که څوک درته ګران وي او بيرته تمه لرئ چې هغې ته دې هم ګران وی، نو دا يوه راکړه ورکړه ده. که له هېواد يا ځانګړې مفکورې يا خلکو سره مينه لرئ، خو په مقابل کې غواړئ چې هېوادوال دې هم ستاسې د همدې ګرانښت قدر وکړي، نو بيا هم د کاروبار اړخ رااخلي.
غيبت په اسلام کې حرام دی، له هغې سره د غيبت يو اړخ د خپل فکر پر بل تپل دي، موږ عموماً د هغه چا بد وايو چې زموږ پر خوښه نه وي روان، يعنې له هغې غواړو چې زموږ له فکر سره سم ژوند وکړي، که له هغې اخوا ديخوا شو، نو بيا ورپسې بد وايو.
د مشتريانو په خدمتونو کې د اخلاقیاتو بحث راځي، په هغه بحث کې موږ دا وايو چې که چيرې مشتري له تاسې سره په سمه ژبه غږيږي او تاسې هم ورسره سم غږيږئ نو دا ستاسې کمال نه دی، بلکې د سمې خبرې په سمه توګه ځواب ورکوئ، کمال هغه وخت راځي چې هغه په قهر وي او تاسې ورسره بيا هم پر سمه ژبه او آرام غږيږئ.
که څوک درسره ښه کړي، او تاسې ورسره ښه کړئ، نو دا متقابل عمل دی، د بدو پر وړاندې ښه کمال وي.
د يوه بنده د فکر منشا د هغې پس منظر، پوهې، تربيې، عقايدو، موقف او نورو په رڼا کې وي، ضرور نه ده چې د هر چا فکر دې يو ډول وي، او هر فکر دې سم وي. د سم او غلط تعريف هم هر څوک له خپل نظره کړي، ډير وختونه د سم او غلط فکر د شخصي غرايضو قرباني وي، او شخصي غرايض هم ضرور نه ده چې هر وخت دې بد وي.
هر فکر له شخصي غرايضو را پيدا کيږي، يوازې دومره ده هغه فکر چې زموږ له طبعې سره برابر وي، موږ هڅه کړو هغې ته يو پراخه شکل ورکړو، او غواړو چې نور يې هم ملاتړ وکړي، او د بنده پر خوښه د فکر برابريدل احساساتي اړخ لري.
د پريکړو په اړه څيړنې وايي چې خلک پريکړې پر احساساتو کړي او بيا پر منطق ورته دلايل لټوي، يعنې که پریکړه هر څومره بده وي، خو دغه شخص ته ښه احساس ورکړي نو ورسره ګوزاره کړي، وروسته که چيرې پوه هم شي چې پریکړه يې غلطه وه، بيا يې هم پر دلايلو توجيه کوي.
د پريکړو مرجع له فکره راځي، او فکر هم دغه د احساساتو اړخ رااخلي، مهمه نه ده چې تاسې پر کوم فکر ياست، که چيرې دغه فکر تاسې ته ښه احساس درکوي، نو له هغه فکر سره به روان ياست، که چيرې دغه فکر د ټولنې له طبعې سره اړخ نه لګوي، نو د دې پرځای چې يو څوک دې ووايي چې زه ممکن اشتباه وم، ټوله ټولنه بده بولي چې خلک نه پوهيږي.
او که له ټولنې سره يې د بحث حوصله نه وي، نو بيا دغه فکر له ځان سره ساتي. نوو زلمکيانو ته فکر وکړئ، که هلک وي يا جنۍ، کله چې دغه احساس وکړي چې اوس يې د دنيا پر چارو سر خلاصيږي نو له والدينو څخه د خلاصون هڅه کړي، هغوی چې د دغه عمر ماشومان لري پوهيږي چې دغه عمر کې د بغاوت احساسات راپيدا کيږي.
د فکر يوه اساسي زيرمه د بنده پوهه ده، او د منظمې پوهې اساسي مرجع تعليمي مراجع لکه ښوونځي، مدارس، پوهنتونونه او ورته نور دي. دغه مراجع له هر څه وړاندې کاروبارونه دي، ضرور نه ده چې کاروبار دې تل پيسې وګټي، د يوې مفکورې رواجول خپله کاروبار دی، خو بيا هم پیسه او اغيزه ګټل يې يو اساسي هدف وي.
دغه مراجع بازار موندنه کړي، يعنې خلکو ته ښيي چې زموږ د تعليم برکت وو چې پلانکی يو موقف ته رسيدلی دی، که تاسې هم غواړئ چې دغو پوړونو ته ورسيږئ، زموږ له فکر او تعليم څخه برخمن شئ، بل اړخ ته يې هغوی چې ناکام دي، هغوی زموږ له فکره برخمن نه دي، او زموږ پر ويناوو يې عمل نه دی کړی.
فکر له عمل پرته هیڅ دی، د يوې څيړنې له مخې د انسان په ذهن کې د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ زرو فکرونه راځي، چې په دقيقه کې تقريباً له ۳۵ تر ۴۸ فکرونه کيږي، پدې کې بيا دا ټول فکرونه د عمل وړ نه وي، خو د انسان ذهن له ځان سره بوخت ساتي، دغه فکرونه بيا د انسان پر احساساتو اغيزه کړي.
فکر د احساساتو او پریکړو سبب ګرځي، ضرور نه ده چې هر فکر دی سم وي، او نه هر چا ته د منلو وړ وي. د بنده فکر د هغې د پوهې، چاپيريال، عقيدې، موقف، مالي حالاتو، مهارتونو، احساساتو او نورو له برکته راپيدا کيږي، او څرنګه چې دا د هر چا خپل وي، همداسې فکرونه هم بنده تر بنده فرق کړي.
هوښيار بنده او مشر پوهيږي چې هر څوک خپل فکر لري، مشوره لدې سره مرسته کړي تر څو د نورو پر افکارو پوه شي او د خپل فکر نيمګړتياوې پوره کړي، او له نيمګړتياوو پوره کولو وروسته هم دا درک لري چې ضرور نه ده زما هر فکر دې سم وي او هر هغه څه چې ما ته سم ښکاري، نورو ته دې هم سم ښکاره شي.
ورته ليکنی: د مفاهمې پنځه وژونکې خطاوی، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه






Leave a reply to د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه