د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) 

لومړۍ برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)

دوهمه برخه د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)

درېيمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) 

څلورمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۴) 

د ماشومانو/ ځوانانو لپاره: د خپلې کمپيوټري وسيلې/ماشين خوندي استعمال زده کړئ

۱. په خپل ماشين (کمپيوټري وسيلی) کې د انټي وايرس او فايروال پروګرامونو پر انسټالولو (ځای پر ځای کولو) او نوي (اپډيټ) ساتلو ځان پوه کړئ.

۲. د خپل کمپيوټر پر آپريټنګ سیسټم (لکه وينډوز، لاینکس، او ايس، او نور) ځان پوه کړئ، او په ځانګړي ډول چې څرنګه يې دوامداره نوي او ثابت وساتئ.

۳. که چيرې مو په کمپيوټر کې والدينو د کنټرول وسيلې فعالی کړې وي، له هغوی سره وغږيږئ تر څو ستاسې له عمر او اړتياوو سره سم اجازې درکړي. د هغو وسيلو د ماتولو يا ناکامولو هڅه مه کوئ.

۴. که چيرې کوم فايل ترلاسه کوئ خو نه پوهيږئ چې چا راليږلی دی، مه يې پرانيزئ. لدې لارو عموماً کمپيوټرونه پر وايرسو/ ټروجان او نورو جنجالونو اخته کيږي.

۵. کمپيوټر په عادي حالاتو کې وڅارئ، ځان پرې پوه کړئ، تر څو که چيرې پر وايرس اخته شي يا بله ستونزه پيدا کړي، نو تاسې يې درک کړای شئ.

۶. ځان پوه کړئ چې له چا سره په اړيکه کې ياست، او تر ټولو مهمه ځان مطمئن کړئ چې ستاسې والدين ستاسې له آنلاين حضور سره موافق دي، تر څو دا باور ولري چې آنلاين مناسب عمل کوئ، او که چيرې له کومی ستونزې يا انديښنی سره مخ شئ، وکولای شئ له هغوی سره وغږيږئ.

له ۵ تر ۷ کلنو لپاره لارښوونی

د دې عمر اکثره ماشومان ورته ذکر شوو لارښوونو ته پر لارښوونو نه پوهيږي، نو ځکه والدين يې بايد دوامداره وڅاري. څارلو پروګرامونه يا نورې تخنيکي وسيلې کولای شي مرستندویه واقع شي، همداسې بهتره به وي چې د مناسبو ویبپاڼو يو لیسټ جوړ شي او باوري کړئ چې ماشوم مو يوازې همدغو ویبپاڼو ته لاسرسی ولري. دلته هدف دې ماشومانو ته د انټرنېټ د خوندتيا، اخلاقو او پوهې اساسات ورښودل دي، او دا پر والدينو او وليانو ده چې د دې عمر ماشومانو آنلاين ژوند تنظيم او آسانه کړي.

boy in black shirt using white laptop computer

له ۸ نه ۱۲ کلنو لپاره لارښوونی

ډير څه دي چې تاسې يې آنلاين کولای شئ. سره لدې چې اکثره وختونه هر څه ښه وي، خو ځينې وخت يو څه ورانيږي يا له خوښې سره سم نه وي او نه پوهيږئ چې څه وکړئ. پدې برخه کې موږ پر ځينې ګټورو مشورو غږيږو چې کولای شي له تاسې په آنلاين خوندتيا کې مرسته وکړي.

د مسنجرو او ټولنيزو شبکو سايټونو له لارې له ملګرو سره چټنګ او هم آنلاین ملګري لرل ښه ساعتيري ده. تاسې آنلاین د خپلې خوښې خلک موندلی شئ چې ستاسې د خوښې لوبی يا فلمونه خوښوي. سره لدې چې آنلاین ملګري لرل او وخت تيرول ډير ښه راوړي، خو ځينې داسې خطرونه او تهدیدونه شته چې ممکن تاسې ورسره مخ شئ، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې هغه شخص په ريښتوني ژوند کې ونه پيژنئ.

د آنلاين چيټ خوندتيا لپاره، دې ټکو ته پام وکړئ:

۱. پر آنلاین ملګري باور کې احتياط وکړئ، يو څوک کولای شي ځان چې هر ډول وغواړي وښيي.

۲. خپل ملګري وټاکئ. د ډيرو ملګرو لرل ممکن ښه وي، خو له اندازې/ اړتيا ډيرو لرل دا ستونزمنوي تر څو پوه شئ ستاسې آنلاين مواد څوک ويني. له ناپيژندلو يا بې اعتباره خلکو د ملګرتوب غوښتنی/ريکويسټ مه منئ.

۳. شخصي معلومات مو محرم وساتئ. که چيرې په داسې ویبپاڼه يا لوبه کې یاست چې ډير پردي پکې وي د خپل نوم پرځای بدل نوم وکاروئ. مخکې لدې چې پر انټرنېټ چا ته خپل نوم، آدرس، ټليفون شمېره يا نور معلومات ورکړئ، له خپلو والدينو مشوره واخلئ.

۴. خپل پروفايل محرم/شخصي وساتئ، او که نه پوهيږئ له خپلو والدينو يا بل اعتباري مشر وپوښتئ، دا ډيره مهمه چاره ده.

۵. خپل پټ نوم/ پسورډ پټ وساتئ، آن خپلو ملګرو سره يې هم مه شريکوئ.

۶. که چيرې له کوم آنلاين ملګري سره غواړئ مخامخ وګورئ، نو له خپلو والدينو اجازه واخلئ، يا ورڅخه وغواړئ له تاسې سره ولاړ شي. تل په عامه ځای کې وګورئ يا په داسې ځای کې چې نور ډير خلک هم وي، او هڅه وکړئ د ورځې سره ووينئ.

۷. که چيرې څوک تاسې ته رډ، ويروونکي يا نامناسب څه ووايي، چې خوښ مو نه شو نو خپل والدين يا بل اعتباري مشر خبر کړئ. 

په راتلونکي برخه کې موږ د نيټ پر آدابو غږيږو.

ورته ليکنۍ: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۳) ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۲)، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۱)، د وبا پر مهال انټرنېټ ته لاسرسی، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د نن ټکنالوژئ لس ننګونی، هوښياريدونکی ماشين – اخلاقي او سلوکي اړخ، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

24 responses to “د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵) ”

  1. ټکنالوژي او وړ کاروونکي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] ليکنی: د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  2. ژبه او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  3. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۶)  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] پنځمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  4. د زده کړې – ولې  – مشري || ټکنالوژي || مديريت|| بدلون Avatar

    […] څه خواص لري؟ منظمې تجربې (۲)د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  5. پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  6. د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۷)   – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] پنځمه برخه: د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت… […]

    Like

  7. ژبه او محتوا – ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو […]

    Like

  8. آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  9. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  10. ۲ – د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  11. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور – ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  12. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  13. د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – ۲ – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  14. ډيجيټلي وده – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  15. پر ټکنالوژئ میین  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  16. د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  17. آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  18. ستاسې ډيجيټل نقل  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  19. ډيجيټل ملګری – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د مشرۍ کبر او ناکامۍ مزل، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، سايبري مينه – اخيري برخه، د ښکنځاوو ارزښت، ټولنيزې […]

    Like

  20. ځيرکه وسيله: مهارتونه پر کومه روان دي  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته […]

    Like

  21. ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته […]

    Like

  22. ټکنالوژي او بشري سلوک – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته […]

    Like

  23. معلوليت او ټکنالوژي – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندت…، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته […]

    Like

Leave a reply to آنلاين شريکول – لنډ احساس اوږده اغيزه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading