ولې هره ستونزه پر حل نه ارزي

موږ د ستونزې حلوونکي نازوو، خو ستونزو پيژندونکو پر ارزښت سترګې پټوو. ټولنې هغوی نازوي چې ستونزه حلوي، د کاروبارونو په پيل کې دا مشوره ډيره اوريدل کيږي چې د ټولنې يوه ستونزه وپيژنئ او هغه حل کړئ، خو دا ورته څوک نه وايي چې ستونزه به څرنګه پيژنم.

ښوونځي هغه زده کوونکي نازوي چې هره پوښتنه ځواب کړي، خو دا ترې نه پوښتي چې آیا دا ستونزه پر ځواب ارزي.

مديران يا کارکوونکي پر دې پرمختګ کړي چې موضوعات حلوي، خو دغو لړلو تپلو ته يې نه ګوري چې د دغو هر څه له خپل ميزه ليرې کولو له کبله راپيدا کيږي.

هره ستونزه بيه لري، اوسنی شکل بيه ده او د هغې حل هم بيه ده، هر کله چې څوک د ستونزې د حل لپاره اقدام کوي، دې ته ګوري چې حل يې د اوسني حالت په پرتله ارزانه يا ده ته ګټور دی.

ښه مشران سمې ستونزې حلوي، ستر مشران لومړی دا ټاکي چې آیا دا ستونزه پر حل ارزي، او د ستراتيژيو یا تګلارو اغيزمنتيا هم له همدې پوښتنې راپيليږي چې آیا دا ستونزه رښتيا هم پر حل ارزي؟

a large number of question marks on a wall

آیا اصل ستونزه همدا ده؟

اکثره وختونه موږ عمرونه د ستونزې پر اثارو مصرفوو خو اصل ته يې نه ځو، مثلاً کاروبار ويني چې خرڅلاو يې کميږي، نو اعلانونه ډيروي، خو دې ته نه ګوري چې دا ښايي د محصول يا خدمت د کيفیت د خرابيدو له کبله وي، د مشتريانو باور يې له لاسه ورکړی وي يا سيالان يې غښتلي شوي وي.

يا ادارې ويني چې سم څوک ورسره کار ته نه راځي يا خپل کارکوونکي یې هم کار پریږدي، نو څه کړي خلکو ته معاشونه ورډيروي، اما دې ته نه ګوري چې ښایي دا هر څه د مشرئ د ضعف، د پرمختګ د محدودو فرصتونو يا د کار نامناسب چاپيريال له کبله وي.

عموماً، هغه څه چې تر ټولو څرګنده او پړقیدونکی وي، هغه د ستونزې اصل لامل نه وي، د ستونزې اصل زيرمه چيرته په څو پردو کې پټه او لټه غواړي.

خلک هغه څه پسې ځي، چې ښکاري، خو دې ته نه ګوري چې ولې. ځينې وختونه ستونزه له نښو سره غلطيږي.

که هیڅ ونه کړو نو څه به وشي؟

د زيرمو او وسايلو د محدوديت په رڼا کې، د ستونزې د حل پريکړه نه يوازې دا ټاکي چې کومه ستونزه بايد حل شي، ورسره دا پریکړه هم ده چې کومه ستونزه نه حلوو.

که ستونزې ته د ريسک له نظره وګورئ، موږ ريسک پر چارو د ابهام او ناڅرګند حالت اغيزه بولو، نو که چيرې ستونزه د ريسک په رڼا کې وارزول شي، هره ستونزه يو ډول ځواب او حل نه غواړي، ځينې ستونزې ممکن:

  • بايد پوره حل شي يا اوسنی حالت يې په پوره ډول بدلون وکړي.
  • د نيمچه حل په حالت کې وساتل شي، داسې يو حالت چې له واکه ونه وځي، خو پوره حل هم نه وي.
  • تر هغې څارل کيږي چې تر څو يې حالت بدل نه شي، يعنې اوسنی حالت يې د منلو وړ دی خو که پر بل څه وانه وړي.
  • حل يې ځنډنی کيږي، وروسته به ورسره ګورو.
  • همدې حالت کې قبليږي، يعنې حل يې ښايی ډير ګران وي يا پر هیڅ حل ونه ارزي، همدې حالت کې يې منو.
  • مخه يې نيسو، که فکر کوو يو څه پر مهمې ستونزې اوړي، نو موږ يې مخه نيسو.
  • سترګې پرې پټوو، موږ يې هیڅ ستونزه نه بولو، ممکن د نورو لپاره به وي، خو زما لپاره نه ده.

