د فکر تپل 

که څوک درته ګران وي او بيرته تمه لرئ چې هغې ته دې هم ګران وی، نو دا يوه راکړه ورکړه ده. که له هېواد يا ځانګړې مفکورې يا خلکو سره مينه لرئ، خو په مقابل کې غواړئ چې هېوادوال دې هم ستاسې د همدې ګرانښت قدر وکړي، نو بيا هم د کاروبار اړخ رااخلي.

غيبت په اسلام کې حرام دی، له هغې سره د غيبت يو اړخ د خپل فکر پر بل تپل دي، موږ عموماً د هغه چا بد وايو چې زموږ پر خوښه نه وي روان، يعنې له هغې غواړو چې زموږ له فکر سره سم ژوند وکړي، که له هغې اخوا ديخوا شو، نو بيا ورپسې بد وايو.

د مشتريانو په خدمتونو کې د اخلاقیاتو بحث راځي، په هغه بحث کې موږ دا وايو چې که چيرې مشتري له تاسې سره په سمه ژبه غږيږي او تاسې هم ورسره سم غږيږئ نو دا ستاسې کمال نه دی، بلکې د سمې خبرې په سمه توګه ځواب ورکوئ، کمال هغه وخت راځي چې هغه په قهر وي او تاسې ورسره بيا هم پر سمه ژبه او آرام غږيږئ.

که څوک درسره ښه کړي، او تاسې ورسره ښه کړئ، نو دا متقابل عمل دی، د بدو پر وړاندې ښه کمال وي.

Stairs on a yellow-orange background directly to large light bulb. Creative growth leading to business success. 3D render illustration.

د يوه بنده د فکر منشا د هغې پس منظر، پوهې، تربيې، عقايدو، موقف او نورو په رڼا کې وي، ضرور نه ده چې د هر چا فکر دې يو ډول وي، او هر فکر دې سم وي. د سم او غلط تعريف هم هر څوک له خپل نظره کړي، ډير وختونه د سم او غلط فکر د شخصي غرايضو قرباني وي، او شخصي غرايض هم ضرور نه ده چې هر وخت دې بد وي.

هر فکر له شخصي غرايضو را پيدا کيږي، يوازې دومره ده هغه فکر چې زموږ له طبعې سره برابر وي، موږ هڅه کړو هغې ته يو پراخه شکل ورکړو، او غواړو چې نور يې هم ملاتړ وکړي، او د بنده پر خوښه د فکر برابريدل احساساتي اړخ لري.

د پريکړو په اړه څيړنې وايي چې خلک پريکړې پر احساساتو کړي او بيا پر منطق ورته دلايل لټوي، يعنې که پریکړه هر څومره بده وي، خو دغه شخص ته ښه احساس ورکړي نو ورسره ګوزاره کړي، وروسته که چيرې پوه هم شي چې پریکړه يې غلطه وه، بيا يې هم پر دلايلو توجيه کوي.

د پريکړو مرجع له فکره راځي، او فکر هم دغه د احساساتو اړخ رااخلي، مهمه نه ده چې تاسې پر کوم فکر ياست، که چيرې دغه فکر تاسې ته ښه احساس درکوي، نو له هغه فکر سره به روان ياست، که چيرې دغه فکر د ټولنې له طبعې سره اړخ نه لګوي، نو د دې پرځای چې يو څوک دې ووايي چې زه ممکن اشتباه وم، ټوله ټولنه بده بولي چې خلک نه پوهيږي.

او که له ټولنې سره يې د بحث حوصله نه وي، نو بيا دغه فکر له ځان سره ساتي. نوو زلمکيانو ته فکر وکړئ، که هلک وي يا جنۍ، کله چې دغه احساس وکړي چې اوس يې د دنيا پر چارو سر خلاصيږي نو له والدينو څخه د خلاصون هڅه کړي، هغوی چې د دغه عمر ماشومان لري پوهيږي چې دغه عمر کې د بغاوت احساسات راپيدا کيږي.

a book with two light bulbs attached to it

د فکر يوه اساسي زيرمه د بنده پوهه ده، او د منظمې پوهې اساسي مرجع تعليمي مراجع لکه ښوونځي، مدارس، پوهنتونونه او ورته نور دي. دغه مراجع له هر څه وړاندې کاروبارونه دي، ضرور نه ده چې کاروبار دې تل پيسې وګټي، د يوې مفکورې رواجول خپله کاروبار دی، خو بيا هم پیسه او اغيزه ګټل يې يو اساسي هدف وي.

دغه مراجع بازار موندنه کړي، يعنې خلکو ته ښيي چې زموږ د تعليم برکت وو چې پلانکی يو موقف ته رسيدلی دی، که تاسې هم غواړئ چې دغو پوړونو ته ورسيږئ، زموږ له فکر او تعليم څخه برخمن شئ، بل اړخ ته يې هغوی چې ناکام دي، هغوی زموږ له فکره برخمن نه دي، او زموږ پر ويناوو يې عمل نه دی کړی.

فکر له عمل پرته هیڅ دی، د يوې څيړنې له مخې د انسان په ذهن کې د ورځې له ۵۰ تر ۷۰ زرو فکرونه راځي، چې په دقيقه کې تقريباً له ۳۵ تر ۴۸ فکرونه کيږي، پدې کې بيا دا ټول فکرونه د عمل وړ نه وي، خو د انسان ذهن له ځان سره بوخت ساتي، دغه فکرونه بيا د انسان پر احساساتو اغيزه کړي.

فکر د احساساتو او پریکړو سبب ګرځي، ضرور نه ده چې هر فکر دی سم وي، او نه هر چا ته د منلو وړ وي. د بنده فکر د هغې د پوهې، چاپيريال، عقيدې، موقف، مالي حالاتو، مهارتونو، احساساتو او نورو له برکته راپيدا کيږي، او څرنګه چې دا د هر چا خپل وي، همداسې فکرونه هم بنده تر بنده فرق کړي.

هوښيار بنده او مشر پوهيږي چې هر څوک خپل فکر لري، مشوره لدې سره مرسته کړي تر څو د نورو پر افکارو پوه شي او د خپل فکر نيمګړتياوې پوره کړي، او له نيمګړتياوو پوره کولو وروسته هم دا درک لري چې ضرور نه ده زما هر فکر دې سم وي او هر هغه څه چې ما ته سم ښکاري، نورو ته دې هم سم ښکاره شي.

ورته ليکنی: د مفاهمې پنځه وژونکې خطاوی، پرون د نن په خدمت کې، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، اته (۸) عادته چې مسلکي ژوند مو خرابوي، د تمرکز ډيرول او ګټور کار، اته وړانديزونه، د غوره مفاهمې پنځه بنسټيزه اصول، د ښې مشرۍ ۸ مهارتونه، د مسلک بيه، د زده کړې – ولې، ابتکار ټوکې نه دي – مبتکر دودونه څه خواص لري؟ (۱)، دا اهل يې څوک دی، د مسلک ټاکنه – اوله برخه، شکوڼ او ګيدړ، دندې د اعلان نيمګړتياوی، دوامداره زده کړه او تلپاتې بريالیتوب، هر مشر نيمګړتياوې لري، پر خپلو پوه شئ – لومړئ برخه


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

8 responses to “د فکر تپل ”

  1. مشري او ابتکار – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د بې وسئ زده کړه، د ناکامۍ ارزښت، تعليم او د عايد […]

    Like

  2. د ښې ليکوالۍ ۴۰ مشورې – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنې: مشري او ابتکار، د فکر تپل، د مشرۍ درس – ناکاميو منل، هر څوک دی خپل کار لره […]

    Like

  3. د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد مزل، ډله […]

    Like

  4. په ځان کې ورک – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که […]

    Like

  5. د کال ارزونه – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت Avatar

    […] ليکنی: د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که […]

    Like

  6. د انتقال وسيلې – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] وده، د معلوماتو واکداري، مشري او ابتکار، د کار سړی، د فکر تپل، د مسلک ټاکنه – دوهمه برخه، د برياليتوب اوږد […]

    Like

  7. د ژوند که د بدلون تکليف – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] د فکر تپل، د ناکامۍ مزل، منطق او پريکړې، د برياليتوب تعريف که معیار، شخصي وده، د د ناپوهۍ بيه، آیا نړۍ موږ ته دريږي، د برياليتوب اوږد مزل، منطق او پريکړې، پريکړه او پايلې، د ظرفيت خلا، پوهه: پر کومه بيه، پر نورو ځان لوړ ګڼل د جهل علامه ده، د نامعلوم قبلولو ويره، معلوماتو واکداري،   […]

    Like

  8. مشري: مشوره – مشري || ټکنالوژي || بدلون Avatar

    […] مشرۍ نشه او حرص – ۲، د فکر تپل ، واک او اغيزه ، آنلاين ټولنيزو وسيلو کارول او اغيزې، […]

    Like

Leave a reply to د ذکاوت ضياع  – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading