دا شل پنځه ويشت کاله وړاندې چې به څوک مئين شو نو بيا به يې د زړه نښان رسم کړی وو چې د زړه دا منځ به يې يو تير څيړلی وو، او يو نيم چې حوصله به يې ډيره وه، دې تير لاندې به يې د ويني يو څو څاڅکي هم کاږلي وو ورسره به يو څو د سوځيدلي زړه لنډۍ يا ټپی هم ليکلې وی، اوس ښايي له هغه عاشقانو څخه د ځينو يې ږيرې سپينې وي، که څوک وايي چې سپين ږيرو ځواني نه لرله، نو د هغوی د ځوانۍ انځورونه او ليکونه دې ولولي، اوس همدا پر زړه د تير خوړل آنلاين شوي دي، خلک آنلاين او آف لاين دواړه مينې پالي.
د بشر په تاريخ کې ټکنالوژيو تل د انسان پر ژوند او احساساتو اغيزه کړې ده، او له دې اغيزې مينه هم مستثنا نه ده، که چيرې په لومړي ځل د ليک استول وو، يا د بادشاهانو لخوا ميرمنو ته د اشغال شوو ځمکو/ هيوادونو بښل وو، يا د کښتيو، سيمو يا ښارونو د يو بل په نامه نومول وو، داسې ډيرې پيښې شته چې يوه مئين به د پردي مال بښلو اخلاص کړی وي.
ورپسې د ليک ليږدولو بحث دی، له امير عبدالرحمان خان نيولې، تر خوشحال خان او علامه اقبال او نپولين بوناپارټ پورې ټولو د مينې ليکلې نسخې شته، او د تاريخ برخه ده، اوس همدا د زړه راسپړلو بحث د نن په آنلاین ټکنالوژۍ کې هم شته، د زړه له تير خوړلي نښانه نيولې تر انځورونو، چاکليټونو او نورو آنلاين ډاليو پورې دا بازار اوس هم ګرم روان دی.
هر کال د فبروري پر ۱۴ د عاشقانو ورځ وي، اوس چې دا څومره پر کوم چوکاټ برابره ده، هغه بيل بحث دی، خو يوازې پر دغه ورځ ميلياردونه ډالر د مينې پر نامه مصرفيږي، لدې سره چينيايان هم ورته ورځ لري، بيا ورسره د سايبر يا آنلاين خريدارۍ يوه بله ورځ هم شته چې د ييږو له نانځکو نيولې د ځان سينګارولو تر وسايلو هر څه خرڅولې او اخيستلې کيږي.
له فرصتي مينې نيولې چې زموږ وزير د نړۍ تر ټولو ښايسته وزير دی يا يې ژورناليست ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی، يا دا ټوپک پرې ښه ښکاري يا له دې شان/ ادا سره ورته زړونه ورکړئ، تر اخلاصي مينې چې زما لور/ ځوی نن بيا اول نومره شوی وو، پلار/ مور مې راباندې ګران دي، ميرمن/ ميړه مې توره کړې ده، داسې ډير ورته اخلاصونه او مينې آنلاين شوي دي.
بل اړخ ته بيا دوامداره اړيکه ده، که پخوا به د ليک ځواب مياشتو وخت نيوه، يا به مجنون د ليلی له کوڅې تيريدو ته هم خوشحاله وو، نن د ټکنالوژيو له برکته د سهار له اقرارونو د شپې تر ويدو کيدو د مئينانو هر ګام څارل کيدای شي، او دا دوامداره آنلاين او د ټکنالوژيو وسيلو کارول پر تعلقاتو او خپلويو اغيزه لري.
يوه څيړنه وايي چې ۶۲٪ کورنۍ فکر کړي چې د ټکنالوژيو مداخله د دوی پر کورني ژوند اغيزمن دي، همدې څيړنه کې ۴۵٪ وايي چې ټکنالوژي د دوی (ښځې او ميړه) په ګډ ژوند کې د ستونزې سبب ګرځي، په هرو درېيو کې يو شخص د ټکنالوژۍ وسيله د خوب په ځای کې کاروي، ۴۳٪ يې وايي چې د دوی د ژوند ملګری (ښځه/ ميړه) دا وسيله د خوب په ځای کې کاروي، چې د دوی پر ګډ ژوند ناوړه اغيزه کړي.
۵۵٪ يې پر دې فکر دي چې د دوی ښځه/ ميړه له اړتيا ډير وخت پر خپل ټليفون تيروي، او هيله من دي چې ګوندې وکولای شي هغوی پوه کړي چې دومره وخت پر دې وسيله مصرف نه کړي او خپلې کورنۍ او اولادونو ته پام وکړي، لدې سره ۳۵٪ يې وايي چې د دوی مقابل لوری (ښځه/ ميړه) آن د ډوډۍ پر وخت هم ټليفون کاروي.
ژوندۍ بيلګې يې په لارو کوڅو کې هم وينئ، په لاره به روان اوسئ ګورئ به چې له وړاندی يو څوک راروان دی له ځان سره موسکئ دی او په هيډفون يا ټليفون کې پسيږي، په بيلابيلو نومونو لکه زړه سواند، با احساسه، ښه هلک، ښاپيرئ، ملکه، اتل او نورو داسې نومونو ټويټر، فيسبوک، انسټاګرام او نور پروفايلونه او بريښناليکونه جوړ وي، پدې لټه يا تمه چې يو څوک پيدا شي او ځواب ورکړي.
انټرنيټ به ډېرو ته د مينې پراخه نړۍ راسپړلی وي، او پر يوه کليک يې د کوه قاف ښاپيرئ هر چا ته رسولي وي، خو ورسره يې د مينې رسوايي هم آسانه کړې ده، د ګاونډ د عمران خان له اقرارونو نيولې زموږ د هېواد ځينو نامتو خلکو آنلاين مکالمې ښايي ډيرو اوريدلې وي، بيا يې د ټکنالوژۍ د دې نسل لخوا د دې رسوايو تر يوه حده د منلو بحث هم دی.
له څو څيړنو څرګنده شوې ده چې په زلمکيانو (له شل کالو کم عمره نجونو/ هلکانو) کې د فیسبوک استعمال مخ په کميدو دی، چې لوی دليل يې هلته د د دوی د مور او پلار شتون دی، دوی وايي چې موږ هر څه ليکو نو له ليلا/مجنون وړاندې ترې زموږ مور او پلار خبر وي، خو همدا څيړنې وايي چې موږ زموږ پر مينه د خلکو له خبريدو سره ستونزه نه لرو، خو غواړو مخکې له خبريدو د مقابل لوري اقرار واخلو بيا يې ډنډوره کړو، خو که چيرې لیلا خبره نه وي چې زه مجنون يم او بيا دنيا کې هم بدنامه شم، نو بيا خوند نه کا.
نور بيا…
ورته ليکنی: اهداف او عادتونه، د باور او مفکورې جهل، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره
ټولي:Leadership, Management, Social
ځواب دلته پرېږدئ