هر څه ته پر يوه سترګه کتل د هڅو او وسايلو ضياع ده، چې له کبله يې بنده تل په منډه کې وي.

په داسې يوه حالت کې چې هر څوک غواړي ستونزه حل کړي، دې پوښتنې ته نه راځي چې که هیڅ ونه کړو نو بیا، ځينې ستونزې:

  • پخپله له منځه ځي يا پخپله حليږي.
  • نورې مهمې نه وي.
  • يا له هغې غټې ستونزې او بدلون سره مخ کيږئ.

ممکن په داسې حالاتو کې صبر ګټور وي. اکثره ستونزې يوازې نښې نښانې وي، او دا د ادارو لپاره ښايي تر ټولو ستره ستراتيژيکه ننګونه وي، چې اصل منبع ته نه ځي، چې ولې له دغې ننګې سره مخ دي، یا رښتيا هم شی مهم دی.

د ستونزې حل د بلې ستونزې سبب ګرځي

هر حل نهایی نه دی او نه ارزانه او وړيا دی، هره لاسوهنه سيسټم او حالات بدلوي، دا د مقاومت او ويرې سبب ګرځي، نابلديا پيدا کوي، ورسره اشتباهات ډيريږي، چې دا بيا د نورو ستونزو سبب ګرځي.

د همدې د ريسک په مديریت کې يو بحث د دويمګړو ريسکونو هم شته، چيرې چې تاسې يو ريسک حلوئ، د هغې حل د بل ريسک سبب ګرځي، مثلاً يو څوک له دفتر څخه يو نفر د فکري يا اخلاقی اختلاف له کبله ځوابوي، چې سړی راباندې ښه ونه لګيده، ځواب خو مو کړ، اما د هغه کار به څوک کړي او هغه خلا چې راپيدا شوه هغه به څوک ډکوي.

مثلاً:

  • ډيرې مقررې او لارښودونه ښايي د واکدارئ او کنټرول سبب شي، خو عياريدنه له منځه وړي.
  • ډيرې ناستې او غونډې ممکن د همغږئ سبب شي خو د کار او نتيجو د سستوالي سبب ګرځي.
  • ډير راپورونه او احوال اخيستل به ځوابدهي او مسؤلیت ډير کړي او ورسره د بيوروکراسئ سبب ګرځي.
  • د هر څه اتومات کول به اغيزمنتيا ډيره کړي خو ورسره د بشر قضاوت او ابتکار محدودوي.
  • مرستې به لنډمهال کې لاسنيوی وي خو په اوږده کې د اتکا او خيرات خورئ سبب ګرځي.

هوښيار بنده او مشر يوازې دې ته نه ګوري چې کوم حل کار کړي، بلکې دا هم ټاکي چې د کومو نوو ننګونو سبب ګرځي.

آیا ستونزه پر حل ارزي

هر ستونزه پر يو ډول ارزښت او هڅه نه ارزي. د ستونزې بيې، وخت، ټولنيز يا کاروباري ارزښت، توان او عامه قبوليت ته وګورئ، چې آیا پر دومره هڅه ارزي.

ځينې وخت حل يا درمل له ستونزې يا ناروغۍ ستره بيه لري.

آیا د ستونزې حل مو اوږدمهاله هدف ته لنډوي

ستونزې عموماً سمدلاسه او اوږدمهاله ارزښت لري، مهم د هغو ننګونو حل وي چې تاسې په اوږدمهال کې تاواني کوي، اما د خلکو پام عموماً هغه څه ته وي، په لنډه کې تر ټولو څرګنده او د هر چا ورته پام وي.

