نن د پاملرنې او وخت زمانه ده، د نن بريالی ماهره کارکوونکی خپل مهارت او پوهه خرڅوي، او دا له وخت سره مستقيمه اړيکه لري، هغوی چې پر خپل وخت حاکم وي، هغه پر ژوند حاکم وي، خو د دې حاکميت پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه دغه ځيرکه وسيله ده چې تاسې پرې دا مضمون لولئ، او ښايي له ځيرکې وسيلې ډير هغه ټولنيزې شبکې او مصنوعي ځيرکتيا خدمتونه دي چې ستاسې ډير وخت مصرفوي.
نن پام لرل سره زر دي. هر يو له بوختياوو او د وخت له کموالي ګيله من دی. د يوې نوې څيړنې له مخې چې بیلابيلو شرکتونو مشرانو او استخدام له ماهرينو څخه پکې د نن تر ټولو مهم مهارتونو او سلوکونو په اړه ترې پوښتل شوي وو، يو تر ټولو بنسټيزه عادت چې په دوامداره توګه د ټولو له خوا ياديده هغه کار ته دوامداره پام لرل يا تمرکز او له خپل وخت څخه غوره ګټه اخيستنه وه.
هر لايک، هر پړينګ يا نوټيفيکېشن او هر سکرول يا د شبکو دوامداره څارل د دې لپاره طراحي شوي دي چې زموږ ذهن بوخت وساتي. دغه ټولې شبکې په خپلو مامورينو کې د بشري سلوک او فکر تکړه ماهره مسلکيان لري چې په دوامداره توګه داسې خدمتونه او ځانګړتياوې طراحي کوي چې د دغو شبکو کاروونکي دوامداره بوخت وساتي. پدې شبکو کې هغه محتوا پر مخ ځي چې ساعتيره وي، له همدې کبله هغوی چې ساعتيره محتوا نه جوړوي تل د ملاتړو او ليدونکو له کمبود او کمې علاقې سره مخ وي.
د کاروونکو دغو بوخت ساتلو تر شا له بشري ذهن سره د مصنوعي ځيرکتيا (Artificial Intelligence) يو پټ الګوريتم هم شته چې ستاسې سلوک څاري او دا اټکلوي چې موږ څه خوښوو، څه فکر کوو او څه ته غبرګون ښيو، بيا هغه څه چې مو خوښ شو هماغه وينئ، او خوښه ضرور نه ده چې څرګنده وي، هر هغه څه ته چې تم شوئ دغه الګوريتم يې څاري او پوهيږي چې ستاسې پام يې ځان ته راواړاوه.
په ظاهره به موږ له يو بل او ټولنې سره نښتي يو، خو په باطن کې يو ډول ذهني او روحي ستړيا ورځ تر بلې زياتېږي. دا هغه پټه سرخوږي او ستړيا ده چې نه ليدل کېږي، نه اورېدل کېږي، خو زموږ د ژوند پر هر اړخ اغېز کوي.
څرنګه مصنوعي ځيرکتيا زموږ پام کنټرولوي
ټولنيزې رسنۍ لکه فيسبوک، ټويټر، ټيکټاک، انسټاګرام، يوټيوب او نور، د مصنوعي ځيرکتيا له لارې هر کاروونکي ته بېلابېل ډول منځپانګه ښيي. سيستم له هر «لايک»، «تبصرې» او پاملرنې څخه زده کوي او بيا هماغه ډول پوسټونه او محتوا رامخ ته کوي چې کاروونکي پرې ډير وخت تير کړی وي.
په دې توګه يوه نه ختمديدونکې دايره رامنځ ته کيږي، کاروونکی فکر کړي چې خپلواکه دی، څه چې يې خوښ وي هغه ويني، خو په اصل کې يو ځيرک الگورېتم دا هر څه څاري او لاره درښيي. د خپلې طبعې محتوا ليدل خلک خوښوي، هغې سره ځان نازولی احساسوي، د يو انعام په توګه يې اخلي، چې له کبله يې بيا په دوامداره توګه همدې انعامونو پسې ګرځي.
پر ذهني روغتيا يې اغيزه – ستړيا، انديښنې، او د ځان برابرولو نه ختمديدونکی سيالي
موږ په ټولنه کې ژوند کړو، دغه ټولنه له خلکو جوړه ده او هر يو سيال لري، يا لږ تر لږه فکر کړي چې زه بايد سيالي وکړم. نو کله چې د نورو د ژوند بیلابيل اړخونه ويني، لاسته راوړنې يې راڅرګنديږي، د ژوند ښه بدلونونو ته يې پام کړي، نو په ناغوښتي ډول ورسره ځان پرتله کوي، دا پرتله کولو فکر زموږ پر باور، خوشحالۍ او تمرکز بد اغېز کوي. د مصنوعي ځيرکتيا فيلټرونه، مجازي ښکلا او د کاميابۍ مصنوعي انځورونه دا فشار لا زياتوي.
د نړيوالو څېړنو له مخې، د ټولنيزو رسنيو ډير استعمال د انديښنو، ستړيا، خپګان او د خوب د ګډوډۍ سبب ګرځي. خو په افغانستان کې دا اغېز دوه چنده دی — ځکه چې زموږ لپاره دا وسيلې لا نوې دي، ډيجېټل فرهنګ مو لا غښتلی نه دی خو استعمال يې ورځ تر بلې ډېرېږي، او دا استعمال يوازې تر ځوان نسل محدود نه دی، بلکې مشران هم پر دغه کتار ورګډ دي.
افغانستان په نړۍ کې يو تر ټولو ځوان نسل لري، له نيمايي ډير نفوس له پنخويشت کلنو کم عمر لري، له همدې کبله د دغو وسيلو استعمال لپاره تر ټولو غوره حالت کې دي، او د ژوند له سترو بدلونونو هم تيريږي، چې له کبله يې په ټولنيزو شبکو کې فعال او يو بل سره سيال او اغيز درلودونکي دي.
ټولنيزې شبکې که تاسې ته د استعمال خپلواکي درکوي، هر چيرې يې هر ډول کارولی شئ، خو ورسره يو قيد هم درباندې ږدي، هغه محتوا به نشروئ چې ځان ته د خلکو پام راواړوي، له ډير څه به ډډه کوئ، ممکن داسې بحث يا محتوا ته راکاږل شئ چې نه يې غواړئ خو بيا هم پکې ښکيليږئ.
له ټولو نيمګړتياوو سره د دغو وسيلو له ارزښته انکار نه کيږي، نو ځکه بايد ښه استعمال يې زده او وهڅول شي.
څرنګه يې ښه وکاروو؟
د بشر په تاريخ کې هرې نوې ټکنالوژئ په پيل کې خپلې ننګونې لرلي دي، وروسته ورسره بشر عادت شوی دی، ښه کارولو لپاره يې ورته لارې چارې لټولي دي، نو ځکه د اوسنيو وسيلو ښه استعمال لپاره دا وړانديزونه په پام کې ونیسئ:
1. د سکرين وخت مو وڅارئ: ځان پوه کړئ چې څومره يې کاروئ او حد ورته وټاکئ، مهمه نه ده چې څه کار کوئ، له دغو وسيلو ليرې والی ستاسې پر روغتيا، ابتکار، آرامتيا او ښه فکر مستقيمه اغيزه کړي.
2. د استراحت وختونه بې له موبایله تير کړئ: سهار يا ماښام لږ تر لږه يو ساعت بې له دې وسايلو تېر کړئ. د شپې له خوب وړاندې او سهار له راويښيدو وروسته لږ تر لږه يو ساعت له دې وسيلو ليرې اوسئ.
3. د خپلو ملاتړو او ملګرو فهرست پاک کړئ: د دې وسيلو د ناوړه اغيزې يو ستر عامل د دغو وسيلو بې نظمه کارول دي. هغوی چې تاسې سره په دغو وسيلو کې مل دي، هغه چاڼ کړئ، هغوی چې د ذهني ستړيا سبب مو ګرځي، هغه کسان پرېږدئ، له محتوا يې فاصله واخلئ، او هغوی چې الهام درکوي، هغه خپل کړئ. هر څه د لوستلو او تعقيبولو نه وي.
4. هوښيار يې وکاروئ، عادت ترې مه جوړوئ: که هر ځل مو د سګريټي په شان لاس موبایل ته ځي، نو له ځانه وپوښتئ چې ولې او څه ترې غواړئ.
5. متوسط اوسئ: هر څه چې له اوسطه ووځي، تاوان کړي. لومړيتوبونه مو وټاکئ او د هغې پر اساس پر مخ ولاړ شئ.
مشران، ښوونکي او مور و پلار څه کولای شي
ذهني روغتيا او ډيجېټل توازن فردي مسئله نه ده، بلکې د کورنيو او ټولنو مشرانو لپاره يو مهم مسووليت هم دی.
- د ادارو مشران کولای شي د ادارو په کلتور کې د دې وسيلو ښه استعمال وهڅوي، د ابتکار او تمرکز ارزښت څرګند کړي. د نن کاروونکی د دې وسيلو په مرسته د ګټور کار لپاره وهڅوي.
- ښوونکي زده کوونکي وهڅوي چې دغه وسيلې او تخنيک د زده کړې لپاره وکاروي، نه د سيالۍ، وخت ضیاع او پرتله کولو لپاره.
- مور او پلار دې خپلو سلوکونو ته وګوري، موږ ډير وخت پر دې تاکيد کوو چې د ماشومانو د سکرين وخت بايد وڅارل شي، خو دا مور او پلار دي چې ماشومان يې عادتونه خپلوي، که چيرې مو په کور کې دغه وسيلې ډيرې کاريږي، نو کم استعمال يې له ځانه پيل کړئ. د خپلو ماشومانو د سکرين وخت وڅارئ او له هغوی سره لدې وسيلو ليرې ګډ وخت تير کړئ.
مصنوعي ځيرکتيا زموږ ژوند اسانوي، خو دغه اسانتيا بايد د واک او فکر سپارلو پر معنا نه وي. هر څوک ټکنالوژي کاروي، خو هوښيار بنده هغه دی چې د خپلې ګټې لپاره يې وکاروي، فکري خپلواکه وي او هر کله چې وغواړي ورڅخه ليرې او يوازې شي. ځيرکه انسان دغه وسيله ځيرکه کاروي، خپل بيړاتوب پر ټکنالوژئ نه تاوانوي.
ورته ليکنی: وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا، مصنوعي ځيرکتيا لپاره د حکومتونو چمتوالی، ژبه او مصنوعي ځيرکتيا، معلومات او پوهه د تيلو او تحريکوونکي په توګه، آنلاين نړۍ: د کوچنيانو، انجونو او ميرمنو ځورول- (۲)، ټکنالوژي او وړ کاروونکي، مشري: مشوره، وخت، لومړيتوبونه او ذهني ستړيا






Leave a reply to د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي – مشري || ټکنالوژي || بدلون ځواب لرې کړه