لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)
دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)
درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳)
څلورمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴)
د ماشومانو/ ځوانانو لپاره: د خپلې کمپيوټري وسيلې/ماشين خوندي استعمال زده کړئ
۱. په خپل ماشين (کمپيوټري وسيلی) کې د انټي وايرس او فايروال پروګرامونو پر انسټالولو (ځای پر ځای کولو) او نوي (اپډيټ) ساتلو ځان پوه کړئ.
۲. د خپل کمپيوټر پر آپريټنګ سیسټم (لکه وينډوز، لاینکس، او ايس، او نور) ځان پوه کړئ، او په ځانګړي ډول چې څرنګه يې دوامداره نوي او ثابت وساتئ.
۳. که چيرې مو په کمپيوټر کې والدينو د کنټرول وسيلې فعالی کړې وي، له هغوی سره وغږيږئ تر څو ستاسې له عمر او اړتياوو سره سم اجازې درکړي. د هغو وسيلو د ماتولو يا ناکامولو هڅه مه کوئ.
۴. که چيرې کوم فايل ترلاسه کوئ خو نه پوهيږئ چې چا راليږلی دی، مه يې پرانيزئ. لدې لارو عموماً کمپيوټرونه پر وايرسو/ ټروجان او نورو جنجالونو اخته کيږي.
۵. کمپيوټر په عادي حالاتو کې وڅارئ، ځان پرې پوه کړئ، تر څو که چيرې پر وايرس اخته شي يا بله ستونزه پيدا کړي، نو تاسې يې درک کړای شئ.
۶. ځان پوه کړئ چې له چا سره په اړيکه کې ياست، او تر ټولو مهمه ځان مطمئن کړئ چې ستاسې والدين ستاسې له آنلاين حضور سره موافق دي، تر څو دا باور ولري چې آنلاين مناسب عمل کوئ، او که چيرې له کومی ستونزې يا انديښنی سره مخ شئ، وکولای شئ له هغوی سره وغږيږئ.
له ۵ تر ۷ کلنو لپاره لارښوونی
د دې عمر اکثره ماشومان ورته ذکر شوو لارښوونو ته پر لارښوونو نه پوهيږي، نو ځکه والدين يې بايد دوامداره وڅاري. څارلو پروګرامونه يا نورې تخنيکي وسيلې کولای شي مرستندویه واقع شي، همداسې بهتره به وي چې د مناسبو ویبپاڼو يو لیسټ جوړ شي او باوري کړئ چې ماشوم مو يوازې همدغو ویبپاڼو ته لاسرسی ولري. دلته هدف دې ماشومانو ته د انټرنېټ د خوندتيا، اخلاقو او پوهې اساسات ورښودل دي، او دا پر والدينو او وليانو ده چې د دې عمر ماشومانو آنلاين ژوند تنظيم او آسانه کړي.
له ۸ نه ۱۲ کلنو لپاره لارښوونی
ډير څه دي چې تاسې يې آنلاين کولای شئ. سره لدې چې اکثره وختونه هر څه ښه وي، خو ځينې وخت يو څه ورانيږي يا له خوښې سره سم نه وي او نه پوهيږئ چې څه وکړئ. پدې برخه کې موږ پر ځينې ګټورو مشورو غږيږو چې کولای شي له تاسې په آنلاين خوندتيا کې مرسته وکړي.
د مسنجرو او ټولنيزو شبکو سايټونو له لارې له ملګرو سره چټنګ او هم آنلاین ملګري لرل ښه ساعتيري ده. تاسې آنلاین د خپلې خوښې خلک موندلی شئ چې ستاسې د خوښې لوبی يا فلمونه خوښوي. سره لدې چې آنلاین ملګري لرل او وخت تيرول ډير ښه راوړي، خو ځينې داسې خطرونه او تهدیدونه شته چې ممکن تاسې ورسره مخ شئ، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې هغه شخص په ريښتوني ژوند کې ونه پيژنئ.
د آنلاين چيټ خوندتيا لپاره، دې ټکو ته پام وکړئ:
۱. پر آنلاین ملګري باور کې احتياط وکړئ، يو څوک کولای شي ځان چې هر ډول وغواړي وښيي.
۲. خپل ملګري وټاکئ. د ډيرو ملګرو لرل ممکن ښه وي، خو له اندازې/ اړتيا ډيرو لرل دا ستونزمنوي تر څو پوه شئ ستاسې آنلاين مواد څوک ويني. له ناپيژندلو يا بې اعتباره خلکو د ملګرتوب غوښتنی/ريکويسټ مه منئ.
۳. شخصي معلومات مو محرم وساتئ. که چيرې په داسې ویبپاڼه يا لوبه کې یاست چې ډير پردي پکې وي د خپل نوم پرځای بدل نوم وکاروئ. مخکې لدې چې پر انټرنېټ چا ته خپل نوم، آدرس، ټليفون شمېره يا نور معلومات ورکړئ، له خپلو والدينو مشوره واخلئ.
۴. خپل پروفايل محرم/شخصي وساتئ، او که نه پوهيږئ له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر وپوښتئ، دا ډيره مهمه چاره ده.
۵. خپل پټ نوم/ پسورډ پټ وساتئ، آن خپلو ملګرو سره يې هم مه شريکوئ.
۶. که چيرې له کوم آنلاين ملګري سره غواړئ مخامخ وګورئ، نو له خپلو والدينو اجازه واخلئ، يا ورڅخه وغواړئ له تاسې سره ولاړ شي. تل په عامه ځای کې وګورئ يا په داسې ځای کې چې نور ډير خلک هم وي، او هڅه وکړئ د ورځې سره ووينئ.
۷. که چيرې څوک تاسې ته رډ، ويروونکي يا نامناسب څه ووايي، چې خوښ مو نه شو نو خپل والدين يا بل اعتباري مشر خبر کړئ.
په راتلونکي برخه کې موږ د نيټ پر آدابو غږيږو.






Leave a reply to ټکنالوژي او وړ کاروونکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون ځواب لرې کړه