ستونزو ته لنډوالی

هغه فکرونو، احساساتو، مفکورو، عادتونو او پريکړو چې له اوسنيو ستونزو سره مخ کړي ياست، عموماً د همدوی له لارو د دغو ستونزو حلول بيا ستونزمن وي.

د ستونزو په حل کې ځيرکتيا او پوهه خنډه نه ده، پر خپلو ستونزو هر څوک له هر چا ښه پوهيږي. اصل خنډ په موضوع کې د شخص دخالت، پر وړاندې يې د هغه احساسات او محدود فکر دی.

خلک فکر کړي چې که چيرې يو سيسټم، نظام، کاروبار، پروسه يا نور څه ده رامنځ ته کړل، نو بايد هم هغه يې هم وچلوي او ستونزې يې هم ورحل کړي.

خو واقعيت بيا بل ډول دی، د ستونزې رامنځ ته کوونکی عموماً ستونزې ته دومره لنډ او پکې دخيل وي، چې هغې ته د هغې اړوند موارد هیڅ ستونزه نه ښکاري.

ستونزې يو دمي نه پيدا کيږي

اکثره جدي او ننګوونکې ستونزې سمدلاسه نه راووزي، هغه له وخت سره ورو ورو غټيږي، له تکراري ناوړه او نيمګړو پریکړو رامنځ ته کيږي او له وخت سره د خلکو سلوک له کبله عادي کيږي، يعنې هغه څه چې بيروني شخص ته ستونزه ښکاري، داخلي خلکو ته بيا دا ستونزه نه وي.

لکه يو کاروبار له ضعيفه مديريت او مشرئ ځوريږي، کاري چاپيريال خراب او ستړی کوونکی وي، په اداره کې د مفاهمې ستونزې وي او هر څوک بل پسې بد وايي، د بنده مالي او مسلکي عادتونه خراب وي، يو څوک له دندې او ژونده راضي نه وي خو بیا هم ګوزاره کړي.

پدې ټولو کې ورسره مخ شخص له دې سره عادي شوی وي، خو بيروني شخص بيا پوهيږي چې ستونزه چيرې ده.

تر څو چې يوه ستونزه څرګندوالي ته ځي، او هر چا ته ښکاريږي، هغه فکر چې د دې ستونزې سبب ګرځيدلی وي، هغې هم د بنده په سلوکونو او عادتونو کې ريښې غځولي وي.

gray and black cat sketch

پخوانی فکر د ورته پایلو سبب ګرځي

اکثره خلک فکر کړي چې پر هماغه پخواني فکر او عادتونو ستونزې حل کړي، د کومو له کبله چې دا ستونزې رامنځ ته شوې وي.

مثلاً،

هغه مشران چې پر کنټرول او هر څه په خپل واک کې د لرلو له کبله له اوسنيو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، هڅه کړي چې ځان لپاره د نور کنټرول او واک له لارې همدا ستونزې حل کړي.

هغه کاروبارونه چې ضعيفه حالت او خرڅلاو سره مخ وي، هڅه کړي چې په همدې شته سيسټم او پروسو کې د فشار له لارې ستونزې حل کړي.

هغوی چې له خپل کاره راضي نه وي، يا د پرمختګ فرصتونه ورته نه وي، پر هماغه پخوانۍ طريقه د نور کار او مصروفيت له کبله هڅه کړي چې اوسنۍ ستونزه حل کړي.

ممکن د کار طريقه يو څه فرق وکړي، خو فکر بيا هم هماغه دی.

احساساتو کې بې طرفي نه وي

خلک پر ځان ميين دي، خپلې پريکړې، عادتونه، د مشرئ او کاروبار طريقه، سيسټمونه، خپله پيژندنه او فکر يې خوښيږي، چې له کبله يې هره ګوتنيونه بدې راځي، مخالف نظر ورته ګواښ او ټيټ ښکاري او له بدلون سره ناراحته وي.

اکثره وختونه ځانغوښتنه د ستونزې برخه وي.

د نيمګړتياوو عادي کيدل

د وخت له تيريدو سره خلکو ته دغه نيمګړتياوې عادي شي. يعنې نيمګړي مجالس او د مسؤلیت نه اخيستنه عادي وي. په څرګنده توګه د خپلو توقعاتو نه بيانول او مخالف نظر نه ورکول د ادارې دود شي، پر خپل وخت د کار نه خلاصول زموږ د کار طريقه شي، تر ناوخته کيناستل او د وخت ضايع کول د ژوند برخه شي.

کله چې يو څوک په يوه چاپيريال او سيسټم کې ډير پاتې شي، نو د هغې نيمګړتياوې ورته عادي او نور ورته متوجه نه وي.

له همدې کبله هغوی چې په يوه ستونزه کې اوسيږي، هغې ته هغه ستونزه نه ښکاري.

بيرونی او دويمګړی نظر ولې مهم دی

هر څوک نړۍ ته له خپل نظره ګوري، نو کله چې موږ له بل چا نظر واخلو نو هغوی زموږ د ستونزو په اړه احساساتي نه وي، زموږ فکر په اسانه نقد کولای شي، هغه څه ويني چې موږ ته نه ښکاري او يو مقايسوي نظر راکولای شي.

خو، دا پدې معنا نه ده چې له سيسټمه بهر خلک له موږ هوښيار دي، بلکه هغه زموږ ستونزو او ننګونو ته له بل اړخه ګوري. دوی کې مربيان، سلاکاران، کاري ډله، باوري همکاران او لارښود ټول راتللای شي.

پر ځان پوښتنه

اصل کمال د ځان پوښتل دي، د انسان وده له هغه ځایه پيليږي کله چې خپل فکر تر پوښتنې لاندې راولي، سخته او ستړی کوونکې ګوتنيونه/ انتقاد واوري، ځانغوښتنه له پریکړې بيله کړي او پر پخوانيو فکرونو او طريقو د پوښتنې توان پيدا کړي.

ځيرکتيا په يوازې کفايت نه کړي. پر ځان پوهيدنه له هغې هم مهمه ده.

څه کولای شئ؟

دا ګامونه ګټه کولای شي:

– په دوامداره توګه له بهره يا له سيسټمه بيروني اعتباري شخص څخه نظر واخلئ

– تکراري موارد وپوښتئ، چې ولې بايد تل پر همدا طريقه يو کار وشي

– ځان له پريکړو بيل کړئ، يعنې ضرور نه ده چې هره پریکړه دې ستاسې د پيژندنې او شهرت برخه شي

– په کاري ډله کې د نظر اختلاف وهڅوئ

– له حل وړاندې ستونزه وارزوئ، اکثره ستونزې په حل نه ارزي، اکثره وختونه يوه ستونزه هیڅ ستونزه نه وي چې بايد حتمي حل شي

– د موضوع اصل ته ولاړ شئ، اکثره وختونه موږ پر سرسري نښو تمرکز کړو، اثار له منځه يوسو، اصل دليل او ريښه پرځای پاتې وي.

خلک هڅه کړي چې په هماغه فکر او سيسټم کې چې د اوسنيو ستونزو او ننګونو سبب ګرځيدلی دی، کې نور کار او زحمت د هغې ستونزې حلولای شي، خو ښه بدلون او حل عموماً نوی فکر او نوې نظر غواړي، له نوي اړخه به ورته ګورئ او دا به هم منئ چې ممکن زموږ پخواني حلونه او فکرونه اوس کار نه کړي، بهتره ده له بلې زاويې ورته وګورو.

ځينې وختونه د يوې ستونزې د حل پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه هغه فکر وي چې له کبله يې دا ستونزه رامنځ ته شوي ده.

ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading