړۍ لومړی داسې سند ګڼل کيږي، په اوږدمهال کې د مصنوعي ځيرکتيا پر ظرفيتونو د څيړنې او فردي ظرفيت بهتره کولو له اړخه تمرکز کوي.
د معلوماتو ملي ستراتيژي
مصنوعي ځيرکتيا پر معلوماتو چليږي، خو اکثره هېوادونه د معلوماتو راټولولو او ارزولو منظم ميکانيزمونه نه لري، د دوی دغه معلومات عموماً ګډوډ، خواره واره، له لاسرسئ ليري يا بې نظمه او غير خوندي وي.
تر څو چې د يو هېواد معلومات منظم او د استعمال وړ نه وي، تر هغې دا د مصنوعي ځيرکتيا پر جدي لوبغاړي نه بدليږي، د نورو هېوادونو د تجاربو په رڼا کې هېوادونه بايد:
- عامه معلوماتو ته ډيجيټلي شکل ورکړي
- معلوماتو راټولولو، لاسرسئ، خوندتيا او نورو لپاره قوانين او معيارونه ولري
- شخصي معلومات محرم وګڼي او ويې ساتي
- خپل احصائيوي ظرفیتونه لوړ او بهتره کړي
- د معلوماتو عامه سيسټمونه رامنځ ته او بهتره کړي
- او چيرې چې امکان ولري، معلومات عام يا ورته پراخه لاسرسی وهڅوي
د هر چا لپاره
د يوه ابتکار يا ټکنالوژيو خپلولو تر ټولو ستره ننګونو د ټولو لپاره هغې ته لاسرسې او ورڅخه ګټل اخيستل دي. که چيرې مصنوعي ځيرکتيا يوازې غني ښوونځيو/پوهنتونونو، سترو شرکتونو او ښاري ولس ته د لاسرسي وړ وي نو بيا ممکن د درلودونکو او نه درلودونکو تر منځ د يوه ستر واټن سبب شي.
نو ځکه هغوی چې دې ساحې لپاره کړنلارې جوړوي بايد له ځانه وپوښتي چې هر څوک ورته په عادلانه ډول لاسرسی ولري او د خپل ژوند او کاروبار بهترئ لپاره ترې ګټه واخلي.
د افريقايي هېواد روانډا د مصنوعي ځیرکتيا پاليسي غواړي چې د مصنوعي ځيرکتيا د کارولو له لارې اقتصادي وده، بهتره ژوند او مسؤلیت او ټولشموله ابتکار وهڅوي.
افغانستان په څير هېواد لپاره اوسمهال اساسي پوښتنه د چيټ جي پي ټي په څير د مصنوعي ځيرکتيا وسيلو جوړول نه دي، بلکه دا ده چې آیا موږ کولای شو خپل خلک، کاروبارونه/ ادارې/ ارګانونه، ښوونځي يا تعلیمي ادارې او عامه خدمتونه له مصنوعي ځيرکتيا څخه غوره ګټه اخيستنې لپاره چمتو کړو.
مصنوعي ځيرکتيا د اشخاصو يا ټولنو ځای نه نيسي، خو هغه هېوادونه چې له دې وسيلو غوره او بهتره ګټه اخلي، به د نورو په پرتله ښه او ګړندئ وده وکړي.
هېواد له خلکو جوړ وي، او هېوادونه هغه وخت مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو کيږي چې د هغې ولس زده کړې ته چمتو وي، کاروبارونه يې خپلې ودې لپاره وکاروي، معلومات د لاسرسئ او اعتبار وړ وي او مسؤلین له نن اخوا د سبا فکر وکړي چې څرنګه هغې لپاره ځان او ولس چمتو کړي.
ورته ليکنی: نن ولې پوهه ژر زړيږي؟، ښه خلک، کمزوری سيسټم، د ژوند څلور تضاده، باور وخت نيسي، خو ژر له لاسه وځي، ټکنالوژي او عقيده، ټکنالوژي او ذهني وده، ځيرکه انسان: ۱۲ عملي نښې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، وخت او مطالعه، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، نور ناپوهه ګڼل، پټه سرخوږي – څرنګه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا زموږ فکر او ذهنونه بدلوي؟






Leave a Reply