کله چې خلک له ناخوښي حالت او ننګونو سره مخ شي، نو فکر کړي چې که چيرې ډير کار وکړي، پر څه چې پوهيږي هغه تکرار کړي او په ټاکليو حدودو کې يو څه تجربې وکړي نو ممکن له اوسني حالته ځان وباسي.
خو، خپل فکر استثناً ننګوي، چې ممکن دغه اوسنی حالت يا ستونزه زما د فکر له کبله وي، هڅه کړي نوې ننګونې پر پخواني فکر حل کړي.
د مسلک، کاروبار او ژوند چارې له دوامداره بدلونه تيريږي، د کار طريقې فرق کړي، ټکنالوژئ پرمخ ځي، توقعات بدليږي، د کار سرعت مخ په ډيريدو دی، نوي سيالان بازار ته راوځي، يعنې هره ورځ له بيشميره بدلونونو تيريږو.
خو، اکثره خلک غواړي پر هماغه پخواني فکر نوې ننګونې حل کړي.
هدف له پخواني فکر څه دی، يعنې
- پر پخوانيو تجربو او زده کړو ملا تړل دي.
- د پيژندل شويو کړنلارو او ميتودونو تکرار دی
- د بدلون او ابتکار نه ازمويل او ورته خنډ جوړول دي
- مشتريانو او د هغو توقعاتو ته پر پخواني فکر ليدل دي
- پر دې فکر تګ دی، چې دې هر څه پخوا کار کړی وو، نو نن به هم کار وکړي.
دا فکر ممکن اشتباه نه وي، خو محدودوونکی دی، د ودې مخه نيسي. مثلاً تاسې د نن په ژوند کې له لاندينيو ننګونو سره مخ شئ:
- کاروبار له نوي سيال سره مخ شي، بازار ته نوي سيال راوځي – خو، کاروبار بيا هم خپلو پخوانيو طريقو ته دوام ورکوي.
- مشر په اداره کې د ابتکار هڅولو هڅه کړي – خو، د مديريت او مشرئ هماغه پخوانۍ طريقې کاروي
- مسلکي شخص ويني چې مسلک يې بدليږي، نوې وسيلې معرفي کيږي – خو بيا هم نوي څه نه زده کوي.
- پر يو چا د کار فشار ډير دی، وخت يې ختميږي اما مصروفيتونه يې ورځ تر بلې ډيريږي – د خپل کار طريقې بدلولو پر ځای، هماغه پخوانیو لارو ته دوام ورکوي او پر ځان نور فشار اخلي.
- د قراردادي له کار څخه خوښ نه ياست – اما، د نوي قراردادي ټاکلو پر ځای ورسره حوصله کوئ.
- چاپيريال بدلیږي، خو فکر مو هماغه پخوانی پاتې دی.
ولې فکر نه بدلوو
خلک له بلد شي سره راحته وي، پخواني برياليتوبونو ته ګوري، له نامعلومه ځان ساتي، له ناکاميو ويريږي، بدلون نه خوښوي، او نور ډير لاملونه شته چې موږ له نوي څه ساتي.
پخوانی فکر موږ ته د واک يو احساس راکوي، فکر کوو چې لږ تر لږه يو څه مو په واک کې دي، خو د دغه فکر اغيزمنتيا ته نه ګورو.
تاوان يې څه دی؟
پخوانی فکر لنډمهال کې تاوان نه ښکاري، خو ورو ورو خپله اغيزمنتيا له لاسه ورکوي، چې له کبله يې د پرمختګ فرصتونه له لاسه ځي، پرمختګ سستيږي، پريکړې خرابيږي، زحمت نتیجه له لاسه ورکوي، او په کراره کراره کاروبار يا شخص بې ارزښته کيږي، د خلکو له دايرې وځي، ځکه هر څوک مخ په وړاندې روان وي، دا خپل پخواني فکر کې بند وي.
څه بايد وشي؟
ستونزه په پخواني کې نه ده، او نه پرون بې ارزښته دی، هماغه پرون موږ نن ته رارسولي يو، څه چې پرون بریالي کړي ياست، هغې درته يو بنسټ برابر کړی دی، خو پر دغه بنسټ بايد وده وشي.
فکر بايد په دوامداره توګه پرمختګ وکړي، مفکورې بايد نوې شي، هغه څه چې کار نه کړي له هغې بايد تير شو، کړنلارې او تګلارې بايد له واقعيتونو سره عيارې شي، له نوو وسيلو او زده کړو بايد کار واخلو.
له ځانه وپوښتئ
دا پوښتنې درسره مرسته کولای شي:
- سره لدې چې حالات بدل شوي دي، داسې څه دي چې زه يې د پخوا په څير سر ته رسوم؟
- چيرې زه پر خپلو پخوانيو تجربو له ضرورته ډير متکي يم؟
- چيرې له زده کړې او نوو تګلارو ډډه کړم؟
- خپل ححالت ته څرنګه له بهره کتلای شم، يعنې که بل څوک زما په څير همدې حالت سره مخ وي، زما مشوره به ورته څه وي؟
- که چيرې مې له صفره پيل کاوه، له کومه مې شروع کوله؟
زموږ ننګونې د پيچلتياوو په لور نه ځي، پخوانۍ تجربه بې ارزښته نه ده، بلکه نوې ننګونې نوی فکر غواړي، څرنګه چې د نن ستونزه له پرون بدله ده، همداسې فکر هم بايد له پرونه بدل وي، خو پر پخوانيو تجربو او زده کړو بايد سترګې پټې نه شي.
کله کله د ستونزې حل جنجال نه وي، بلکه هغه فکر سره چې دغه ستونزه ارزوو او حل يې لټوو، کفايت نه کړي.
ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې، مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی، زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل، د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل






Leave a Reply