پوهيږو ډير، خو عمل چيرې؟ 

په یوه زمانه کې پوهه کمه او ګرانه وه. نن د بازاري خوراک او شيريخ/ آيسکريم اخيستل دي: هر چيرې شته، ارزانه پيدا کيږي، ترتيبيږي او څرنګه چې مو خوښه وي، هغسې در رسيږي.

يوه زمانه کې به پوه بنده پسې ګرځيدو، بيا به کتابتونونو ته تللو، ورپسې ګوګل په يو ځای زرګونه ځوابونه برابرول. خو نن په ټليفون کې درسره د نړۍ د هرې موضوع ځواب شته، او دا ځواب هم دومره ژر درته برابريږي چې پوښتنه مو لا پوره نه وي خلاصه کړي او ځواب ته يې رسيدلي ياست.

دا د بشر يوه ستره لاسته راوړنه ده.

خو، لدې سره يوه بله ستونزه هم راڅرګنديږي، کله چې پوهه آسانه شي، موږ پوهې ته لاسرسی له پوهې لرلو او بيا د پوهې لرل له عمل سره ګډوډوو.

فکر وکړئ، يو څوک غواړي وزن کم کړي، هغه مشورې کړي، پر انټرنيټ مواد لټوي، ويډيو او فيسبوک پاڼې ګوري، آن له مصنوعي ځيرکتيا مشورې اخلي، خو دلته ستونزه دا نه ده چې نه پوهيږي، پر دومره پوهه به عمل څوک کړي.

همداسې، زده کوونکی پوهيږي چې بايد دوامداره زده کړه وکړي، کاروباري پوهيږي چې له مشتريانو سره يې بايد سلوک ښه وي، آمر پوهيږي چې خپلو همکارانو ته به څرګنده لارښوونې ورکوي، داسې نورې ډيرې بيلګې راواخلئ، موږ په يوه داسې په زړه پورې زمانه کې کې يو چې ځواب له عمل وړاندې راښکاره وي.

خو په دې دومره معلوماتو کې، څه چې نه شته هغه عمل دی. پخوانيو نسلونو د عمل له لارې ځان ځواب ته رساوه. خو، نن په دوامداره توګه د دې امکان ډيريږي چې موږ ته پوهه او ځوابونه بې کړاوه رارسيږي.

a wooden toy pulling a light bulb on a table

ديرش کاله وړاندې ولاړ شئ. يو چا غوښتل چې ترکاڼي زده کړي، هغه به يوټيوب او چيټ جي پي ټي ته نه وو ناست چې څرنګه ښه ترکاڼ شي. هغه به غښتلي ترکاڼ پسې ګرځيده، له هغه به يې غوښتل چې دا په شاګردئ ومني، او بيا به يې سهار تر ماښامه هغه څاره چې څرنګه کار کوي، د هغې ښه به يې اخيستل او له بدو به يې ځان ساته.

همداسې د زده کړې پر مهال به يې له ټيټې پيلوله، لومړی کار به يې خراب وو، اشتباهات به يې ډير وو، خو له وخت سره به ښه کيده. همدا چاره د بزګر، هټيوال، ټټار، پخوونکي، موټروان او نورو ټولو لپاره هم وه.

پخوانۍ زده کړه به څارنه – عمل – اشتباهات – اصلاح – تکرار وه، يعنې لومړی به يې استاد څاره، بيا به يې پرې عمل کاوه، غلطي به يې کوله، هغه به اصلاح او بيا به يې کار تکراروه، تر څو چې اعلی درجې ته رسيده.

د نن زده کړه عموماً، ويډيو – مقاله – پوډکاسټ – روزنه – بله ويډيو – د مصنوعي ځيرکتيا تشريح – معلومات خوندي کول دي، د هارډ ډيسکو او ټليفونونو ډکول وي، يعنې خلک ويډيو، پوډکاسټې، مقالې، روزنې او نور ګوري، خو په دې ټولو کې چې يو شی ورک دی هغه عمل دی.

عمل نه شته.

موږ د پخوا يوازې ښه نه وايو، او نه د بشر پر پرمختګ سترګې پټوو، يوازينی شی دا دی چې کله پوهې ته لاسرسی سخت وو، نو خلکو يوازې هغه وخت پوهه لټوله کله چې ورته واقعي اړتيا وه، او دغه واقعيت د ژوند ضرور پر اساس وو، يعنې يو څوک رښتيا هم هغې پوهې پسې ګرځيده، تر څو پرې خپل ژوند بدل کړي.

نن پوهه يوازې دې لپاره راټولوو چې ساعت مو پرې تير شي، بل څه نه لرو نو راځه چې له ټليفون سره ځان مصروف کړو.

ستونزه د پوهې نه ده، ستونزه د بې ځایه مصرف ده. د بې خرته او په هره موضوع د ويډيو او زده کړو مصرف ممکن شخص ته دا احساس ورکړي چې يو څه زده کوي، خو دغه ستونزمنه او سخته پوښتنه ورته په ځای پاتې وي، چې پر دې پوهه به عمل څوک کړي؟

خلک خپلې پوهې ته له ضرورت زيات لوړ ارزښت ورکوي. په يوه څيړنه کې څيړونکو له خلکو ساده پوښتنې کولی لکه د جامو يا جمپر ځنځير، دروازې قلف يا نور ورځني شيان څرنګه کار کوي، هر يو ويل چې پوهيږي، خو کله چې به ترې همدې څيړونکو وپوښتل چې تشريح يې کړي يا يې دوی ته يې ټول ميکانیزم رسم کړي چې څرنګه عمل پر نتيجه بدليږي، نو بیا ډير کم پرې پوهیدل.

اکثره وخت دغه «پریکنده پوهه»، پر «فکر کوم پوهه» بدليږي. ډير به درته ووايي چې پر سياست پوهيږي، پر مشرۍ، پر بازار موندنه، پر تګلارو/ ستراتيژيو، پر مصنوعي ځيرکتيا او هر څه پوهیږي. خو، آیا کولای يې شي؟

د دوی ټولو دغه پوهيدنه پر دې اصل ولاړه وي چې پوهيږي چيرې ځواب پيدا کړي. يعنې، دوی پوهيږي چې د مصنوعي ځيرکتيا يا ګوګل له لارې ځواب ومومي، خو دلته پوهې ته لاسرسی مهم نه دی، بلکه مهمه دا ده چې پر دې يې سرخلاص شي، ښه او بد يې وپيژني، له واقعيتونو سره يې يوځای او عملي يې کړی.

فکر وکړئ، يو نفر پر طبابت سلګونه ويډيو او لکچرې ويني، بل نفر يې بيا پوهنتون ته ځي. يو يې يوازې تيوري راټينګه کړې وي، عمل يې نه وي، دا بل يې له پوهنتون سره، روغتون ته هم ځي، له نورو يې زده کوي، او ورو ورو عمل ته داخليږي. د تيورئ والا پر هر څه پوهيږي، خو د عمل نفر پر هر څه نه پوهيږي، خو څومره چې پوهيږي پر هغې عمل کولای شي.

اوس نو که کوم يو ته ناروغ راشي، څه فکر کوئ، له کوم يې سره به دا ناروغ راحته وي، هغه چې ورته وايي په سلګونو ساعتونو ويډيو مې ليدلې او چيټ جي پي ټي راته د هر څه ځواب وايي، يا هغه بل ته چې طب پوهنځي ته تللی، ناروغان يې څارلي، د ښوونکو تر څارنې لاندې يې کار کړی، تشخيص کولای او نتایج يې ارزولی شي او له کلونو راهيسې پر څه چې پوهيږي هغه عملي کوي؟

همدا فکر نورو ساحو ته هم وغځوئ، يو کورس يا روزنه اخلو فکر کوو پر مشرۍ پوهيږو. د برياليو کاروباريانو دوه درې ويډيو وينو، فکر کوو له هغوی دا کاروبار ښه چلولای شو؟، د پروژې مديريت، مفاهمې، ټکنالوژيو او نورو يو دوه درې کتابه او څو ويډيو وينو، بیا وايو چې له ما اتل او هوښيار نه شته.

معلومات پر آسانه انتقاليږي، خو وړتيا په آسانه نه انتقاليږي.

د يو څه پر تعريف پوهيدل د هغې د عملي کولو پر معنا نه دي. که هر څوک پر يو څه پوهيږي يا هغه معلومات موندلی شي، نو دا نور کمال نه دی. څه چې کمال پاتې کيږي هغه د ښو او بدو پيژندل، تجربه، عمل، مهارت، زړه ورتيا، نظم، اعتبار، پر چاپيريال پوهيدل، په ابهام او ناباورئ کې عمل، او تر ټولو مهم دا درک چې هر څه په چيټ جي پي ټي کې نه وي.

پوهه به ارزانه شوې وي، خو عمل او وړتيا بیا هم ګرانه ده. ځکه چې وړتيا اوس هم وخت، تمرين، اشتباهات، غبرګون، د ښو او بدو پيژندنه او دوامداره تکرار غواړي.

يو څوک په يوه ورځ کې د يو مهارت استاد کيدای نه شي، خو ډير خلک بيا د استادئ او کمال دا وخت، تمرين، اشتباهات، زده کړه او تکرار نه غواړي.

نن هر څوک پر هر څه پوهیږي. هیڅوک دا نه وايي چې نه پوهيږم راويې ښايه، بلکه وايي چې پر دې پوهيږم، دا مې لوستي، پر دې مې سر خلاصيږي، نن سبا «د دې په اړه مې اوريدلي يا لوستي»، پر «پوهيدلو بدل شوي دي».

همدا د هر څه په اړه اوريدل بیا د عمل مخه نيسي، کله چې خلک اوريدنه له پوهيدنې سره ګډه کړي، نو بيا په دوامداره توګه نورې زده کړې پسې ګرځي، مياشتې پر څيړنو او معلوماتو راټولولو تيروي، خو بيا هم د عمل باور او اعتماد نه لري.

نن به پوهه پر کاروباري توکي بدله شوې وي، خو عمل بيا هم عمل دی، د ښو او بدو پيژندنه، نظم او وړتيا هیڅکله له بازاره نه اخيستل کيږي، دا تاسې پورې ده.

سبا د هغه چا نه دی چې پر هر څه پوهيږي، او له هرې پوښتنې سره موبايل ته کيني او د چيټ جي پي ټي پړپړې درته تکراروي، بلکه د هغو دی چې سم ځواب پر ګټور عمل بدلوي.

ورته ليکنی: پوهه: پر کومه بيه، وده بې ترتيبه کاروبار ماتوي، ښه مشر د نورو اوري، خو نهايي پريکړه پخپله کړي، له معلوماتو تر قضاوته، د ځيرکه وسيلو غوره کارول، د غښتلي فکر خلک غواړي، وظيفه اخلئ، له معاش پرته دا لس امتيازات هم وغواړئ، مشري: پرمختګ او نااهلي، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  مشري: مشوره، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading