مصنوعي ځيرکتيا د ځينو مهارتونو ځای نيسي او ځينې نور بيا غښتلی کوي، يعنې بنده بايد وکولای شي چې له دغې وسيلې کار واخلي او په مرسته يې خپل کاري ظرفيت بهتره کړي. له دې سره د توکو انټرنيټ يا (Internet of Things ‘IOT’) هم شته، يعنې ماشينونه دومره ځيرکه شوي دي چې د انټرنيټ له لارې پخپله ځينې چارې پر مخ بیايي. لکه ستاسې مبايل/ ټبليټ سرور ته ځي او د خپلې اړتيا وړ پروګرامونه راکوزوي، يا يو ځيرکه کمره د خپل څار لاندې ځای کې خوځښت ويني، او څارونکي خبروي يا يو ځيرکه يخچال د ميوو يا سبزيجاتو کيفیت او کميت څاري او د اړتيا پر مهال اړوند ځای ته احوال ورکوي چې نوره سودا راوليږي.
له کرونا سره له کوره د کار رواج ډير شو، اوس سره لدې چې ځينې کاروبارونه له خپلو کارکوونکو غواړي دفترونو ته راشي، خو بيا هم د اړتيا پر مهال له کوره کار مني او دغه چاره د پخوا په پرتله ډيره شوې ده. څوک چې له کوره کار کړي نو بايد د کار اړونده وسايل يعنې د انټرنېټ پر عيارولو، د خپل وخت پر مديريت، خپلواکه کار کولو او نورو چمونه هم زده کړي. دا شخص بايد پوه شي چې له خپلو مسلکي مهارتونو سره سره دا نور کمالات هم بايد ولري.
د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته هغه مسلکونه چې څيړنې ته اړتيا لري تر ټولو ډير اغيزمنيږي، لکه وکالت چې پر دې اتکا کوي چې پخوا آیا پر دغه موضوع خو کومه پريکړه نه شته، پوښتنه ورکوئ، دغه وسيله درته ټول اړوند معلومات راټولوي، خو دا شخص بايد پوه شي چې خپله پوښتنه څرنګه مطرح کړي، تر څو يوازې او يوازې اړوند معلومات ورته راڅرګند شي.
بشر تل د خپلې زمانې له اړتياوو سره سم د ژوند آسانتيا لپاره ابتکارات کړي دي، چې پدې کې د ټکنالوژيو اختراعات هم شامل دي. هر ډول ماشين د کار د آسانتيا لپاره جوړيږي، که هغه د تيږې خوځولو لپاره اړم وي يا د عملياتو روبوټونه، ټول اړونده کار آسانوي. يعنې بشر له ډيرې زمانې راهيسې له ماشين سره کار کړي، خو د پخوا دغه ماشينونه د امر تابع وو، او ځيرکه نه وو. يعنې که ټلويزون وو تاسې به کانالونه بدلول او څه چې نورو نشرول هغه به مو ليدل، خو نن پر ټلويزون هر څه شته، ستاسې څه خوښيږي چې ویې ګورئ.
ټلويزون له خپلې اختراع تر اوسه اوږد مزل کړی دی، نن ځيرکه دی، د خپلو پخوانيو موډلونو برخلاف چې له نورو يې محتوا رااخيسته او تاسې ته يې رسوله. نن ستاسې د خوښې، سيمه ييزو حالاتو، ستاسې په څير د نورو خلکو د خوښو، د مياشتې يا کال وخت پر اساس، او نورو داسې کوچنيو کوچنيو اړخونو په رڼا کې د محتوا له زيرمو څخه تاسې ته يو څه وړانديزوي، يعنې داسې څه چې که چيرې ورته کيناستئ نو تر ډيره مو له ځان سره ساتي.
همداسې ټليفون هم سل کاله وړاندې له خپلې لومړئ اړيکې تر نننه ډير ځيرکه شوی دی، دغه ټليفون له خپلې اساسي دندې پرته له تاسې سره په ساعتيرئ، مالي چارو، مسلکي وده، کورنيو اړيکو، لټون، د خپلو شخصي او مسلکي چارو په آسانولو، روغتيا او نورو ډيرو کې مرسته کوي. دغه ټليفون د نن بشر ته يو ډيجيټال ملګری دی، چې په هره چاره کې خپله ونډه لري.
د نن بنده بايد له دغو ځيرکه وسيلو څخه د کار اخيستو مهارت ولري، يعنې نن بايد له خپلو مسلکي مهارتونو سره دا مهارت هم ولري چې له ځيرکو وسيلې څرنګه ښه کار واخلي، ورسره له نورو خلکو سره چې له دغو وسيلو کار اخلي، سره څرنګه ښه کار وکړي. که وغواړئ يا نه، که نور دا وسيلې کاروي، نو تاسې د سيال پاتې کيدو لپاره مجبور ياست چې ويې کاروئ.
نن بشر ته فکر، د معلوماتو ارزونه او د دغو معلوماتو د ستونزو حل لپاره عيارول ورپاتې دي. په تيرو څو لسیزو کې د علم پريکنده برخه په سرعت سره ډيجيټايز شوه، ماشيني او کمپيوټري شکل يې غوره کړ، چې له کبله يې وسيلې ځيرکه شوی، او ډير تکراري او درانده کارونه يې پر غاړه واخيستل.
که چيرې مسلکونه له ټولنې او حالاتو سره ځان عيار نه کړي، له دريدنې سره مخ کيږي چې دغه دريدنه د رکود سبب ګرځي، يعنې که غواړئ وړاندې ولاړ شئ بايد ځان د خپل مسلک له شتو وسايلو سره عيار کړئ، له دغو وسايلو څخه ګټه اخیستنه بايد زده کړئ، او که نه وي نو هغوی چې له دغو وسيلو څخه د کار اخيستنې مهارت لري، به وړاندې ولاړ شي.
په سلوکي توګه هم بايد له ماشين سره کار کول زده کړو. په جاپان کې سپين ږيرو لپاره داسې روبوټونه کاريږي چې له دوی سره مجلس کړي، خبرې يې اوري، صحت يې څاري او د اړتيا پر وخت له نورو مرسته غواړي لکه پوليس يا روغتون خبروي. دغو روبوټونو سره لدې چې ښه کار کاوه او ټول خبر وو ښې وسيلې دي، خو ډيرو کاروونکو ته يې دا ستونزمنه وه چې له يو ماشين سره وغږيږي، په سلوکي ډول انسان تل له بل انسان سره غږيدلی دی، دا ورته ډيره عجبه ښکاريده چې له ماشين سره وغږيږي او له هغې هم سم ځواب تر لاسه کړي.
د نن وسيلې د پخوا په پرتله ځيرکې دي، خو د سبا په پرتله بيا هم غبي دي، دوی به نورې هم هوښياريږي، دغه مزل ورځ تر بلې ګړندی کيږي. زموږ لپاره به ځيرک بشر بيا هغه وي چې له دې وسيلو څخه د خپلو مسلکي او شخصي چارو آسانتيا او غنا لپاره غوره ګټه واخلي، او هغه مهارتونه او سلوکونه ولري چې دغه وسيلې د خپل ژوند يوه برخه وګڼي او ښه ګټه ترې واخلي.
ورته ليکنی: د معلوماتو واکداري، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، ستاسې ډيجيټل نقل، سايبري مينه – اخيري برخه، د مخابراتو او ټکنالوژي سکتور، ننګونې او وړانديزونه – اخيري برخه، مينه او ټکنالوژي، پوهه او د ټولنيزو شبکو هوښيار، ټکنالوژي او ملي کړنلارې، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، آنلاین نړۍ، درواغ او پروپاګنډ، د کوچنيانو او ځلمکیانو ټکنالوژۍ کارونه او آنلاين خوندتيا – (۵)، ټولنيزې شبکې او متنوع فکر، آیا نړۍ موږ ته دريږي، ډيجټيلي استبداد، د آنلاين محتوياتو ننګونه






Leave a reply to ژباړه: ټکي که معنا، ټکنالوژي څه وايي – مشري || ټکنالوژي او د بدلون مديريت ځواب لرې کړه