نوي جوړولو پسې ګرځو، خو پر پخواني څه کړو؟

موږ نوي څه ته خوشحاليږو، نوې ودانۍ، نوې کور، نوې دنده، نوې پروژه، نوی قرارداد، خو له هغه پخوانيو سره څه کړو. خلک آن چې کله نوی واده وکړي نو هم ورته خوښ وي، خو وروسته بيا همدا له یو بل بيزاره وي، بيا بلې پسې ګرځي.

کمال د راغونډولو نه دی، بلکه څه چې لرو پر هغې پاملرنه ده، او همدا ستاسې د تلپاتې باور سبب ګرځي.

يوه کورنۍ نوې موټر اخلي، ټول ورته خوښ وي، خو څرنګه چې دا نوې وسيله پالنه او څارنه غواړي، په هغه توګه نه پالل کيږي. کوچنۍ کوچنۍ ستونزې له وخت سره ستريږي، ستونزه د موټر د کيفیت او جوړ نه ده، بلکه د هغې پالنې ده چې دا موټر يې غواړي.

هره ورځ د نوي سرک، ښوونځي، فابريکې، روغتون او نورو د پرانيستو غونډې جوړيږي، هره ورځ يو نوي څه په خبرونو کې ښکته پورته کيږي، خو هغه څه چې له پخوا جوړ وو، له هغې سره مو څه وکړل. د نوي څه پرانيستنه د خبرونو او فيسبوک سبب ګرځي، خو د پخواني څه ښه پالنه دومره په خبرونو او انځورونو کې نه راځي.

يو دوکاندار يا کاروبار د نوي قرارداد او مشتري جذبول اعلانوي، چې قرارداد مو لاسليک کړ، غوړې غوړې ژمنې سره وکړي، خو له خپلو پخوانيو مشتریانو او قرارداديانو سره څه کړي. د يو نوي مشتري جذبول آسانه دي، خو د شته مشتري اعتماد تر کلونو ساتل بيا کار غواړي.

A yellow and black bench sitting next to a traffic cone

همداسې د ټکنالوژئ مثال راواخلئ، چې نوی دفتر د نوي پروګرام يا سيسټم بحث کوي، چې لدې وروسته به دا نوې وسيله کاروو، خو له وخت تيريدو سره څوک دا وسيله نه نوې کوي، اعظمي ګټه ترې نه اخلي، او د اړتيا وړ امنيتي او نورې زياتونې پکې نه راځي، يو وخت وروسته دا هم زړه شي، بيا نوي ځليدونکي څه پسې خلک ګرځي.

مهارتونو او زده کړې ته که وګورو هم نوې والی لري، نوي سندونه راټوليږي، زده کړو ته مراجعه کيږي، انځورونه او فراغت غونډې وي، خو بيا دا زده کړه او مهارتونه نه عملي کيږي، نه يې څوک کاروي، له وخت سره هيريږي او بيا نوو مهارتونو او سندونو پسې ګرځو.

نوي څه جوړول يو ځلي معامله ده، خو پالنه دوامداره هڅه او عادت دی. جوړښت د خلکو پام جذبولو لپاره ښه وي، خو د پالنې عادت بيا د دوام سبب ګرځي.

د ټکنالوژیو او بدلون څيړونکي وايي چې ټولنې او کاروبارونه تر ډيره ابتکار يادوي، خو سيسټمونه پر پالنه روان وي، هغه څه چې په مناسبه توګه ونه پاللی شي، پام پرې ونه شي، که هر څومره نوي او معاصر وي، له وخت سره له کاره غورځي.

په سلوکي ډول هم نوی شی راښکون لري، يو نوی والی لري. نوی ټليفون، کمپيوټر، موټر او نور څه په پيل کې پر خلکو ګران وي، خو وروسته ورسره عادي شي.

آن که په دنده کې د يو چا معاش هم لوړ شي، نو اولې دوه درې مياشتې ورته خوښ وي، خو له وخت سره بيا ورته عادي شي او بل ځل د معاش لوړيدو پسې ګرځي.

د مشرۍ له نقطې نظره هم د خلکو هغه څوک خوښيږي چې ناورين حل کړي، ستونزې له منځه يوسي، خو موږ د هغوی قدر نه کوو چې د دغه ناورين مخه يې نيولې وه، هیڅکله يې ستونزې دومره نه غټولې چې دومره ستره ننګونه ترې جوړه شي.

په خپلويو او اړيکو کې هم، يو تعلق ناڅاپي نه رامنځ ته کيږي. وخت غواړي. باور، ملګرتوب، مسلکي اعتبار او نوم، کورنۍ اړيکې او نور يو ځلي نه وي، دوامداره هڅه او کار غواړي. پاملرنه او پالنه غواړي.

د دې بحث هدف دا نه دی چې موږ بايد د نوي څه هڅه ونه کړو، مهم ټکی دا دی چې له پالنې پرته جوړول د منابعو ضياع ده.

ځينې وخت پرمختګ دا نه وي چې تل نوي څه جوړ کړو، بلکه دا هم وي چې څه شته د هغې د خرابيدو او ماتيدو مخه ونيسو.

پر دې پوښتنه يې راټولوو، مخکې لدې چې نوي څه پيل کړئ، له ځانه وپوښتئ چې ستاسې په ژوند، کورنۍ، کار او ټولنې کې داسې څه شته چې کولای شئ ښه يې وپالئ او پرې پاملرنه وکړئ؟

ورته ليکنی: د مينې ړانده، سايبري مينه – اخيري برخه، د مشرۍ نشه او حرص – ۴، د قناعت ورکولو له نسلونو راپاتې اصل، د ژوند څلور تضاده، څه چې شميرئ، هغه مو عمل ټاکي، د کمښت اصل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading