ولې ځينې کاروبارونه له يوه حده اخوا وده نه کړي 

له ډيرو کاروباريانو به واورئ چې «بازار خراب دی»، «له خلکو سره پيسې نه شته»، «بازار کې سيالي ډيره ده»، «خلک جعلي او تقلبي شيان پلوري»، خو له دې اخوا اصل پوښتنه دا ده، چې که چيرې «بازار خراب وي، نو بيا ولې ځينې کاروبارونه له نورو وړاندې دي، او وده کړي؟».

بيروني عوامل، اقتصاد، سياليو، د پيسو نه لرل، چاپيریالي او نور محدوديتونه خپل ارزښت لري، خو دا عموماً بهرني او ستاسې له واک اخوا عوامل دي، مهم دي خو کاروبارونه له داخلي عواملو وده او سقوط کړي. د بل ملامتول نسبت دې ته آسانه وي، چې يو څوک دې خپل کاروبار وارزوي، او د هغې د چلولو طريقه دې وپوښتي.

د کاروبارونو ستونزې له کومه پيژنو

ځينې پوښتنې بايد ځواب شي، لکه تاسې خپل کاروبار څرنګه اداره کوئ، هدف له اداره کولو څخه دا وي چې څرنګه موضوعات پلانيږي، يعنې څه بايد څه وخت شي؟. څوک پریکړې کوي او د خپلو پریکړو لپاره کوم لاملونه په پام کې نيسي؟، څوک کار سر ته رسوي، څرنګه يې رسوي او د خپل کار لپاره څه مهارتونه او سلوکونه لري؟

اکثره کاروبارونه دغه بنسټيز موضوعات په پام کې نه نيسي، چې له کبله يې تر يوه حده وده کړي، او بیا هلته دريږي.

هغه کاروبارونه چې دغه اساسي موضوعاتو ته پام ونه کړي، نو له ورته ستونزو سره مخ وي:

  • دوی څرګنده تګلاره او ليدلوری نه لري، نه پوهيږي په کومه روان دي، يوازې هغې پورې محدود وي چې د دوی په فکر کار کړی وي.
  • ټولې پریکړې د کاروبار څښتن يا رئيس کوي. هر څه هغې ته راجع کيږي، او که چيرې بل څوک کومه پریکړه وکړي نو مخه يې نيول کيږي، له ناوړو عواقبو ويرول کيږي.
  • سيسټمونه او پروسې نه وي، څه چې د خلکو او مخصوصاً د څښتن يا مشرانو خوښه وي، پر هماغه هر څه روان وي. او که چيرې سيسټمونه او پروسه وه هم اوسي، هغه بيا هم د خلکو د خوښې او هيلو ښکار وي.
  • لنډ مهاله فکر حاکم وي، چې د نن ورځ ښه تيره شي، هماغه ښه ورځ ده. دې ته نه ګوري چې اوږدمهال کې بايد چيرې ولاړ شو، يا څه وکړو.
  • د اجراتو ارزونه نه وي، په دې نه پوهيږي چې څه کار کړي او څه کار نه کړي. د ښه کار او خراب کار تعريف نه وي، څوک نه پوهيږي چې څه ډير وکړي، او له څه ډډه وشي.
  • ګمارنه او استخدام پر اعتماد او پيژندنه وي، نه دا چې پر ظرفيت څوک استخدام شي. ګمارنې لپاره عموماً له دوستانو او نورو پوښتنه کيږي، چې يو څوک ورمعرفي کړي.

کوچنيو کاروبارونو لپاره ممکن کار وکړي، خو په ستره کې کاروبارونو ته تاواني عمل دی.

دا هر څه کاروبارونو ته له بيروني بازاره او اقتصاده ډير تاوان رسوي.

لدې پرته، لکه څرنګه چې مو په تيره لیکنه (له عمل پرته زده کړه د نن بیسوادي ده) کې هم بحث وکړ، ډير خلک پوهيږي چې ښه څه دي، يا بايد څه وکړي، خو خپلې پوهې او تجربې ته عملي شکل نه ورکوي، ډير کاروباريان روزنې اخلي، نوې مفکورې زده کوي، خو خپله زده کړه نه عملی کوي.

photo of store

پرمختلونکي کاروبارونه څه کړي؟

هغوی چې بریالي او مخ پر وده کاروبارونه لري، هغه پر خلکو او نيکمرغئ ډيره ملا نه تړي، بلکه خپل سيسټمونه او پروسې غښتلې کوي.

