نظر د بل، قضاوت زموږ 

فکر وکړئ له يوه ځوان هلک يا جنئ واورې چې له دې مسلکه څه نه جوړيږي، دا به پخپله په لسم يا يولسم ټولګي کې وي، خو د داسې مسلک په اړه به نظر ورکوي چې هیڅ يې پکې کار نه دی کړی او ښايي لس کاله وروسته هغه ځای ته ورسيږي چې بايد داسې بحث او پریکړه وکړي.

د ده دا قضاوت د بل داسې چا پر نظر دی، چې د هغې لپاره دې مسلک نتیجه نه ده ورکړی.

والدين به خپلو بچو ته وايي چې یو مسلک ښه دی او دا بل ښه نه دی، خو په خپله به لدغې مسلک سره هیڅ اړيکه ونه لري، ولې پر دې نظر دي ځکه چې له وړوکوالي ورسره همدا فکر پاتې دی، له خلکو يې اوریدلي دي.

يو څوک به کاروباري فرصت ويني او غواړي ترې ګټه واخلي خو ترې تيریږي ځکه چې نور ورته وايي په افغانستان کې دا کاروبار کار نه کړي.

يوه ډله به د داسې کتاب يا شخص ليکنو په اړه غږيږي چې هیڅ يې لوستي نه دي. يو مدير پر ټولنیزو شبکو، فيسبوک يا ټويټر د مديريت او مشرئ نوې جملې لولي، بيا يې هر چا ته هر چيرې تکراروي خو له منځه يې خبر نه وي چې ولې؟

موږ اکثراً له نورو نظرونه او فکرونو پور اخلو، د بل نظر اورو چې مو خوښ شي بيا يې قبلوو، هر چيرې يې تکراروو، خو اخوا دیخوا يې نه څيړو چې ولې. اکثراً دغه نظرونه له کورنيو، ملګرو، ښوونکو، مشرانو، ټولنيزې شبکو، مسلکي ټولنو او آنلاين د ټيک ټوک او ټويټر شخصيتونو اغيزمن وي.

Three hands holding yellow circular signs with neutral, sad, and happy faces

له بل څخه په زده کړه کې نقص نه شته، تمدنونه او بشريت پر همدې اصل ولاړ دی، چې يو يې له بل زده کوي، خو ستونزه هغه وخت راپيدا کيږي چې کله موږ دغه پور وړې پوهه په ړنده سترګه قبوله او باوري کړو.

هر څوک غواړي چې په ټولنه کې نامتو واوسي او خلک يې خبرې ته غوږ شي. همدې لپاره موږ هڅه کړو چې له ټولنې سره په رسم او رواج کې برابر واوسو، متل کا چې له کلي ووځه خو له نرخه نه.

پر همدې اساس خلک له خپلې ډلې او په هغې کې اوړيدونکو راوړيدونکو معلوماتو اغيزمن وي. څه چې ټول کړي هغه موږ هم کړو او پر څه چې ټول باور لري، پر هغې موږ هم باور لرو.

بیلابيلې څيړنې ښيي چې د دغو ټولنيزو رواجونو او فکرونو پر وړاندې دريدنه بیا ډيره ستونزمنه او ځينو ته درنه تمامیږي. د خلکو د تګ راتګ له ډډې نيولې تر نسلي بدنامۍ پورې ټول ممکن د همدې ټولنې د رواجونو پر وړاندې د مقاومت له کبله شخص ته متوجه شي.

اوس که بيرته هماغه د مسلک ټاکنې پوښتنې ته راشو چې يو ځوانه جنۍ يا هلک دا وايي چې دا مسلک راتلونکی نه لري، نو ترې وپوښتئ چې دا ترې څرنګه خبر شو؟، ممکن کوم خپلوان ورته ويلي وي، هغه خپلوان به يې له بل چا اوريدلي وي، او چا چې ورته دا خبره کړي وي، ممکن په خپل ټول شل کلن مسلک کې له يوې يا دوو ناوړه سلوکونو او تجربو سره مخ شوی وي.

پر همدغه يوه تجربه، د مسلک ناکامۍ خبره پر يقين بدله شوه.

د کاروبار د پيل بحث همداسې درواخلئ، چې درته وايي دا کاروبار دلته کار نه کړي؟ آیا پخپله يې کړی دی؟ په کومو شرايطو کې کار نه کړي؟ کله کار نه کړي؟ له څومره بودجې سره کار نه کړي؟ د کومو مشتريانو لپاره کار نه کړي؟ همداسې نورې ډيرې لسګونه پوښتنې، او ممکن د دې ټولو پوښتنو ځواب له يوه شخص سره هم نه وي.

همدا نظرونه د ټولنې پوهه شي. کله چې يو نظر يا فکر ډير تکرار شي، په پای کې داسې يوه ځای ته ورسيږي چې له هر چا هير وي موږ ولې داسې فکر کړو او دا نظر له کومه راغی او ولې؟

د شهرت له نظره که ورته وګورئ، نو نن سبا هر يو د ټيک ټوک او فيسبوک لنډې ويناوې ښکته پورته کوي. شهرت خبرې ته وزن ورکوي، خو پر رښتياوو يې نه بدلوي. کله چې يو مشر يوه خبره وکړي، مشهور څوک يې تکرار کړي، شين سترګی يې نقل قول کړي، يو بل چې د ژبې فصاحت لري، په درنو درنو کتابي ټکو يې خپره کړي، نو موږ وايو چې په خبره کې خو وزن شته.

د دې ټول بحث هدف دا نه دی چې تل بايد د نورو نظرونه مسترد کړو، ويې نه منو، هیڅ څوک هر څه ځان لپاره نه شي معلومولی، موږ د ډاکترانو، انجينرانو، ښوونکو، علماوو، متخصصينو او نورو تجربه لرونکو پوهې او نظرونو ته اړتيا لرو.

دوی ته غوږ نيول او ورڅخه اوريدل تاوان نه کړي. اصل کمال دا دی چې شخص بايد پر دې پوه شي چې کله بايد پر دغه نظر باور وکړم؟، څرنګه يې ځان لپاره وڅيړم او باوري کړم؟ او کله يې په اړه بله پوښتنه مطرح کړم؟

مخکې لدې چې يو اوريدلی نظر بل ته ورسوئ، له ځان وپوښتئ چې: زه ترې څرنګه خبر شوم؟، آیا پخپله مې تجربه کړ؟، زما مسلک دی او په اړه يې پوهه لرم؟ آیا له داسې چا مې واوريدل چې ريښتونی او پوه دی؟ يا يوازې دې لپاره چې خلکو ته نابغه معلوم شوم، اوريدلې خبره تکراروم؟

موږ بايد دومره پوهه او عقل ولرو چې پوه شو پر يو څه زموږ غښتلې باور هغه پر رښتياوو نه بدلوي او نه زموږ د نظر خلاف شواهدو شتون هغه شواهد او شته واقعيتونه له منځه وړي.

ورته ليکنی: چې عادي شو، نه يې پوښتو، پوهه: پر کومه بيه، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading