محمد نجيب عصمتي
(له http://najibasmaty.blogspot.com څخه په مننه)
زه مطمئن یم هر څوک چې دا لیکنه لولې د کاری ژوند په لومړیو ورځو کی دا خبره حتماً اوردلې وي چې ته هیڅ تجربه نلری او زموږ داسې کس پکار ده چه سمدستي کارونه پر مخ يوسي، موږ سره تربیت او د کار د زده کولو لپاره وخت نشته. د یو نوي فارغ لپاره دا خبره ډیره زړه ماتونکی ده او هغی سره حتماً دا پوښتنه پیدا کیږی چې په زده کړه آخر دا دومره مصرف د پیسو او د وخت د څه لپاره و چه څوک دی ته چمتوالی نه ښکاره کوي چې ما ته کار راکړی.
کی دې ستونزې ته موږ د دواړو اړخه وګورو، د شخص او د اداری، نو دواړه تر څه حده ملامت دي.
لدی وړاندې چې موږ د اداری او فارغ په هکله خبری وکړو راځئ چی یو بل لور هم پکی را دخیل کړو او هغه پوهنتون دی، ځينې خلک وايي چې پوهنتونونه باید خپل درسی پروګرامونه بدل کړی او د کار له اړتياوو سره یی سم کړی خو زما په نظر دی ته دومره خاصه اړتیا نشته. پوهنتون زده کونکی د زده کړې لاری ته سمه وی نور د زده کونکی په خپل هڅه او زیرکتیا پوری ده چی دا ځان کوم ځای رسوي. پوهنتون کی څه هم خپل پروګرامونه له څلورو کالو اتو کالو ته وره سوی بیا به هم زده کونکی همدغه ستونزو سره لاس او ګريوان وی ځکه چې پوهنتون کسبي/مهارتي ښوونځې يا vocational school نه ده. پوهنتون د ټریننګ (روزنې) لپاره نه ده، پوهنتون د ډیولپمنټ (پرمختيا) لپاره ده. (د ټريننګ او پرمختيا پر توپير به بيا موږ په راتلونکو ليکنو کې بحث وکړو)
لومړی ستونزه زموږ د زده کونکی او د هغی مور او پلار په فکر کې ده. څرنګه چې زده کوونکې له ښوونځي فارغ شي، نو کور کی ورته وای چی لاړ شه پوهنتون ته او درس دې ووایه او د کار فکر اوس مه کړه. دا غریب هم لاړشی او په خپل درسونو بوخت شی تر څلورو کالو پورې.استاد چی هرڅه ورته وایي اکثره یی دده تر سره تيريږي. په کومو شیانو چی پوه هم شې ژر ترينه هیر شی ځکه چې د عملی کولو امکان او موقع ورسره نه وي.
ځکه زه فکر کوم چی د ښوونځي نه سمدستی پوهنتون ته تګ کی اشتباه نه ده نو دا کار تر اشتباه خالی هم نه ده. که چېرته پوهنتون ته لاړهم شی نو دی باید یو نیمه ورځ کار هم ورسره وکړی. دغه نیمه ورځ کار به ورته ډېرې اسانتیاوی برابری کړي. ستونزه پدی کی ده چی دا هلک یا جينئ په کمو پیسو کار نکوی او ډېرې پیسی ورته څوک ورکوی نه، نو دا وخت همداسی پرې تیر شی.
په اوږد مهال کې د دغه کار ورته څو لوی تاوانه رسيږي، لومړی – د درس عملی کولو امکان یی له لاسه ورکړه، دويم – په سی وی (خلص سوانح)کی یی د کار تجربه اوس هم صفر ده، درېيم – د یو نیټورک (اړيکو شبکې) له جوړولو نه هم پاتی شو…. په دی به هیڅ نه غږيږو چې په دندې موندلو کې نيټورک څومره کليدي رول لري، ځکه له ارزښته يې ټول خبر دي.
اوس راځو ادارو ته!
څومره اداری، دولتی اویا شخصی، په دی وطن کی شته چی نوو فارغینو لپاره سم منظم د زدکړی او روزنې پروګرام ولري. اکثره ادارې خو اول نوی فارغینو ته موقع نه ورکوی او بیا که موقع ورهم کړی نو د دوی د روزنی لپاره کوم منظم پروګرام نلری. کوم کار چی په یو میاشت کی زده کېږي نو هغه کار په څلورو میاشتو کی زده کوی. د غربی نړی په اکثره ادارو کی نوی فارغینو لپاره د Internship پروګرامونه لري. د دی پروګرام پر بنسټ يوازې نوی فارغین ګومارل کيږي او په یو ځانګړي مسلک کې روزل کیږی. اکثره وختونه اداره دی همدغه کسانو څخه تلپاتې/دایمی کارکوونکي ګماري.
چی خبره راټوله کړو…. زما په نظر هر زده کونکی دې حتماً دا هڅه وکړي چی ځان ته دا زمينه برابره کړی چی د درس سره سم کار هم وکړی، آن کی اداره هیڅ معاش هم نه ورکوی، ځکه چی ورځ په ورځ کارکوونکي ډيريږي او کار موندل به هم ورځ په ورځ سختیږي.
ټولي:مديريت Management
دیره په زړه پوری او ګټه وره لیکنه – مننه عصمتی صیب 🙂
LikeLike
د عصمتي صيب په استازيتوب، ډېره مننه له پيرزوينې مو همدرد صيب
LikeLike