دوی له نورو سره په دې ساحو کې توپير لري:

  • څرګنده او روښانه اهداف لري، پوهيږي چې چيرې روان دي او کله بايد هلته ورسیږي.
  • پریکړې يې منظمې او پر يوه سيسټم بنا وي، ټول پوهيږي چې دلته پر کومو اساساتو پریکړه کيږي.
  • واک سپارنه او ځواب ورکونه وي، خلکو ته واک ورکول کيږي تر څو خپلې اړوند پریکړې وکړي، او بيا د هغو پريکړو په اړه ترې پوښتنه کيږي او ځان ځواب ورکوونکی احساسوي.
  • دوام، خپل کارونو او عملیاتو ته دوام ورکوي، پوهيږي چې پر څه طريقه په ښه توګه خپل کار پر مخ يوسي.
  • عياريدنه، د ځان د عيارولو توان لري، هغه څه چې کار نه کړي، له هغې تيریږي، څه چې کار کړي، پر هغې پانګونه کوي.

د فکر بدلون

د دې پر ځای چې د هر څه لپاره بازار او بيروني حالات ملامته کړو، بايد له ځانه وپوښتو، چې په اوسني بازار او اقتصاد کې څرنګه پرمختګ او وده کولای شم؟ او له همدې پوښتنې سره مو وده پيلیږي.

څه بايد وکړئ؟

د خپل کاروبار د ودې لپاره بهتره ده چې د هغې پر ظرفیت کار وکړئ، لدې لارو چارو يې ظرفيت ښه کولای شئ:

  • خپل لوری وټاکئ، هر څوک هر څه نه شي کولای، بايد پوه شئ چې پر کومه لار روان ياست او دغه لار په څومره وخت کې پر څه طريقه بايد ووهئ.
  • خپل اجرات او کارونه وڅارئ، له ځان سره احوال وساتئ، پوه شئ چې څه کار کړي او څه کار نه کړي.
  • سيسټمونه جوړ کړئ، زموږ ډير څه زموږ په ذهن کې وي، هڅه وکړئ چې پر سيسټمونو پانګونه وکړئ، ليکل وکړئ، پروسې رامنځ ته کړئ، خلکو ته يې څرګنده وواياست چې څه بايد څرنګه سر ته ورسيږي.
  • خلک پر ظرفیت استخدام کړئ، او بیا هغوی ته واک ورکړئ چې خپلې پریکړې پخپله وکړي.
  • خپلې پریکړې، ناکامئ او پرمختګ په دوامداره توګه وارزوئ، او چيرې چې اړتيا وي هلته بدلون راوړئ.

بازارونه ډير کم ښه وي، حالات هیڅکله د هیڅ چا په خوښه نه وي، خو بیا هم ځينې کاروبارونه وده او پرمختګ کړي. مهمه دا نه ده چې بازار په څه حالت کې دی، مهمه دا ده چې تاسې خپل کاروبار څرنګه اداره کوئ.

په پای کې له ځانه وپوښتئ، چې آیا زما کاروبار د بازار له کبله محدود او وروسته پاتې دی، يا د مديریت او چلولو طريقه کې يې ستونزه ده؟

ورته ليکنی: له عمل پرته زده کړه د نن بيسوادي ده، مهارتونه پر کومه روان دي،  کاروبار: سیالي، مشري: پرمختګ او نااهلي، کاروبار: د نوکيا ناکامي، کاروبار او د فرصت پيژندنه، د زحمت او نتيجې تر منځ، دنده او د خوښې پریښودنه، د فکر شپږ خولئ: د ښه فکر او پریکړو تخنيک،  د خرڅولو مهارت، د مشر نیمګړتياوې او کاري ډله، د کال پای: څه غواړئ، څلور ټکي، راتلونکي ته فکر، اته وړانديزونه،  وخت او مطالعه، ښه مدير: کارکوونکي مو له کار څه غواړي، ۱۲ پوښتنې، د سلاکار او سلا اوصاف، د نن دندې په اړه نهه درواغ – مشران څه کولای شي


Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe to get the latest posts sent to your email.

Leave a Reply

ښه راغلاست!

ستړي مه شئ، د دې بلاګ هدف پر مشرۍ، ټکنالوژۍ او بدلون او کله ناکله پر مسلکي ټولنيزه موضوعاتو په اړه پوهنيزې موادو خپرول دي، زموږ بحث تر ډېره علمي دی او هڅه کوو چې په لوړه او پراخه سطحه پر یادو شوو موضوعاتو عمومي او ټولنيزه بحثونه رامنځ ته کړو.

Let’s connect

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from مشري || ټکنالوژي || بدلون

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading