ظرفیت جوړونه

مخکې لدې چې يوه هدف ته ورسيږئ، د هغه ظرفيت به په ځان کې پيدا کوئ. مخکې لدې چې تاسې اوبه راواخلئ د اوبو ساتلو او نيولو لوښی يا ظرف به لرئ. مخکې لدې چې علم حاصل کړئ د علم ظرفيت یا لوښی به له ځانه جوړوئ، مخکې لدې چې سترو خلکو سره کينئ، دا ظرفیت به په ځان کې پيدا کوئ چې هغه مجالسو ته مو خلک وروغواړي.

doctor scientists researching in laboratory, Healthcare and biotechnology concept.

د ظرفیت جوړونې مزل د ژوند له لومړئ ورځې پيليږي، ماشوم چې خبرې زده کوي نو له ډيرو بنسټيزو ټکو کار اخلي، لومړی غږونه وي، بيا دا غږونه جوړښت او تړون پيدا کوي، بیا مفهوم ته رسیږي، بيا په پای کې يې ژبه روانيږي.

همداسې يې قدم اخيستنه ده، چې د لومړي ګام لپاره څومره ځل غورځي، او راپاڅيږي چې تر څو ځان کې دا توان پيدا کړي چې له غورځیدا او ملاتړ پرته وګرځي.

دين او عقیده هم دوامداره زحمت غواړي، هره ورځ به د خپلو عقيدوي اصولو په رڼا کې پریکړې کوئ، دين به مو پالئ، تر څو هغه ځای ته ورسیږئ چې تمه یې لرئ.

پوهه او مسلکي وده هم له دې اصله مستثنا نه ده، له ډيرې ټيټې به یې پيلوئ، په دوامداره توګه پر خپل مسلک کار کوئ، هغه عادتونه، سلوکونه او پوهه به خپلوئ چې ستاسې د دوامداره پرمختګ سبب ګرځي، له هغوی به یې زده کوئ چې له تاسې وړاندې دي، او هغوی ته به يې ښاياست چې تاسې پسې راروان دي.

په کاروباري لحاظ، به زحمت او پیسه دواړه يوځای کوئ، تر څو پر پښو يې ودروئ، دا ظرفيت به په ځان کې پيدا کوئ، چې بل څوک پر تاسې دا باور وکړي چې خدمات يا محصولات مو واخلي او خپله ستونزه پرې حل کړي.

د ژوند په کاروبار کې لومړی بيه پرې کيږي، بيا نتیجه وينئ. لومړی به زحمت باسئ، تکليفونه به تيروئ، ناهيلئ او سختې به زغمئ. د هر نیک او بريالي بنده ژوند له کړاوونو ډک دی، لومړی يې ځان کې دا ظرفيت پيدا کړی چې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي، بيا همدې پرمختګ خپل مقام ته رسولی دی.

انسان به پر خپل ظرفيت کار کړي، سينه به پراخوي، خپل توانونه به پراخوي، بيا به ده ته هغه څه رسیږي چې دغه سينه او توانونو کې يې ځاييږي. انسان پر خپل ځان واک لري، بيروني شرايط او حالات يې له واکه بيرون دي، خو بیروني شرايط هر څوک په مختلف ډول اغيزمنوي، هغوی چې ظرفيت يې له لري له شرايطو ګټه اخلي، هغوی چې دا توان نه لري، له هر ډول شرايطو تاوان ويني.

ځان به ښه کوئ چې ښه شئ، که ستروالی غواړئ، نو له ځانه به ستر لوښی جوړوئ چې متوقع ستروالی په تاسې کې ځای شي، ستاسې توانونه به هیڅکله ستاسې له شخصيت او ظرفيت څخه ستر نه وي، محتوا هیڅکله له ظرفه نه ستريږي، خلقت هیڅکله له خالقه نه ستريږي، که غواړئ ستر راجذب کړئ نو خپله بايد ستر شئ، او هره ستره چاره او اوږد مزل له کوچني ګامه پيليږي.

اوس څوک څرنګه ستريږي، د دې ځواب هر چا سره شته. هر چا کوچنيوالی تیر کړی دی، خپل ژوند ته دې وګوري چې نن ډير هغه څه لري چې پرون يې ارمان درلود، که خپل د سبا اهدافو ته ځان رسوي نو نن ځان ته هغه ظرفیتونه په نښه کوي چې هغه هدف راجذب کړي.

تاسې پر سبا واک نه لرئ، خو نن په ځان کې هغه ظرفيت پيدا کولای شئ چې د سبا شخصيت مو ټاکي، نن به ځان ته هغه شرايط برابروئ چې سبا مو د برياليتوب سبب ګرځي.

پر خپل ظرفيت کار وکړئ، له ځان بهترين جوړ کړئ، او بيا له بهترينو وړاندې شئ، برياليتوب او نيکبختي د ظرفيتونو او توانونو په لټه کې وي، تر ډيره ستاسې ژوند ستاسې ظرفيت او توان ټاکي.

ورته ليکنی: د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه ده، کاروبار: کاميابي د ناکاميو په سيوري کې،  مشري: افغان ميرمنې، ټکنالوژي او د مشرۍ راتلونکی،  زده کړې له پوهې د ظرفيت په لور: د تعليم بدليدونکی شکل،  د خوښۍ بيه، مشري: مشوره، څيړنه، ټکنالوژي او فکري خپلواکي، تدبر او تمرکز، ډله ييز فکر، مشري: د ورانوونکي توافق پر ځای ښه اختلاف، مشوره ناکامي نه ده، وخت او مطالعه، په ستونزمنو خبرو اترو کې ترې ډډه وکړئ، له رښتيا تر درواغو، څه رنګ معلومات اصل بدلوي، ترفيع او پرمختګ مو يوازې پر مهارتونو نه دی، اړيکې هم غواړي، نور ناپوهه ګڼل


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

One response to “ظرفیت جوړونه”

  1. […] ليکنی: ظرفیت جوړونه، د پوهې غبرګيدل: ولې دوامداره زده کړه نوره اختياري نه […]

Leave a Reply to د کمښت اصل – مشري || ټکنالوژي || بدلونCancel reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading