انسان د ځان په عيارولو کې کمالي دی، لومړی چې څه يې پر طبعه برابر نه وي، نو ګيله کړي، ماته ګوډه هڅه کړي چې بدل يې کړي، خو ورو ورو ورسره ځان عادتوي، او څه موده وروسته ورته عادي شي.
فکر وکړئ که يو څوک په لومړي ځل د بريښنا له پرچاوئ/ تګ سره مخ شي، نو په لومړي پيل کې ورته ستړې کوونکې ښکاري، بد رد به هم وايي، خو ورو ورو ورسره عادت شي، بيا چې کله بريښنا وي نو هغه ورته غير عادي ښکاري.
يا د نوي سرک رغيدنه پيليږي، په پيل کې خلک ګيله کړي چې بايد دا وخت نه وي، يا په نوره نړۍ کې د شپې کار کوي، خو د وخت له تيريدو سره ورته دا حالت بيا عادي شي.
همداسې کاروبارونه راواخلئ، چې يوه خدمت لپاره نيم ساعت ځنډ کوئ، یا جلسې ته هر څوک ناوخته راځي، يا دوکاندار سودا له نورو ګرانه خرڅوي، ويبپاڼه کار نه کړي، زده کوونکی پر موضوع د سر خلاصولو پر ځای هر څه په يادو يادوي او نور.
تکرار مو له يو څه سره بلدوي، او بلدتيا بيا هغه څه عادي کوي.
په سلوک کې د خطاوو عادي کيدنې يو بحث شته، د دې موضوع څيړنې ښيي چې خلک له وخت سره له خطاوو سره عادي کيږي. مثلاً يو څوک د خريدارئ مسؤل دی، هغه چې کله دفتر لپاره خريداري وکړي، نو ورسره تللي هيئت ته وايي چې دومره زحمت مو وويست، ګرمي ده، راځئ يوه ډوډئ به هم سره وخورو او پر دې خريدارئ به يې حسابه کړو.
همداسې، د مشتري يا مراجعينو خدمت راواخلئ، هر يو چې مراجعه کړي، دا ورته ويل کيږي چې منتظر پاتې شه، لومړی ښايي دا انتظار د ريښتوني دليل له کبله وي، خو وروسته دا منتنظر پاتيدنه د لټئ او د کار نه کولو له کبله شي.
همدا د پرون ستونزې د سبا پر عادت بدلې شي، ځکه چې پرون موږ د دغه عادي کولو د پروسې له کبله له کوم غبرګون يا ناوړه عواقبو سره مخ نه شو.
لدې سره بل بحث د عياريدلو دی. که فکر مو وي چې د يو چا د موټر دروازه خرابه وي، يا کومه اشاره يې کار نه کړي، نو هغه دغه خرابه دروازه يا اشاره د جوړولو پر ځای هر ځل يې په زوره وهي يا يې پر رابرټيپو تړلې وي، جوړول يې دومره ډير کار نه وي، خو هغه لدې سره ځان عيار کړی وي.
يا تاسې کور ته راځئ، نو له پخلنځي د کټوې بوی راځي، په لومړي ځل راغلئ، بوی مو حس کړ چې څه پخيږي، خو چې کله په کور کې يو څه وخت تير کړئ، بوی سره عادي شوئ، بوی ورک شوی نه دی، بلکه ستاسې ذهن ورسره ځان عيار کړ.
ستونزه له منځه ولاړه نه، بلکه موږ ورسره ځان عيار کړ. لکه څوک چې وروسته له ډيرې مودې وطن ته راشي، هغه ته هر څه نوي ښکاري، نيمګړتياوې او پرمختګونه دواړه ويني، خو څوک چې دلته اوسيږي هغې ته عادي وي يا آن تر دې چې ده ته هم دا هر څه عادي شي.
د عادت بدليدنه له کوچنيو ګامونو پيليږي، يو څوک سهار راپاڅيږي، تر هر څه وړاندې ټليفون راخلي، يوازې خپل پيغامونه ګوري، يا چا خو به ورته زنګ نه وي وهلی، ورو ورو له دې اخوا پر نورو موضوعاتو هم مصروفيږي. کله چې يې دا عادت پيل کړ نو يوازې لس دقيقې يې نيولې، نن ورسره په ساعتونو بوخت وي.
همدا کار له نظم، د کار کيفیت، نظافت، مسلکي سلوک، مشتريانو خدمت، زده کړې، ژبې، اخلاقياتو، عادتونو، مسلک او نور هر څه سره کيدای شي. موږ پر کوچنيو خطاوو او تيريدنو سترګې پټوو، تر څو چې دا هر څه پر عادت واوړي.
عياريدنه بده نه ده، له همدې بدلون پيلیږي. خو همدا د عياريدنې کمال چې موږ له سختو سره ژوند ته برابروي، ځينې وخت د بې ځايه سختيو او ننګونو د زغملو بهانه هم وي. د بدلون پر ځای خلک عياريدنې ته لومړيتوب ورکوي.
بحث د عياريدنې د بدوالي نه دی، بلکه پر دې پوهيدل دي چې له څه سره څوک بايد ځان عيار کړي، او څه بايد عادي کيدو ته پرينږدي.
پر دې پوښتنه يې پای ته رسوو: فکر وکړئ چې له يو حالت سره مخ ياست، اوس وپوښتئ چې که چيرې زه له دې حالت سره په لومړي ځل مخ شوې وم آیا دا به راته عادي او د منلو وړ حالت وو يا به مې غوښتل چې بدل يې کړم؟
يا رښتيا هم ستاسې اوسني حالت کې هر څه د منلو وړ دي يا يوازې مو ځان ورسره عادي کړی دی؟
ورته ليکنی: نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟، پوهيږو ډير، خو عمل چيرې؟، په برياليتوب کې د عادتونو پريکنده ارزښت، اهداف او عادتونه، د ښې مشرۍ لپاره دا ۱۱ عادتونه خپل کړئ، په کاري چاپيريال کې، د دې ۱۱ عادتونو له کبله بې قدره کيږئ






ځواب دلته پرېږدئ