اغيزمن مشر پوهيږي چې ستونزه بايد د اوږدمهاله اهدافو په رڼا کې تعريف شي، هر هغه څه چې دوی له دغو اهدافو ليرې کوي، هغه پر حل ارزي. مشران پر دې بريالي او تلپاتې نه وي چې هره ستونزه حلوي، بلکه د هغوی پر دې کمال تلپاتې نوم لري چې اصل ستونزه يې وپيژندله او حل يې کړه.

د اکثرو ادارو/ کاروبارونو ډير وخت د تر ټولو څرګنده او لوړ غږ ستونزو لور ځي، هر څه چې شور ډير کړ، هلته ځي، خو شور او چيغې د اهميت پر معنا نه دي.

ستراتيژک او اوږدمهاله ارزښتمن فکر له تاسې غواړي چې:

  • سمدلاسه له مهم بيل کړئ.
  • شور له ارزښت بيل کړئ، هغه څه چې ټولو ورته پام وي، ممکن تر ټولو مهم نه وي.
  • اوږدې ته وګورئ، چې د ننګونې حل مو څومره اهدافو ته لنډوي.

له نظم او زغم پرته اکثره مشران په سمدستي کې غرق وي، اوږد فکر ترې پاتې وي.

ځيني ستونزې پخپله له منځه ځي

هر اختلاف حل نه غواړي، هره ګوتنيونه ځواب نه غواړي، هر سيال پر پاملرنې نه ارزي، هر رواج څوک نه خپلوي.

دا پخپله د مشرئ يو کمال دی چې هر څه پسې ونه ځغلي.

د نن په دوامداره اخلالوونکي زمانه کې وخت تر ټولو ارزښتمنه او مهمه زيرمه ده. ادارې اکثراً د ځيرکتيا يا پيسو له کبله وروسته نه پاتې کيږي، بلکه له دې کبله ډوبې وي چې د مشرانو او مسؤلينو پام او وخت يې څو ځايه ويشل شوی وي.

هره بې ارزښته ستونزه ستاسې پام او وخت له ارزښتمنې ستونزې اړوي. د خپل وخت او پام ساتنه د نن زمانې ستراتيژيکه پانګه او کمال دی.

a blue question mark on a pink background

پوښتنه مو ځواب ته رسوي

د زيرمو له مصرفولو وړاندې وپوښتئ،

  • آیا اصل همدا ستونزه ده يا دا یې یوازې اثار دي؟
  • موضوع څومره مهمه ده؟
  • که چيرې حل يې نه کړو يا هيڅ ونه کړو نو څه به وشي؟
  • که چيرې حل يې کړو، نو د نورو څه ستونزو به سبب شي؟
  • که چيرې دا ستونزه حلوو، نو څه پريږدو، له څه پام اړوو؟
  • آیا دا حل مو خپلو اوږدمهاله اهدافو ته لنډوي؟ او ممکن تر ټولو مهمه پوښتنه دا وي، چې
  • آیا دا زموږ د محدودو زيرمو او وخت بهترين استعمال دی؟

بهتره پوښتنې غوره لومړيتوبونه ټاکي، په پوښتنه کې حل دی.

خلک عموماً هغو پسې ځي چې پيچلې ستونزې حلوي، خو تاريخ د هغو دی چې سمه او اصل ستونزه يې حل کړې وي، هغه څه ته يې لاس اچولی وي چې پر حل او لاس اچولو وارزي.

د بې شميره ننګونو او ستونزو په نړۍ کې له محدودو زيرمو سره، عقل دا نه دی چې هر څه ته لاس واچوو، هره ستونزه حل کړو، هره نارامي له منځه يوسو، بلکه دې وګورو چې څه پر حل ارزي، څه ته بايد پام وکړو او له څه سره بايد ګوزاره وشي.

ورته ليکنی: ولې يوازې ښه پلانونه کفايت نه کړي، مصنوعي ځيرکتيا ته چمتو هېواد، غښتلتياوې به مو ممتاز کړي،  له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading