هره اداره/ کاروبار/ شرکت پلانونه لري. هېوادونه ملي تګلارې او ستراتيژئ لري. شرکتونه او کاروبارونه تجارتي پلانونه، این جي او يا غير انتفاعي موسسې د پروژې پلانونه لري. زده کوونکي هم د ځان لپاره د زده کړې پلانونه لري. آن افراد د هر کال په پيل کې ځان لپاره د کال اهداف او پلانونه لري.
خو، د دوی اکثريت يې خپلو اهدافو ته نه رسيږي. ستونزه پلان نه دی، بلکه دا فکر دی چې د پلان جوړول د پرمختګ سبب ګرځي.
پلان درته يوازې منزل تعريفوي، هلته مو نه بيايي، دا مزل او ورتګ به تاسې پخپله کوئ.
پلان لارښوونه ده، نتيجه نه ده
پلانونه خپل ارزښت لري، ځکه د هدف، ولې دغه هدف لرو او هلته رسيدو لپاره څه ته اړتيا لرو، په څير مهمې پوښتنې ځوابوي.
خو، پلانونه په يوازې د ارزښت سبب نه ګرځي. هیڅ هېواد يوازې د ستراتيژيو او کړنلارو له برکته پرمختللی نه دی. هیڅ کاروبار د خپل اغيزمن تجارتي پلان له کبله بريالی نه دی.
ارزښت د عمل او د همدې پلان په پياده کولو کې دی.
پلان څومره عملي دی؟
هر پلان پر مفکوره او د پخوا پر معلوماتو بنا وي. د پلان جوړوونکی په دې فکر وي چې دا بايد کار وکړي، ځکه چې پخوا يې کار کړی وو، يا دا پر دې باور وي چې د هغې د پوهې، تجربې، فکر، مهارت، او نورو په رڼا کې بايد د ده جوړ کړی پلان عملي او بريالی وي.
خو، بازارونه او چاپيريال بدليږي. ټکنالوژئ او د کار طريقې بدليږي. خلک ځي راځي، مالي منابع بدليږي، ناڅاپي پيښې پيښيږي، نور داسې ډير څه کيږي چې د هیڅچا په واک کې نه وي.
نو ځکه، بهترينې ادارې او کاروبارونه خپل پلانونه له واقعيتونو سره عياروي، د دوی نظر پر خپلو اهدافو وي، ژمنتيا يې منزل ته وي، خو هغو اهدافو ته د رسيدو لار او طريقه د شتو حقايقو او معلوماتو په رڼا کې بدلوي.
نه بدليدونکی او د کاڼي کرښې پلان له ګټې ډير د کاروبارونو پر نقص تماميږي.
د ښه پلان پنځه توکي
هر ښه پلان عموماً پنځه ځانګړتياوې لري:
۱. ملکيت
هر څوک له پلانه خبر وي، پوهيږي چې چيرې، ولې او پر څه ځو، خو لدې سره پر دې هم پوهيږي چې ښايي زموږ له بهترينو هڅو او زحمتونو سره بيا هم ممکن هغې نتیجې ته ونه رسيږو چې تمه يې لرو، خو پر دې باوري يو چې له نن څخه به په ښه حالت کې واوسو.
۲. لومړيتوبونه
هر څوک هر څه نه شي کولای. نه هر کاروبار په هر څه کې ښه وي. نو ځکه هر څه ته لاس اچول د هيڅ کولو پر معنا دي. ښه پلان لومړيتوبونه ټاکي او پر هغو لومړيتوبونو دريږي. ورسره دا هم وايي چې څه د دوی لومړيتوب نه دی او هغې لور ته به نه ځي.
۳. اندازه کول/ تلل
هر پلان د خپل پرمختګ او بدلون ميکانيزمونه لري. دوی پوهيږي چې څرنګه بايد پوه شو چې پرمختګ کړو. هر څه اخير ته نه پریږدي چې وخت او وسايل خلاص وي بيا ووايي چې په غلطه تللي دي. د هر ګام او هر وخت لپاره د اندازه کولو واحدونه لري.
۴. مسؤليت
له مسؤليت او ځواب ورکولو پرته پلانونه يوازې پر ليسټونو او لیکنو بدليږي. هر شخص پوهيږي چې د څه مسؤل دی او د خپلو چارو به چا ته ځواب وايي. پوهيږي چې ناکامي د مزل برخه ده، له هغې څخه زده کړه کوي او پوهيږي چې په راتلونکي کې ترې څرنګه ځان وساتي.
۵. عيارول
نړۍ له پلانونو ګړندئ بدليږي. بريالئ ادارې ځان له دغه بدلون سره عياروي. اغيزمن پلانونه عياريدونکي پلانونه دي. هغوی د خپل پلانونو ښه ساتي او پر نيمګړتياوو يې کار کوي او بهترئ په لور يې بيايي.
پلانونه ولې ناکاميږي
سره لدې چې پلانونه ښه جوړيږي، د خلکو ارادې هم ښې وي، خو بيا هم خپلو اهدافو ته په رسیدو کې پاتې راځي، د پلانونو د ناکامئ عموماً څو لاملونه وي، مثلاً:
- له ضرورته ډير اهداف لري
- مسؤلیتونه پکې روښانه نه وي
- وروسته پوښتنه او تعقيب نه وي
- خلک پرې پوهول شوي نه وي
- مشران په دوامداره توګه لومړيتوبونه بدلوي
- د نتايجو او لاسته راوړنو پر ځای فعاليتونه نازول کيږي
- له سختو پريکړو ډډه کيږي يا وروسته اچول کيږي.
پلانونه خلک عملي کوي، او د دوی د ناکاميو يو تر ټولو اساسي لامل همدا بشري او مديریتي ستونزې وي.
اساسي پوښتنه
له افرادو نيولې تر ادارو او هېوادونو ټول پلانونه لري، اکثره له ځان پوښتي چې آیا پلان لرو، خو تر دې مهمه پوښتنه دا ده، چې آیا هغه نظم او جرات لرو چې دغه پلان پر عمل واړوو؟
موږ اکثره وختونه د ستراتيژيو/ پلانونو جوړول هڅوو او نمانځو يې، چې يو ډير پرمختللی او جامع سند مو جوړ کړ، خو په اصل کې دا يې تر ټولو اسانه برخه ده.
کمال دا دی چې د پلانونو د جوړولو له مجالسو وروسته، هره ورځ هغه پلان عملي وي، سختې او جنجالي پريکړې وشي او په دوامداره توګه په هغه لور مزل وي چې پلانونو ټاکلی دی.
پلان لوری دی، د منزل او اهدافو په لور رهنمايي ده، خو کمال او نتايج له عمل لاسته راځي، داسې عمل چې دوامداره او له واقعيتونو سره عيار وي.
ورته ليکنی: مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply