له بهترينو زده کړه

په بهترينو کې دوهم له هغې ډير ښه دی چې په اوسط يا ټيټو کې څوک لومړی وي، ځکه چې غښتلی چاپيريال ستاسې معيارونه لوړوي، پر خپلو نيمګړتياوو مو پوهوي او زده کړه مو ګړندئ کوي.

کله چې تاسې له بهترين سره په سيالي کې ياست، نو د مراجعې ټکی مو لوړيږي، د ښه تعريف مو بدلیږي. يعنې له هغه ځايه به يې پيلوئ چې له سياله يې وګټئ، نو که هغه له وړاندې بهترين وي، نو مجبور د بهترين د پيل له نقطې يا مراجعې ټکي يې راواخلئ. چې له کبله يې هغه ځای ته رسيږئ چې د پرون فوق العاده درته نن عادي ښکاري او دوامداره ځان ښه کوئ.

د سپورتي لوبډلو يوه څيړنه ښيي کله چې لوبغاړي له يوه اوسط لوبډلې څخه ښې او غوره لوبډلې ته ولاړل نو د دوی لوبه ښه شو. پدې معنا چې د هغې ډلې ښو لوبغاړو له کبله دا نوي لوبغاړي هم ښه شو، ځکه د هغوی له معيار سره يې بايد ځان عيار کړی وای.

همداسې د کاري چاپيريال څيړنې ښيي کله چې د ورته مهارتونو ټيټې کچې اجراتو او کار شخص د لوړې کچې زحمت کشه شخص سره په ډله کې يوځای شو نو هغې لوړې کچې شخص دا هم له ځان سره بهتره او فعاله کړ.

ښه کار د عمومي معيارونو ښه کيدو سبب ګرځي. کله چې په اداره يا کاري ډله کې داسې څوک وي چې د نورو په پرتله ښه کار کړي، نتايج يې غوره وي، نو دا پر ټولو اغېزه کړي او د ټولو کار ورسره ښه کيږي.

آسانه بريا د بنده اعتماد ساتي، خو سخته سيالي بيا د ظرفيت او وړتيا جوړيدو سبب ګرځي. 

silhouette photography of person

په صنعتي لحاظ چيرې چې غښتلي او بريالی شرکتونه خوا تر خوا فعالیت کړي. هلته دوی يې له يو بل زده کوي، ماهره کارکوونکي په اسانه موندل کيږي او سيالي پراخه وي. د ويتنام، ايتوپيا، تونس او کمبوډيا تجربې ښيي چې د صنعتونو په يوه ځای کې د شتون له کبله کار ښه کيږي، خو بيا د پراخې سيالئ له کبله بيې ثابتې او پر ګټه هم فشار وارديږي.

بله بيلګه يې چې ډيره مطالعه شوې هم ده، په امريکا کې د سليکون ويلي ده، چيرې چې د نړۍ نامتو امريکايي شرکتونه سره رايوځای شوي دي. په نړيواله توګه ډيرو هېوادونو هڅه وکړه چې د دوی مثال نقل کړي، او ځينې بريالي نقلونه يې هم شته.

هغه څه چې دا ځای بريالی کوي يو اساسي لامل يې يو بل ته د ټولو نږديوالی او پراخه سيالي ده. دغه ځای کې انجينران، پانګه اچوونکي، شرکتونو جوړوونکي، خامه موادو برابروونکي او سيالان سره نږدې دي او دوامداره په اړيکه کې وي او يو بل سره مخ کيږي. چې په مشترک ډول د کاروبار اصول او معيار ټاکي او هر يو ته د سيالئ کچه ورښيي.

که چيرې تاسې په داسې يوه ساحه کې بوخت ياست چې هر څه اوسط دي، نو له اوسط څخه يو څه ښه والی به مو ممتاز کړي. خو که چيرې بيا په نړيواله کچه د سيالئ تمه او هيله لرئ، نو بيا دا اوسط نيمګړتيا ده، دغه چاپيريال به مو يا په نړيواله کچه سيال کړي، او يا به مو له کاروباره وباسي.

په نړيواله کچه محدود شرکتونه په نړيواله توګه بریالي وي او يا له خپلو سرحدونو اخوا ګټور وي، چې يو اساسي لامل يې د هغې کچې فکر نه کول او ورسره ځان نه برابرول دي. هر کله چې شرکتونه غوره نړيوال سيالان ولري، نو د پروپوزل، سيسټمونو، اړيکو، پخواني کار، بيو، اسنادو او نورو ټولو نيمګړتياوې يې له ورايه راڅرګندې شي.

دغسې ځای کې ناکامي له اسانې ګټې او بريا ستر درس دی، او کولای شي د ډير څه زده کړې سبب شي. 

همداسې په تعليمي لحاظ يې راواخلئ چې کله د ښوونځي اول نومره په کانکور کې د خپلې خوښې څانګې ته بريالی نه شي، يا په پوهنتون يا بل ښوونځي کې هماغسې اول نومره او ممتاز ونه اوسي، نو دلته پوهيږي چې ښايي له ضعيفه ښوونځي راغلی دی.

له بهترينو سره سيالي تاسې هم بهترئ ته بيايي، خو بدلون او عادت غواړي. داسې چاپيريال او سيالي غوره کړئ چې ستاسې د بهترئ سبب شي، نه دا چې د زده کړې په وړاندې مو زړه ماتي او ساړه کړي. 

که له ټولو غوره سره په سيالي کې ياست، او ويې بايلئ، نو ممکن ځان ته مو پام شي چې په څه کې پاتې راغلم، چيرې مې سرعت کم وو، په تخنيک کې مې ستونزه وه، بې نظمه وم، تيارې مې نه وو کړی يا په دوامداره توګه اعظمي هڅه مې کمه وه.

له ضعيفه او کمزوري ګټه درته دا ډول هیڅ نه ښيي. 

لدې سره تړلی بحث بيا د بهترينو نقل دی، هدف دوی کاپي کول او نقل نه دی، بلکې ترې زده کړه ده او د خپلو مشخصاتو او ځانګړتياوو ساتل دي. درجه بندي او ظرفيت يو څه نه دي. ممکن په يوه وخت کې له لومړي څخه دوهم ته راشئ، خو په عينې وخت کې به بهتره او ښه شوي یاست. 

ځينې وخت دا د درجه بندۍ بدلېدل د چاپیريال د بدلون او بهترئ له کبله هم وي. ښايي په يوه ضعيفه چاپیريال يا ګاونډ کې به سيالي کوئ، هلته به له ټولو ښه ياست، خو چې کله نړيوال بازار ته راوځئ، نو هلته ممکن بيا په لومړيو دوه دريو کې رانشئ، خو نړيوال سيال به ياست.

ستاسې لپاره اساسي پوښتنه دا ده چې غواړئ په داسې يوه ساحه کې لومړي واوسئ چې هیڅوک مو د ننګولو نه وي؟ يا داسې يو چيرې واوسئ چې معيار يې بهترين وي او تر هغې ښه کار نه کيږي؟ 

ممکن لدې اړخه هم ورته وګورئ چې په بهترينو کې دوهم يا درېيم به ناکامي نه وي، خو دا فکر به وي چې په داسې ځای کې ناست ياست چې د ټول صنعت يا چاپيريال لپاره معيار ټاکي او تاسې پکې د پریکړې او بحث ځای لرئ.

ورته ليکنی: کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، کاروبار: د نوکيا ناکامي، د مشرۍ درس – ناکاميو منل، د ناکامۍ ارزښت، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading